شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهیو شمېر متقاعدین: واکمن رژیم د معاش راکولو پر ځای ګرېوان ته...

یو شمېر متقاعدین: واکمن رژیم د معاش راکولو پر ځای ګرېوان ته لاس را واچوه

تاند (یکشنبه، د ثور دویمه ) د افغانستان د متقاعدینو ټولنې یو شمېر غړو و یلي، چې د طالبانو د واکمن رژیم منسوبینو یې تېره پنجشنبه د معاشونو د نه ورکول کېدو پر ضد یوه اعتراضیه غونډه له ځواب ویلو پرته ګډه وډه کړې او د ځینو متقاعدینو ګرېوانونو ته لاس ور اچولی.

د دغې ټولنې ځینو غړو چې له وېرې یې نه دي غوښتي، نومونه یې افشا شي، دا خبره رسنیزه کړې ده.

د دوی په وینا، تېره پنجشنبه یې کابل کې د شاوخوا پنځو زرو کسانو په ګډون اعتراضیه غونډه جوړه کړې او د طالبانو له چارواکو یې دوی ته د ځنډیدلو معاشونو او حقونو د ورکړې غوښتنه کړې ده.

سرچینو ویلي، چې دا غونډه یې د تقاعد ریاست ته څېرمه جوړه کړې وه.

د متقاعدینو ټولنې مشر سنګر افریدي له زیاتو جزییاتو پرته دا غونډه تایید کړې او و یلي، چې متقاعدینو له درېیو کلونو راهیسې معاشونه نه دي اخیستي او له همدې امله یې اعتراضیه غونډه کړې وه.

د طالبانو سرچینو په دې اړه رسنیو سره له خبرو ډډه کړې ده.

څو میاشتې مخکې د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد ژمنه کړې وه، چې ژر به افغان متقاعدینو ته د هغوی معاشونه او حقونه ورکړل شي.

د دوی له بیا واک ته رسېدو سره، شاوخوا درې کاله کیږي چې افغان متقاعدینو ته د هغوی حقونه نه دي ورکړل شوي.

څه موده مخکې، د طالبانو مشر ملا هبت الله د متقاعدینو د حقونو د لغوه کېدو او له مامورینو څخه د تقاعد په نوم له معاشونو څخه د پیسو د نه ګرځولو امر وکړ.

5 COMMENTS

  1. دا ځناور انسانیت او افغانیت ته احترام نلري نو د یو متقاعد په کیسه کې هم ندي. دا یو فاشست رژیم دی چې په زور په خلکو مسلط دي. دوی نه د دین په کیسه کې دي او نه د خلکو حقوق پیژني. هر اونۍ ۴۰ میلونه ډالر ورته بادار ورکوي او دوی یې په بهر هیوادو خصوصا پاکستان کې سرمایه ګذراری کوي. کورنۍ هلته دي اخترونه په پاکستان کې تیروي، علاج ته هلته ځي او دلته خپله سپګنه او تش د اسلام په نوک عقیده د یو څو جاهلو پواسطه عملي کوي.

  2. خزینه د تقاعد هم لوټ شوه ،تقاعد ورکولی نشی.
    شته وظایف له نارینه او ښځو غصب شول .
    د ملت امور ، اهل ته یی سپارلی نشی .
    دملت ، امت او بشریت سوالونو ته ځواب ورکولی نشی .
    د امر بالمنکر، حمار ګل ادعا لری ۹۰٪ فحشاء یی کمه کړی ؛حال داچي دا ملت ۹۹٪ مسلمان او مجاهد وو او دی ،ته چي دا ملت نه پیژنی نو افغان نه بلکی د هیرا منډه یی محصول او نور د غپوی .
    د کرسیو غصب ، د ملت سپکاوی او تدریجی مرګ ته سوقول ، علم سره دښمنی او د مجهول الهویت غاصب امارت ، انسانی تاریخ کی سابقه نلری ، دجاهل او ارذل الناس لکه خالد او نور غیر شرعی او د بماانزل الله خلاف اوامرو نه اطاعت جایز ندی؛ ځکه دا بیانات او اعمال
    نه دینی ریشه لری او نه علمی ؛ بلکی هجوم دی د موجودات حیه نا شناخته او مجهول الهویت چی انسانیت او علم سره دښمنی یی شعار
    دی او د انسانیت له الفبا سره کاملا نا اشنا او لجام ګسیخته .

  3. ملايي منطق: ته ټول قرآن کې او صحاح سته کې تقاعد راوښیه؟
    او دا خو نو بیا د ویرې ورته نه شې ویلی چې ټول قرآن کې امارت اسلامي راوښيه او قرآن کې چې يې امرهم شوری ویلي دي، شورا ته خو تا غټ کولپ وراجولی دی.

  4. که ملا هر شی او هرڅه له قران او حدیث نه غواړی نو خپل ادمیت نقضوی؛ ځکه ادم صاحب عقل او علم دی او په امتیاز د و علم الادم اسماء کلها ….کی ادم کوم امتیاز چي ګټلی هغه د دی ملا نه هیر دی؟
    دا په خر بار کتابونه ،تعقل ،تدبر او دقت غواړی ورنه مثل الحمار یحمل اسفارا مصداق ګرځی.
    د دین حدود او ورسره انسانی صلاحیتونه کوم چي خالق ورکړی باید وپیژندل شی ورنه ملا صاحب په هر څه کی باید وحی ته منتظر وی چی دا انتظار ناقض د مقام انسانی دی .
    قرآنکریم د ۱۰۰۰ زرو نه زیات تکوینی یا ساینسی آیات لری چي انسان طبیعت او الهی نعماتو ته لارښوونه کوی دا ملا پدی مدرسه او نسوارو
    په دری کلونو کی د ملت د ښه ژوند لپاره کومه بیلګه لری ؟
    دا یو زرو نه زیات آیتونو ټول زراعت ،طبابت ، مالداری ،فارمسی او زرګونو نورو حیاتی فاکولتو ایجاد رامینځ ته کړی او زما ملاډوله موجود شفاخانه،صحت ،صنعت ،فابریکی او ټول د انسانی مایحتاج مرکزونه فلج کړی ،متخصصین تښتی ،یوازی هر شی باید طالب نوش جان کړی نور ملت ته ژوند پکار ندی .

  5. تقاعد هم قانون لری مثلا یوه فیصدی د مامور د معاش نه پس انداز کیږی او یو څه هم د بیت المال نه په قانونی طور ورکول کږی چي ټوله دنیا کی او ۵۷ اسلامی ملکونو کی اجرا کیږی او حساب یی هم په فیصد او جمع کیږی خو ددی د درک څخه شیوخ عاجز دی یا دا (مرحوم دوی ته څه وصیت او برخه نلری )نو ځکه ناروا دی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب