Homeخبرونهپاکستان د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ لخوا د خپل پوځي افسر وژل...

پاکستان د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ لخوا د خپل پوځي افسر وژل تایید کړل

تاند( جمعه ، د سرطان ۲۴ ) ‏‏‏د پاکستان پوځ تایید کړه، چې د بلوچستان د ازادي غوښتونکي پوځ په لاس د خپل یوه پوځي افسر وژل کیدل تایید کړل‌.

د پاکستان پوځ ویلي، چې نوموړی د بلوڅ آزادي غوښتونکي پوځ له لوري لومړی تښتول شوی او بيا په ډزو وژل شوی دی.

د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ له لوري ويل شوي، چې د لایق بیګ میرزا په نوم وژل شوی دغه پوځي يې له تښتولو وروسته د خپلې پوځي محکمې په امر اعدام کړی دی.

پاکستاني چارواکو ویلي، چې دغه پوځي افسر د تېرې سې شنبې په ورځ د بلوچستان ایالت له کوټې ښار څخه تښتول شوی و.

د پاکستان تر ولکې لاندې د بلوچستان ايالت ازادي غوښتونکي له څو لسیزو راهیسې د پاکستان د پنجابي استبداد او حاکمانو خلاف وسله واله مبارزه کوي.

دوی په وروستيو کې خپلې مبارزې تر پخوا لا چټکې کړي، چې د پاکستاني استبداد د مخالفانو له هرکلي سره مخامخ شوي دي.

څه موده مخکې د بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ اړوند يوې مېرمنې، چې د دوکتورا تر کچې ېې زده کړې کړې وې، د پاکستان په یوه پوهنتون کې د څو چینایي استادانو پر موټر ځانمرګی برید وکړ او ویې وژل.

د دغه برید هدف د چینایي کمپنيو له لوري د بلوچستان له کانونو پراخه استفاده او بلوچانو ته ېې د ګټې نه رسیدل ښودل شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...