یکشنبه, مې 19, 2024
Homeروغتیاد سګرېټ پرېښودلو لنډه او تر ټولو اسانه لاره! / اکبر اقبال 

د سګرېټ پرېښودلو لنډه او تر ټولو اسانه لاره! / اکبر اقبال 

یو تاریخ ځان لپاره وټاکه چې نه ډېر نږدې وي او نه هم ډېر لرې او په هماغه تاریخ باندې سګرېټ څکولو ته (نا) ووایئ.

له ملګرو مرسته وغواړه: حتمي ده چې په سګرېټ د عادت کیدو په وخت کې به ځينو دوستانو مرسته(!) درسره کړي وي؛ چې  په دې ناوړه عمل روږدي شئ، اوس پکار ده داسې ملګري ځان ته پيدا کړې چې تا حمایه او د ستونزې په وخت کې درسره کومک وکړي.

له ستونزو سره مقابله وکړه:

په څلرویشت ساعتونو کې به دې لږترلږه  شپږ ځلې سګرېټ څکولو ته داسې زړه وشي چې لاره به درنه ورکه کړي، خو تاسو مه وارخطا کېږئ دا مرحله تقریباّ تر دریو دقیقو وخت نیسي او وروسته بیا په تدریجي ډول سره کمیږي او بالاخره له مېنځه ځي. اوس که چېرې دا وختونه سره جمع کړو نو ټول ((3*6=18 یعنې په شپه ورځ کې ۱۸ دقیقې باید ځان کنټرول کړئ، که چېرې په دې وخت کې یو چا ځان کنټرول کړای شو؛ نوموړی بریالی دی. دغه ستونزه په اولو وختونو کې ډېره تېزه وي او په دې وخت کې زیات کوښښ باید وشي چې سګرېټ ته لاس نکړئ؛ د څو ورځو په تیریدو سره ستاسې کنټرول زیاتیږي او له سګرېټ څکولو سره مو مینه کمیږي. زه پوهېږم چې دا یوه ستره ننګونه ده خو که چېرې تاسې نن دا چېلېنج قبول نه کړو؛ نو په راتلونکي کې به د خپل صحت ډېرې زیاتې ننګونې قبولې کړئ،نو بهتره دا ده چې د هغو سترو چېلنجونو پر ځای دغه کوچنۍ ننګونه قبوله کړئ.

  • اکبر اقبال
  • بل دلیل چې ځيني کسان یې لري، زه چې سګرېټ وڅکوم دماغ مې نارمل شي.

    د سګرېټ په څکولو سره هیڅ وخت دماغ نه نارمل کیږي بلکې لا خرابیږي.

    د ځوانانو دلیل بیا څه داسی دی چې، سګرېټ ځکه څکوم چې دا یو سټایل دی سټایل، او دا د ځوانانو یو خاص فیشن دی. ههها نه دا سټایل نه دی، د سګرېټ په څکولو سره غاښونه زیړيږي، رژیږي، معده خرابوي، د مرۍ کینسر پيدا کوي، سږي خوسا کوي او داسې نورې ډېرې ناروغۍ چې د سګرېټ د څکولو له امله رامېنځ ته کیږي.

    په هر صورت هیڅ بهانه نه چلیږي بس هسې ځان غلطول دي، همدا نن ووایه چې سګرېټ څکول بند او یو نوی ژوند شروع.

    د سګرېټ پرښودلو په فایدو فکر وکړه: داسې یو لیست جوړه کړه چې سګرېټ پرېښودل به څه فایده درته ورسوي؟ د بېلګې په توګه، ستا صحت به ښه شي، عمر به د اوږد شي، پیسې به بچت شي یا هم د غاښونو د خرابیدو مخنیوی به د کړی وي او داسې نور؛ دا لیست باید په کوټه کې ځوړند کړای شي تر څو هر وخت پرې نظر ولږیږي؛ یا د هم د موبایل په سکرین ولیکل شي.

    له خپل هوډه مه په شا کېږه: پروا نه کوي که یو څو ځلې د هڅه کړي خو ناکام شوی یې؛ له ځان سره ووایه چې دا ځل به خپل پلان ضرور پلی کوم، له خپل هوډه هیڅ وخت مه په شا کېږه.

    له ځانه سرهفکر وکړه چې مخکې د کوښښ کړی دی چې سګرېټ پرېږدې ولې بریالی نه شوې، اوس بیا فکر وکړه چې څه وجه وه چې یو ځلی بیا د سګرېټ ته مخه کړه، په هماغه وجه باندې کار وکړه او د حل لاره ورته پیدا کړه. دا ځل ټینګ هوډ وکړه چې ماتې به نه منې. په اول وخت کې به ستونزې خامخا وي، لوږه به وي، په خوب کې به مشکلات وي، ذهن به یو څه نا ارامه وي، لیکن په یاد ولرئ چې دا واړه واړه مشکلات ستاسو د هوډ او عزم په وړاندې هیڅ هم نه دي، هر څه چې وي، تاسو باید په ټینګ عزم او کلک هوډ سره سګرېټ څکولو ته (نه) ووايئ. ((DON’T GIVE UP)) یعني نه تسلیمېږم.

2 COMMENTS

  1. ډاکتر صاحب ما پنځه کاله نسوار ډیر په اسانی سره پریښودل اوس ئ هم په اسانی سره پریښودلائ شم خو مګر چه کله ما نسوار پریښودل پوره پنځه کاله زما دماغ پر زائ نه شول بی له دی چه ما نسواروه ته زړه کیدل هروخت به دونیائ کارو ته په تشویش کی وم او کړلو پر زائ به رانه پاته وو اخیر کی چه نسوار می واچول ټول تشویشونه ختم شول که ددی تکلیف علاج راوشئ مهربانی به دی وی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب