Homeخبرونهايران: ط-انو سره د داعش او«اشرارو» خلاف د مبارزې په ګډیو همکاریو...

ايران: ط-انو سره د داعش او«اشرارو» خلاف د مبارزې په ګډیو همکاریو وغږيدو

تاند( شنبه ، د اسد ۲۲ مه) ‏‏د افغانستان لپاره د ايران د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي په ی يو لړ ټویټونو کې کابل ته د خپل سفر خبر ورکړی.

نوموړي دغه سفر نېټه نه ده په ډاګه کړې،خو ويلي چې د طالبانو د رییس الوزرا له اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر او د دوی د بهرنيو چارو وزير مولوي امیرخان متقي سره د داعش او «اشرارو» خلاف د ګډې مبارزې او نورو مسايلو په اړه غږيدلی دی.

د ايران ځانګړي استازي دغه خبرې رغوونکې وبللې او ويې ويل،چې د اقتصادي او مثبتو تعاملاتو تر څنګ پکې د داعش او اشرارو خلاف په ګډه پوله کې د همکارۍ په زياتيدو ټينګار شوی دی.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې د ملا متقي په حواله ویلي،چې په دې لیدنه کې چا ته د دواړو هېوادونو د اړیکو د خرابولو د اجازې په نه ورکولو ېې ټینګار کړی.

طالبانو او د ايران حکومت په دې اړه نور جزییات نه دي ورکړي،چې د داعش خلاف مبارزه کې به څه ډول همکارۍ سره کوي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...