سه شنبه, مې 7, 2024
Homeروغتیاپه هرو ۱۲ ښځو کې یوې ته جنسي مقاربت دردوونکی دی

په هرو ۱۲ ښځو کې یوې ته جنسي مقاربت دردوونکی دی

تاند- په بریتانیا کې له ۷۰۰۰ نجونو او ښځو سره د خبرو پر اساس په یوه څېړنه کې ویل شوي چې په هرو ۱۲ ښځو کې یوه د جنسي مقاربت په مهال درد احساسوي.

په دې څېړنه کې په سلو کې اووه نیمو ویلي چې تل یې له جنسي مقابته وېره لرلې ده.

د دې څېړنې، چې د ۶ علمي انستیتیتونو د ۱۲ څېړونکو له لوري شوې، پایله د بریتانیا په (British Journal of Obstetrics and Gynaecology) خپرونه یا ژورنال کې چاپ شوې ده.

څېړونکي وايي چې د دې تحقیق هدف یې دا و چې معلومه کړي په بریتانیا کې د څومره ښځو لپاره جنسي مقاربت دردوونکی دی.

دوی له ۷۰۰ ښځو سره، چې عمرونه یې د ۱۶ او ۷۴ کلونو ترمنځ وو، مرکې وکړې.

د دې څېړنې یو هدف دا هم دی چې نارینه د ښځو له ستونزو خبر کړي او یوازې د خپل خوند په فکر کې ونه اوسي.

په څېړنه کې جوته شوې چې په ۷ نیم فیصده ښځو کې چې وايي د جنسي مقاربت په وخت درد احساسوي، اکثره د ۱۶ او ۲۴ کلونو او همداراز د ۵۵ او ۶۴ کلونو ترمنځ عمر لري.

د ښځو د تناسلي الې وچوالی، د جنسي مقاربت په وخت بېره او له جنسي مقاربته خوند نه اخیستل د دې سبب کېږي چې ښځې د مقاربت په وخت درد احساس کړي.

2 COMMENTS

  1. ما ددې ليکنې دری ژبه لوستلې هلته په لسو ښځو کې دا شمير ياد کړی دی او دلته په دوولسو کې
    او بل دا چې په سر کې اووه زره شمير د ښځو مو ياد کړې د ليکنې په منځ کې بيا اووه سوه دي، مخکې له خپرېدلو لږ په ليکنه غور وکړي. مننه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب