په خورا درنښت د ټولې نړۍ هغو مشرانو او خواخوږو ته لیکم چې د انسانی، حقوقی، حیوانی او تعلیمی برخو فعالان، مشران او خواخوږي دي په یوویشتمه پیړۍ کې د ځوریدلي افغان ملت او په ځانګړي ډول د هغو افغان نجونو چې له تعلیم او ژوند څخه لري شوی، د دې عصر د پرمختګ څخه لري شوي او له یوې ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي، او د راتلونګې لپاره هیڅ هیله ورته پاتې نه ده، په هلکه فکر، تحرک او منسجم په یووالی سره غږ جګ کړي، د ځان او خپلې راتلونکې په ځای دې د ټولو په هکله فکر وکړي او که داسی نه کیږی، نو په یاد یې ولري چې په نړیوال ډګر به په راتلونکو کلونو او لسیزو کې همدا افعانې پیغلې تر هرچا وروسته پاتې وي، او په خپل تاریخ، او مشرانو او دي ټولو فعالانو نفرین او زړه تورنې وي.
همدا اوس او همدا نن په ټولو مشرانو، او خواخوږو غږ کوم چې په خپل تاریخ، کشرانو او د دوي او خپلو راتلونکو غور او رحم وکړي او دا د تاریخ په تورو څپو کې د نورو مشرانو او دولتونو په څیر مه لیکې چې په افغانې ځوریدلې خور، لور او کشرې داسي ظلم، جبر کیده او تاسي ورته پټه خوله ناست وي.
دا به بیا په دې ډول هم ولیکل شي چې تاسې افغانستان د خپلو ځانګړو ګټو به موخه استعمال کړ، بیا به تاسي نړیوالې پیغلې ویني او د خپلو خویندو، لوڼو او ښځو سره به یې توپیر ګوري، نړیوالې به په هر ډګر ځلیږی او پر مونږ به د غم تور څادر خپور وي.
د ټولنیزو شبکو فعالین ټول یاستي خو دا بس نده، په عمل کې یې څرګنده کړي، د حقایقو میدان ته سر را ښکاره کړي، په ځپلو خویندو د رحم څادر وغوړوي، د تعلیم او ښه ژوند لپاره یې مبارزه وکړي.
دا شرم به تاسي ته در په غاړه وي، همداسي به بیا هم در په در او خاورې په سر یې،
غږ کوم چې باسواده ټولنه د یوې با سوادې خور او لور د شتون څخه جوړیږي او که مو خپله راتلونکې روښانه غواړي نو د ځپلو خویندو د حقوقو او د تعلیم په ډګر کې ورته د اسانتیاوو برابرولو او د ښوونځيو، کار او ژوند لپاره دروازې پرانیزی.
ستاسي هوډ او خوځښت کولي شي د یوې معصومې ژوند او راتلونکې وژغوری، زه په هیڅ ډول ځان او خپل نفس ته ډاډ نشم ورکولي چې د نړۍ په دې پرمختللې پيړۍ کې دې یوه ډله را ولاړه شي او د افغان پیغلو مخه دې ډب کړي او د ټولو حقوقو چې تعلیم، کار او ژوند ده محرومې کړي، ښځه دې اوس هم ناقص العقله وبلل شي، ښځه دې اوس هم د یو کور په چارو کې د فیصلو او نظر ورکولو څخه محرومې وي، ښځې دې د کار او ژوند څځه محرومې وي او تل دې د یوه انسان (نر) که ښه وي، که بد وی، که باسواده یا بې سواده وی، که پوډری یا چرسی وي که په هر فعل ککړ وي، خدمت کوونکې شي او هغه سړی دی بیا په همدې ښځه چې ژوند پيژني، تعلیم لري، هوښیاره ده، د خپل ژوند ښې فیصلې کولي شي، په دین او شرعی احکامو پوه ده، واکداري وکړي، مشري وکړي.
د افغان ملت مشره، د افغان ملت رهبره، د افغان ملت واکداره، د افغان ملت ټیکه داره، ته خبر یې که نه یې خبر، ته ویښ یې که ویده، ستا خور او لور بې سواده شوه، ستا خور او لور بیا د جهل تورو تیارو ته غورځول کیږی، بیا یې په سر د جهل څادر غوړول کیږي، بیا یې د پیسو او څارویو په بدل کې خرڅول غواړي.
ای مشره؛
تا خو به د نړۍ د برابرښت، د ښځو د حقوقو، د تعلیم او د راتلونکې خبرې کولي، نن خو ته ورک یې، ته خو لاړي او د نړۍ په پرمختللی ښارونو کې میشت شوي، خو افغان ښځې مو څه په تورو تیارو کې پريښودلې، ښوونځي یې بند شول، کار او هنر ته یې نه پریږدې، بیا یې ناقص العقله کړلي، بیا یې ولور او د خرڅ، پلور بازار ګرم شو، خو ته شاید ناخبره یې، ته شاید ویده یې، ته شاید ډاریږي او که خبر یې نو بیا راشه، حرکت وکړه، ددوي دفاع وکړه.
واکداره؛
ستا د ښځو د حقوقو، د جینکیو د ښوونځيو، د برابرښت نعرې اوس څرګنده شولی او غږ کوم چې په ټولنه کې برابرښت او د ښځو د ژوند او حقوقو غوښتنه یې حق ده او ور یې کړي کنه همداسي به ورک یې لکه څنګه چې ورک شوي، او د تیرو تورو تاریخونو په ډول به ستاسی پیړۍ هم په تورو کرښو لیکل کیږی او په سرو کرښو به یې بدرګه کیږی، هیڅ نظام او واکدار د تل لپاره نده پاتې شوي، خو تاسي د افغان ښځو سره جفا او د ظلم تورو تیارو ته یې ور غورځوي.