شنبه, مې 4, 2024
Homeخبرونهد امربالمعروف مرستیال وايي د ښځو له ۹۰ تر ۹۵ ٪ حقونه...

د امربالمعروف مرستیال وايي د ښځو له ۹۰ تر ۹۵ ٪ حقونه یې ورکړي

تاند (یکشنبه، د ثور ۲ مه) د طالبانو د امربالمعروف وزارت مرستیال وايي چې په افغانستان کې د دوی تر حکومت مخکې د ښځو د حقونو سرغړونه کېده خو اوس د ښځو ټول حقونه خوندي دي.

سیدعلي صادق الله وویل، له کله چې اسلامي امارت ته د هیواد کنټرول په لاس ورغلی دی، له ۹۰ تر ۹۵ سلنه غیراخلاقي اعمالو مخه نیول شوې ده.

د طالبانو د امربالمعروف وزارت مرستیال د ښځو د حقونو د تخلف د یوې بېلګې په توګه چې د ده په وینا پخوا یې مخه نه وه نیول شوې، د بدو یادونه وکړه چې پخوا یې مخه نه وه نیول شوي او اوس منع شوې ده.

صدیق الله دا هم وویل:«اسلامي امارت د مظلومانو د حقونو په دفاع کې ډېر زحمتونه ایستلي او اراده لري چې د مظلومانو ترڅنګ ودریږي. د وخت په تېرېدو به د منکراتو مخه ونیول شي، خو اوس وینو چې له ۹۰ تر ۹۵ سلنه منکراتو مخه نیول شوې ده او په ټولنه کې اصلاحات راغلي دي.»

ده د نجونو او ښځو د زده کړو او کار په اړه هیڅ ونه ویل. اکثره طالب چارواکي، کلیوال خلک دي او یوازې د ښځو هغو حقونو ته پام لري چې په کلیو کې ښځو ته نه ورکول کېږي.

د بدو ستونزه د افغانستان د جنوب له ځینو خورا لېرې پرتو سیمو پرته نور افغانان نه لري خو له طالبانو د اکثره افغانانو غوښتنه دا ده چې نجونو ته د زده کړو اجازه ورکړي څو له یوې خوا په دې ډول د افغانستان د پرمختګ لاره هواره شي او له بلې خوا افغانستان له نړیوالې انزوا وژغورل شي.

4 COMMENTS

  1. بېچاره ګرم نه دی، پنجاب يې داسې ذهنونه ورپرېمينځلی دي چې د پنجاب بدنامه بدلمنخونه ورته نه ښکاري او افغانستان ورته ټول د فحشاء خاوره ښکاري، نو نور يې ذهنيت څنګه ورپرېمينځي؟
    که ترې وپوښتل شي چې څه شی دې ورکړی او څه شی دې پوره کړی دی؟
    خلک الحمد لله مسلمانان دي او هغوی پوهيږي چې څنګه خپله حياء او عزت وساتي او څنګه خپل حقوق وساتي، نو دا د پنجاب روزل شوی چې له څادرۍ پرته ورته بل شی نور حجاب نه ښکاري، نو هغه خو د وطن خلک يې بې له هغې کوي، نو دی د څه شي دعوه کوي؟
    دا د پنجاب د مدرسو روزنه ده چې دوی يې له خپل اصلي مسيره منحرف کړي دي. د خپل سفير مولوي عبدالسلام بېعزتي ورته بېعزتي نه ښکاري، خو په افغانستان کې يې له ٪۹۰ تر سلنه ٪۹۵ د فحشاء مخه نيولې ده، نو نور به سړی له دوی څه د سړيتوب تمه کوي؟
    بس او ښه ټولو ته ښکاره ده چې د اطراف او ښاري ژوند تر مينځ يا په نورو ټکو د پوهې (علم) او ناپوهۍ (جهالت) ټکر دی چې طالبانو شروع کړی دی او او ټکر يې رامينځته کړی دی.
    خليلزاد لغماني خو به ويل چې دوی اوس پخواني طالبان نه دي. دوی اوس بدل شوي دي او نړۍ يې ليدلې ده او خلک دې ورته هغه د پخوا په شان نظر نه کوي، خو حقيقت دغه شی دی چې دا خلک يې اوس ګوري او هغه شيطان (ابليس) اوس خپل ځان ورک کړی او نه راښکاره کيږي.

  2. د نه وپوشتی چی خپله ښځه دې چیرې ده دهغې حقوق خو پنجابیان ورکوې هر ورځ په سپرېز او پنجاب کښې یې کلا بند کړې پنجابې عسکر تری نه د خپلې جنسې غلیزې لپاره استفاده کوې او دا بیغیرته په کابل کښې لواطت کوې او د حق او حقوق خبری کوې چې تر اوسه پوهیږې نه حقوق څه ته وایې

  3. ملاګله!
    لوی منکر د ملت چاری نا اهلو ته سپارل دی او دا اساس د تباهی دی
    بل دا چي دغه فیصدی د اصلاحاتو سره لږ احتیاط کوه جناب معین صاحب ، داسی نه چي د چرسیانو خبره له جنت واوړی .
    دا فیصدی چي تاسی یی ادعا کوی ، خلفای راشدین په خپله ټوله دوره کی نده کړی .
    نو دا ډول بیانات عدم فهم سلیم ، سطحیتوب او لوبی د الفاظو سره افاده کوی او دا ډول لوبی د ایمان او علم سره شدیدا ټکر لری یا اولی الالباب .

  4. طالبان تر ټولو جاهله او ممسک کس بیا د امربالمعروف په مقامونو کی ګماری. په اوله دوره کی یی یو کس وو په نوم د طرابی. تر هغه چټل، مردارخور او رزیل انسان ما نه وه لیدلی. اوس بیا دی خرکُس ته ګوری. کورونه یی د ټولو تر اوسه په اسلام آباد کی مونږه ته اسلامیت راښیی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب