پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهد ط-انو د انتحاري حملو وژل شوی مفتي په ننګرهار کې دفن...

د ط-انو د انتحاري حملو وژل شوی مفتي په ننګرهار کې دفن شو

تاند( جمعه ، د اسد ۲۱ مه) په ‏ننګرهار کې د طالبانو د انتحاري او نورو وژونکو بریدونو د مشهور وژل شوي مفتي ملا رحيم الله حقاني او د هغه د ورور د جنازې لمونځ شوی او هملته خاورو ته سپارل شوي.

د نوموړو جنازه د جلال اباد ښار په شېرزي لوبغالي کې،چې طالبانو د خپل یوه قومندان اول ګل مجاهد په نوم نومولی، ترسره شوي دي.

د دغې جنازې په مراسمو کې د ننګرهار لپاره د طالبانو د والي حاجي ملا محمد نعيم اخند تر څنګ د طالبانو د لوړو زده کړو وزير شيخ عبدالباقي حقاني او نورو چارواکو ګډون کړی و.

د طالبانو د وژنو مفتي شيخ رحيم الله حقاني او ورور يې مولوي نقيب الله پرون د دوی په مدرسه کې،چې ويل کيږي تر ډېره ځانمرګي بريدګر پکې روزل کیدل، د داعش ډلې د یوه برید پر مهال ووژل شول.

ملا رحيم الله حقاني له آره د ننګرهار د پچير اګام ولسوالۍ اړوند د ملا فيروز کلي وو.

 نوموړی له خپل ورور سره يو ځای د جلال اباد ښار پنځمې ناحيې اړوند د اصحاف صفه مدرسې الفتح جومات تر څنګ خاورو ته وسپارل شول.

په ټولنيزو رسنيو کې د طالبانو ډېرو منتقدینو د دغه ملا هغه ویډیوګانې خپرې کړي،چې دی پکې د جمهوري نظام د امنيتي ځواکونو او نورو افغانانو د وژلو فتواوې ورکوي.

دغو منتقدانو طالب مشرانو ته خبرداری ورکړی،چې له کړو وژنو پښېمانه او نور له افراطیت څخه لاس واخلي، کنه د پخوانيو تنظيمي مشرانو او قومندانانو په شان له وژنو وروسته به دوی هم ووژل شي او د نورو افراطېانو د خراب مرګ په برخليک به اخته شي.

طالبانو بیا د دغو ملایانو ستاینه کړې او د خپلې جګړې په توجیه کولو کې یې د رول ستاينه کړې.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب