سه شنبه, مې 14, 2024
Homeخبرونهمسعود د نړۍ مشرانو ته؛د ط-انو د بدلون په اړه په هيله...

مسعود د نړۍ مشرانو ته؛د ط-انو د بدلون په اړه په هيله مندۍ ډېر تیروتي ياست

تاند( شنبه ، د اسد ۲۲ مه) ‏‏د طالبانو د حاکمیت خلاف د ملي مقاومت جبهې په نوم د يوې ډلې مشر احمد مسعود د افغانستان د نظام د سقوط او طالبانو د واکمنيدو د لومړۍ کلیزې په مناسبت تازه مرکه کړې ده.

نوموړي یوې بهرنۍ فکر خونې ته په دې مرکه کې د طالبانو د واکمنۍ د یو کلنې ارزونې په ترڅ کې ویلي،چې طالبان نه بدل شوي او نه به بدل شي.

نوموړي په دې اړه د نړيوالو په مخکينيو هیله مندیو نيوکه کړې او ویلي،چې طالبانو د يو کلنې واکمنۍ پر مهال وښوده چې دوی د تغيير وړ نه دي، په نرمیدو، ژمنو عملي کولو، ګډ حکومت جوړولو او اصلاح کیدو باور نه لري.

د طالبانو پر وړاندې د جنګي ډلې دغه مشر زياته کړې،چې تر اوسه یې طالبانو سره د ستونزو د حل لپاره لومړیتوب خبرې وې،خو طالبانو اوس وښوده چې په خبرو باور نه لري او جګړه یې باید پر وړاندې يوازينی انتخاب وي.

دا په داسې حال کې ده،چې د طالبانو د بیرته واکمنيدو د لومړۍ کلیزې په مناسبت ډېرو نورو لوريو هم د دوی د سخت دریځۍ له دوام څخه نهيلي ښودلې او ويلي،چې طالبانو له افغانانو او نړيوالو سره خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

طالبانو بیا په دې اړه تورونه رد کړي او د ښې حکومتولۍ ادعا کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب