دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهترکيه کابل کې د يتيم پالنې ۲۰زره کسيز مرکز جوړوي

ترکيه کابل کې د يتيم پالنې ۲۰زره کسيز مرکز جوړوي

تاند( جمعه ، د اسد ۲۱ مه) ‏د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر شیخ مولوي نورالله منیر د ترکیې د نړیوال خیریه بنسټ (I.H.H) له استازو سره د لیدنې پر مهال په کابل کې د دغه بنسټ له لوري د يتيم پالنې د يوه مرکز د جوړولو په اړه خبرې کړي دي.

د‌ دغه بنسټ استازو ويلي،چې‌ دوی له دیرشو کلونو راهیسې د نړۍ په ۱۳۰ هیوادونو کې خیریه فعالیتونه ترسره کوي، په کابل ښار کې د یتیمانو لپاره د یو تعلیمي کمپلیکس د جوړولو هوډ لري، چې د ځینو اداري مرحلو له بشپړېدلو وروسته به ورباندې عملا کار پيل شي.

د سرچينې په وينا ،دوی د افغانستان له څلور زره ثبت شویو یتیمو ماشومانو سره هره میاشت ځانګړې مقدار مالي مرسته کوي او په نږدې راتلونکې کې به د ثبت شویو یتیمانو شمیر شل زرو ته ورسوي.

د نوموړي په وینا، یاد بنسټ په افغانستان کې د ښوونځیو د ودانیو د جوړولوپه برخه کې هم ځانګړي پلانونه لري.

د طالبانو د پوهنې وزیر د هغوی د بشري او تعلیمي مرستو له امله مننه او ژمنه کړې، چې د یاد بنسټ د ثبت او راجسټریشن د اداري مراحلو په بشپړولو او یاد بنسټ ته د هرډول اسانتیاوو د برابرولو په برخه کې پوره هڅه او هاند کوي.

4 COMMENTS

  1. ترکیان به یی عزت حفظ کړی خو کچیری زمونږه ملایان وی هغوی به یی بی عزته کړی. د ترکیی له هیواد مننه ـ

  2. سلامونه،
    دترکيې جمهوریت ولسونو او دولت د غازي امان الله خان او مصطفی کمال آتاتورک له دوران نه تر اوسه هر وخت خپلو افګان وروڼو، خویندو سره په هره ساحه کښې مرستې کړي ،
    دیتیمانو او یسیرانو سرپرستي پر ټولو مسلمانانو فرض ده ؛
    ط ط. او اسلامي امارت دې حکومتولي له رجب طیب اِر دوغان صیب چخه زده کړي ؛ آیا هغوی د اسلام پراختیا او عملي کولو کې کوم انتحاري کړی؟؟؟؟؟
    — صرف د ترکانو دوه کارونه د تنقید وړ دي زما په نظر:
    – د افغان تنکیو ځوانانو او مهاجرو سره بد چلند ؛چې فکر کوم لویه ترکیه ډیر امکانات لري چې لکه اروپا مهاجرو سره مرسته وکړي
    — د پخوانیو فساد سالارانو ته ځای ورکول او زمان زمان هغوی ته د تخریبي غوڼډو امکانات ورکول …
    —ا.د.ن.

  3. سلام
    وچ او تند سیاست نه بلکې تعامل ،دقضیو محراق څېړل، اګاهانه ګام اوچتول ، احسن اکلام فرهنګ رابلل او دهېواد پرمختګ ته لومړیتوب ورکول ددایمی ثبات لامل ګرخی.افغانستان سموار نه دی یو هېواد دی.
    ترکیه په سیمه کې رغنده سیاست لوبولی شی دترکیې اړیکی او روابط یې تر یوه حده د اسلامی هېوادونو ګونګ سیاست سیوری لاندې راوستی ، دناتو غړیتوب، امریکا او روس معادله کې هم سرخوځوی. داکتر ساپی اتاترک ته هم اشاره کړې ده چې مثبت اړخ دی.اسلامی امارت له ترکیې سره دوه اړخیزه یو ه داسې پراخه دېپلوماسی غواړی چې دیو او بل په اړیکنی ژبه سره پوه شی .دواړه یوبل ته ضرورت لری
    دواړه باید یوبل ته دخوش بینی په علایقو باندې کار وکړی . ترکیه دموقعیت په لحاظ دتازه میوو ښه ډګر دی
    د۲۰ زره یتیمانو خوندیتوب بروژه ،دتامین ظرفیت او مدیریت ، اوټول موثر امکانات باید په مسلکی کسانو برمخ بیول شی نه په اټکل او محدود پوهه کسانو چې مثالونه یې ډیر زیات او اخلاقا نومونه اخیستل به یی دلته مناسب کار نه وی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب