امریکا د خلکو کیسه
د ګل جان صابر ژباړه
یو امریکایي قسمت نووي لندن ( نوي لندن) ته را وست. هغه د پسرلي په باراني ماښام کې دلته راغی او ویې غوښتل چې په رستورانت کې ځان تود کړي خو په رستورانت کې د تودو بخاریو څنګ ته د یوه تن د کېناستو ځای هم نه و. د پسرلي په ساړه ماښام کې باید هم همداسې وي. د هېچا په خیال کې هم دا نه را ګرزېدل چې راغلي سړي ته خپل ځای پرېږدي او یا هم ټول لږ سره نږدې شي چې هغه ته د کېناستو ځای پیدا شي. تفصیل