پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeداسې هم شتهساینسپه کورونا کې د ټکنالوژۍ شرکتونو ګټه وکړه

په کورونا کې د ټکنالوژۍ شرکتونو ګټه وکړه

تاند – د امازون شرکت محصولات د اپریل، مې او جون په درو میاشتو کې په سلو کې ۴۰ ډېر پلورل شوي او په همدې حال کې اپل شرکت وايي چې تر پخوا یې ډېر موبایل ټېلفونونه او نور وسایل خرڅ شوي دي.

د لوپ پاسفیک ویبپاڼې د راپور له مخې، د قرنطین په لړ کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ډېرو خلکو فیسبوک ته مخه کړه.

په راپور کې راغلي، چې په دې موده کې خلکو د وټس اپ او انسټاګرام په شان له ټولنیزو شبکو څخه، چې دواړه په فیسبوک پورې تړاو لري، زیات کار اخیستی دی.

په دې راپور کې ویل شوي چې د انسټاګرام او وټس اپ د کاروونکو شمېر په سلو کې ۱۵ ډېر شوی دی.

د لوپ پاسفیک په راپور کې ویل شوي چې د ټکنالوژۍ د سترو شرکتونو دا پرمختګ سبب شوی چې د امریکا د کانګریس ځینې غړي پر دغو کمپنیو انتقادونه وکړي.

د دوی په باور، دا شرکتونه پر مارکیټ له خپل تسلطه ناوړه استفاده کوي او دا کار یې خپلو سیالانو ته د اقتصادي تاوان سبب کېږي.

په کانګریس کې د دیموکرات ګوند استازي ډیوید سیسیلین ویلي، احتمال شته چې د ټکنالوژۍ د سترو شرکتونو دریځونه لا پیاوړي شي ځکه چې د ده په وینا د کورونا وایرس د خپرېدو وضعیت لا هم بحراني دی او ډېر فعالیتونه په انلاین بڼه کېږي.

خو د اقتصادي شنونکو لپاره د ټکنالوژۍ د سترو شرکتونو بریاوې د تعجب وړ نه دي  ځکه چې د دوی په وینا دغو شرکتونو د اقصتاد په بحراني حالت کې ښه عمل نه دی کړی.

د امازون شرکت عواید د اپریل، مې او جون په میاشتو کې ۵ ملیارده او ۲۰۰ ملیون ډالره و چې ویل کېږي په ۱۹۹۴ م کال د دې کمپنۍ د جوړېدو له وخته را په دې خوا یې ساری نه درلود.

او دا په داسې حال کې ده چې امازون ډېرې پیسې د طبي وسایلو په رانیولو او په امریکا کې د کورونا وایرس د خپرېدو د مخنیوي لپاره پر نورو اقداماتو لګولي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب