دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهملا برادر: کابل کې د سوالګرو د را ټولولو بهیر سبا پیلوم

ملا برادر: کابل کې د سوالګرو د را ټولولو بهیر سبا پیلوم

تاند( جمعه ، د اسد ۲۱ مه) ‏د طالبانو د رييس الوزرا د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخند دفتر ویلي، چې راتلونکې شنبه په ‎کابل کې د سوالګرو د راټولولو بهیر پیلېږي.

د نوموړي دفتر د معلوماتو له مخې، د طالبانو د لوی مشر ملا هبت الله د حکم پر اساس د سوالګرو او فقیرانو راټولولو لپاره د ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ کمېټه جوړه شوې چې سر له شنبې به خپل فعالیت پیل کړي.

سرچینې په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

مخکې د طالبانو خبري سرچينو ويلي،چې مستحق او غير مستحق سوالګر معلوموي، سرپرست لرونکو ته پر سرپرستانو ېې نفقه تامینول جبري کوي او بې سرپرستو ته به د طالبانو حکومت معاشونه وټاکي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس په یوه تبصره کې لیکلي وو،چې د دې اقدام يو هدف د سوالګرو په جامه کې د احتمالي جرمونو پر وړاندې مبارزه او بل هم د دوی د فعالیت له وجې د ښار د بې نظمۍ او د طالبانو د واکمنۍ د اتوريتې د زيانمنیدو مخنيوی دی.

د طالبانو منتقدینو بیا له دوی پوښتلي،چې شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانان دوی له لاسه فقر او سوال ته ناست دي، څومره کسان به له سوال څخه منع او معاشونه به ورته له کوم مدرکه وټاکي ؟

2 COMMENTS

  1. ګومان کوم د سؤالګر مناسب الترناتیف به همهغه ” ګدا ” وی البته ” فقیر ” هم آشنا کلمه ده.
    نو
    چی دا په ارګ کی ناست ” ګدایان ” به کله ورک سی کوم چی ستونی او لستوڼی ئې د رسمیت پیژندنی د ترلاسه کولو په ګدائی کی څیری سویدی؟

  2. طالبان د اول د هغو میلونو تقاعدینو تنخوا ورکړي سي دوۍ خیټه ورباندي اچولې ده. سوالګر خو له مستي د فقر لاس نه پورته کوي دغه خو ټول د طاغوتي جهاد له برکته ده.ټول زاړه پخواني کارکونکي طالب ګوښه کوي او په ځائ یې خپل طالبان سي له پنج کتابه ګلیستانه بوستانه نور په هیڅ نه پوهیږي کینوي.طالب د جهالت غربت او بدبختي توره بلا ده 😡

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب