دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهسمنګاني: څه باندې ۳ ميليونه الکترونيکي تذکرې مو وېشلي

سمنګاني: څه باندې ۳ ميليونه الکترونيکي تذکرې مو وېشلي

تاند:( چارشنبه، د دلوې پینځمه)‏ د طالبانو د رسنيو د مرکز رييس انعام الله سمنګاني د احصایې او معلوماتو ملي اداره له قوله د برېښنايي تذکرو د وېش تازه ارقام خپاره کړي.

نوموړي ویلي، چې د برېښنايي تذکرو د وېش له پیله تر اوسه ۹ میلیونه ۱۶۰ زرو کسانو ته دغه تذکرې وېشل شوې چې ۵ میلیونه ۸۰ زره یې نارینه او ۴ میلیونه ۷۷ زره یې ښځینه وو ته دي.

د هغه په وينا، د دوی له واکمنيدو سره تر اوسه په ټول هېواد کې ۳ میلیونه ۷۰ زره برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.

د برېښنايي تذکرو وېش مخکې په يو شمېر ولايتونو کې ځنډول شوی و، خو چارواکي یې د بیرته پیل خبر ورکوي.

ځینې مراجعین شکايت کوي، چې طالبانو د نورو دولتي خدماتو تر څنګ د الکترونيکي تذکرو بیې هم لوړې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب