چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد منځنۍ اسیا له لارې له چین څخه افغانستان ته نوی کوریدور...

د منځنۍ اسیا له لارې له چین څخه افغانستان ته نوی کوریدور جوړېږي

تاند(جمعه، د اسد ۲۱ مه) د ازبکستان د ریللارو د ادارې د مطبوعاتي دفتر پر اساس، په دې طرحې په هغه ویدیويي غونډه کې خبرې وشوې چې د ازبکستان د ریللارو د ادارې رييس خوسنت الدین خاسیلوف، د قرغیزستان د ریللارو د ادارې مشر عظمت ساکییف او د افغانستان د طالبانو د حکومت د ریللارو د ادارې رييس بخت الرحمان شرافت او همداراز د چین د د لوژیستیکي شرکت واخان کوریدور ګډون درلود.

د راپور له مخې، د دې انلاین غونډې برخوالو د چین، قرغیزستان، ازبکستان او افغانستان د یوه نوي دهلیز په تنظیمولو او په دغه کوریدور کې د کارګو یا تجارتي مالونو د انتقال پر اغېزمتوب او تر ټولو مهم د رقابتي تعرفې په وړاندې کولو خبرې وکړې.

دوی وپتېیله چې کارګو یا تجارتي مال به د چین له کاشغر څخه په دې دهلېز کې د قرغیزستان اوش ښار ته د سړک له لارې وړل کېږي او بیا به د ازبکستان له خاورې څخه د افغانستان حیرتان ته په ریلګاډي کې رسول کېږي.

دوی تمه لري چې د دې دهلیز له کبله به افغانستان او له هغه ځایه نورو هیوادونو ته د چین تجارتي مالونه په کال کې له ۳۵۰۰ ټنو څخه ۶ زره ټنو ته زیات شي.

چین د افغانستان له جمهوري حکومت سره هم د رېلګاډي په وسیله تجارتي راکړه ورکړه پیل کړې وه خو هغه مهال ازبکستان د امنیتي اندېښنو له کبله لېوالتیا نه ښوده چې په ځانګړي ډول له افغانستانه د ازبکستان له لارې تجارتي مال په ریلګاډي کې صادر شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب