شنبه, سپتمبر 28, 2024
Homeخبرونهپه کابل او ننګرهار کې ۴ پاکستاني محصلان بې درکه شوي

په کابل او ننګرهار کې ۴ پاکستاني محصلان بې درکه شوي

تاند (جمعه، د سرطان ۲۴ مه) پاکستاني رسنۍ وايي، د دغه هیواد څلور محصلان د اختر په لومړۍ ورځ په کابل کې بې درکه شوي دي.

دا څلور محصلان د کابل په دوو جلا پوهنتونونو کې په زده کړو بوخت وو.

څینې سرچینې وايي چې د بې درکه شویو له منځه دوه تنه د ننګرهار پوهنتون او دوه د کابل د طبي پوهنتون محصلان وو.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د پاکستاني محصلانو د بې درکه کېدو کومه پېښه نه ده شوې.

د راپور له مخې، د پاکستان د بشري سرچینو وزیر ساجد توري په دې اړه د طالبانو د حکومت له باندنیو چارو وزارت او نورو چارواکو سره تماس نیولی دی.

ښاغلي نوري ویلي چې پاکستان د بې درکه شویو محصلانو د ژوند په اړه سخته اندېښنه لري او د هغو میندو او پلرونو ته یې ډاډ ورکړی چې زامن به یې ژر وموندل شي.

1 COMMENT

  1. کیدای شي تاند ته هم دا مالومات وي چې په کابل کې د خوشحال خان بابا په لیسه همدارنکه د کابل او ننګرهار په پوهنتونونو کې د ډیر پخوا وختونو څخه قبایلي زدهکونکي او محصلین درسونه لولي چې تاسو اوس ورته د پاکستاني محصلینو کلمه کارولي چې دغه پر ځای کلمه نه ده، هیله ده دغه کلمه اصلاح کړی او په راتلونکي کې ورڅخه ډډه وکړی يوازې د قبایلي کلمه وکاروی۔
    اوس به راشم د دغه محصلینو نادرکی ته دغه کار حتماً پاکستاني استخبراتو ای اس ای کړی تر څو د قبایلي محصلینو مخه ونیسي همدارنګه د قبایلو رابطه د کابل سره قطع کړي۔

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب