یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeټولنیزپه کورني ژوند کې د سپما اصل ته پاملرنه

په کورني ژوند کې د سپما اصل ته پاملرنه

 راټولونه: محب الله “رسولي”
يوه له هغو لارو څخه چې د کورنۍ اقتصاد ته پکې ګټه رسیږي سپما ده، دا کوم کار نه دی خو په دې شرط چې د کورنۍ ټول غړی پرې عمل وکړی، که تاسې د ورځني ژوند په اوږدو کې په لاندې مواردو کې د سپما اصل په پام کې
ونیسئ، نو وروسته له څه مودې به درته څرگنده شي چې څومره مو د خپلې کورنۍ اقتصادي وضعې ته گته رسولې ده.
١- کله چې بازار ته ځئ نو د هوس له مخې چې مو څه خوښ شول مه يې اخلئ ، یوازې هغه شیان چې تاسو ورته ډیره اړتیا لرئ او په کار مو دي وایې خلئ.
٢- هڅه وکړئ چې په کور کې تل هغه خواړه چې ارزانه او گتور وي پاخه کړئ، کوم خواړه چې پخوئ کوښښ وکړئ چې په کافی اندازه پروټینونه، ویټامینونه او نور گټور مواد ولري.
٣- هيڅ وخت خواړه مه خوسا کوئ، دومره خواړه مه پخوئ چې بیا یې په غورځولو مجبور شئ، بلکه تل په اندازه سره ډوډۍ او خواړه پاخه کړئ.
4 خویندې کولای شي ځينې شيرينې باب لکه کلچې ، کیک، نقل ، شیر پیره او نور شیان لکه مربا او ترشیانې په کور کې جوړې کړي، ځکه چې له بازار څخه ارزانه تمامیږي.
5- شته ځینې کورنۍ په ښارونو کې چې د هوټل څخه پاخه خواړه راغواړي او یا هم د ډوډۍ د خوړلو لپاره هوټلونو ته ځي او د هوټل ډوډۍ نسبت د کور تر ډوډۍ خوښوي، چې په دې توگه هوټل کې په یو وخت ډوډۍ خوړلو يې د څو وختونو خرڅ په یو وخت مصرفوي، نو دلته د کورنۍ د مشرانو او همدارنگه د میرمنې دنده ده چې خپله کورنۍ له دغې ناوړه عادت څخه منع کړي او د بې ځایه مصرف مخه ونیسي. البته کله کله د زیات مصروفیت، ستړیا او…. له وجې په هوټل کې ډوډۍ خوړل او یا یې کور ته راوړل فرق نه کوي، اما که هر وخت له هوټل نه راوړل شي، نو دا به د کورنۍ د اقتصاد لپاره په اوږدمهاله کې زیاتې ستونزې ولري، ځکه انسان په یو حالت ندی، بې خرچي، غریبي، مرضونه اونور.. مشکېلات راځي په کور کې، نو دا به غوره وي چې د هوټل په نیمایي مصرف په کور کې هر ډول غوره، پاکه او ښه غذا پخه کړو.
6_ که چیرې تاسې په کور یا حویلۍ کې د ترکارۍ د کرلو لپاره ځای ولرئ، نو ددغې ځای څخه د ترکارۍ د کرلو لپاره گټه واخلئ، نو په دې توگه به تاسې په دې قادر شئ چې د خپل ضرورت وړ ترکاري د خپله کوره ترلاسه کړئ.
۷- کوښښ وکړئ چې د خپل ځان او خپلو ماشومانو جامې پخپله وگندئ ځکه چې د خیاط اجوره ډېره غیر اقتصادي تمامیږي که په همدې ترتیب په ژمي کې د ځان او خپلو ماشومانو لپاره جاکتونه او جرابې جوړې کړئ نو د يوې خوا به اقتصادي وي او د بلې خوا به دوامداره وي.
۸- په ځينو ناروغیو باندې د اخته کیدلو او مخنیوي لپاره د ځينو وقایوي تدابیرو څخه کار واخلئ لکه د واکسینونو په تطبیق سره کورنۍ او په چاپیریال کې د حفظ الصحې په رعایت کولو سره هم خپله سلامتيا ساتلی شئ او په دې توگه د دوا د نه استعمال له کبله د کورنۍ اقتصادي وضعيت ته گته رسیږي.
۹- همدا شان د کومو لوښو څخه چې د کورني ژوند په جریان کې کار اخلئ، د هغې په ساتلو کې پاملرنه او توجه وکړئ ترڅو ستاسو او یا هم ستاسو د ماشومانو لخوا مات نشي که چیرې په کور کې د استعمال لپاره داسې لوښي چې زر مات نشي واخلئ ، نو په دې توگه به مو د کورنۍ د اقتصاد سره مرسته کړې وي.
۱۰- پیاده گرځېدل ښه سپورت دئ، کله چې د سودا یا کوم بل ضرورت پسې د کور څخه بهر وځئ، نو دا هڅه وکړئ چې پیاده ولاړ شئ او یا هم له عامو بسونو څخه استفاده وکړئ. ځینې خلک دا عادت لري، کله چې له کور څخه ووځي نو ټکسي او ریکشاه نیسي چې دا غير اقتصادي تمامیږي.
۱۱- که چیرې په کور کې ټيلفون ولرئ نو پرته له ضرورت د تیلفون څخه استفاده مه کوئ، ځکه چې ټیلفون د ساعت تیرئ وسیله نه ده.
۱۲- هڅه وکړئ چې د ورځې لخوا د کور چراغونه روښانه نه وي.
۱۳- که په کور کې څو خویندې او ورونه یاستئ، هڅه وکړئ چې په شریکه ټول د يو او بل له بوتونو او جامو څخه استفاده وکړئ.
14- ټولې مجلې او هغه کتابونه چې غواړئ مطالعه کړئ ضروري نه ده چې حتمي یې له بازار څخه واخلئ، کولای شئ چې د دوستانو او گاونډیانو سره يې تبادله کړئ او یا یې له کتابخانو څخه یې په امانت واخلئ.
۱۰- کوشش وکړئ چې د کور کارونه لکه آشپزی ، اوتو کول، جامې مینځل، جارو کول او داسې نور کارونه په خپله ترسره کړئ، په دې توگه به مو د مزدور او خدمتگار له مزد څخه خپله کورنۍ ساتلې وي ، په داسې حال کې چې یو شمیر کورنۍ نه غواړي چې په خپله د خپلې کورنۍ چارې سرته ورسوي، د کور د چارو لپاره مزدور او خدمتگاره نیسي.
مأخذ : ښځه د ژوند په ډګر کې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب