Home+د بهرنیو مجرمانو څرک لګوونکي ساعتونه

د بهرنیو مجرمانو څرک لګوونکي ساعتونه

تاند- د بریتانیا حکومت به د هغو کډوالو، چې په جرمونو محکوم شوي دي، د څارلو لپاره ژر له ځېره پېژندونکو ځیرکو ساعتونو کار واخلي.

د ګارډین ورځپاڼې له راپور سره سم، د حکومت د نوي پلان پر اساس په پام کې ده چې دا اقدام د سږ کال له مني څخه پیل شي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې، هغه بهرنیان چې له دې ډول ځیرکو ساعتونو څخه کار اخیستلو ته مکلف کېږي، باید د ورځې تر ۵ ځلونو پورې په دغو ساعتونو خپل عکس واخلي او په دې توګه به یې د ساعت له مخې د ځای ځایګي څرک لګېږي.

ثبت شوې عکسونه د بریتانیا په کورنیو چارو وزارت کې د موجودو فایلونو له نمونو سره پرتله کېږي. که دولتي سیستمونه د کوم چا هویت تایید نه کړای شو، باید عکس په اتومات ډول نه بلکې په لاس تایید شي.

د بریتانیا د عدلیې وزارت په ویبپاڼه کې د خپرو شویو جزییاتو له مخې، د دې ټکنالوژۍ په اړه حکومت د ټکنالوژۍ له بریتانیايي شرکت له بودي لمیتید سره د ۶ میلیون ډالرو په ارزښت قرارداد لاسلیک کړی دی.

د بریتاینا د کورنیو چارو او عدلیې وزارتونو په فایلونو کې له عکسونو سره د کډوالو نومونه، ملیت او د زوکړې نېټې تر ۶ میاشتو پورې ساتل کېږي.

دا پرېکړه یوازې د هغو بهرنیانو په اړه شوې چې جرمونه یې کړي دي.

د بریتانیا د حکومت له راپور سره سم، کډوال او پناه غوښتونکي په دې ډول نه څارل کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...