زبیر افغان
د ځینو کسانو د ادعا له مخې چې د انسان پيدايښت پر فطریت(دین) کېږي، خو چاپېریال هغه له دین څخه منحرف کړي، نو یوه او بله ناسمه لار واخلي، یوه بله ادعا بیا د ضمېر کېږي، انسان ضمیر لري چې هغه پر ښو انسان ور هڅوي او پر بدو يې ملامتوي.
زما په نظر دغه دواړې ادعاوې بې بنسټه دي، نه انسان فطرت لري او نه ضمیر، دا سمه ده چې انسان په فزیکي لحاظ لکه حیوانات د ځینو خاصو قوانینو تابع دی، له هغو نه شي وتلای، خوراک يې طبیعي غوښتنه ده، څښاک همداسې، خوږ و درد همداسې، خوشالي او خپګان هم، اما د دین په اړه انسان له پيدايښته هيڅ نه لري، خاص دین نه لري، که په فطري لحاظ دین ورته خوښېدای، بیا نو د الله دین تر بل هر دین ورته مناسب و، مګر د الهي دین پرېکړه داده چې انسان د دین منلو او ردولو په اړه خپله واک لري، الله پر هيڅ انسان دین نه تحمیلوي، انسان باید دین د پوهاوي له مخې ومني(يوسف: 108)، هسې میراثي تدین معنا نه لري، هر څوک باید په دلیل او منطق دین ته راشي(الاسراء: ۳۶)، یوه مفکوره چې پر استدلال ولاړه نه وي، هغه قران کریم د غڼې جال بللې ده(العنکبوت: ۴۱) چې هر باد يې د نړولو توان لري، که انسان پر یوه خاص فطرت پيدا کېدلای، نو بیا د دومره ادیانو پيروان څنګه کېدلای شي؟ ولې دومره ګڼې مفکورې موجودې دي؟ ولې خلک پر هغه دین نه سره را ټولېږي چې هغه يې فطرت دی؟ دلته د قران کریم له یوه ایت څخه هم خلکو ناسم فکر اخیستی دی: {فِطْرَتَ اللَّهِ الَّتِي فَطَرَ النَّاسَ عَلَيْهَا لَا تَبْدِيلَ لِخَلْقِ اللَّهِ} [الروم: ۳۰]
ژباړه: انسان د هغو الهي قوانینو سره سم پيدا کېږي چې طبیعت يې پر پيدا کړی، د الهي تخلیق سنت هيڅ تبدیلي نه قبلوي.
دلته خلک فکر کوي چې انسان د دین په اړه پر یوه خاص فطرت پيدا کېږي چې که هغه ټولنه بې لارې نه کړي، نو هغه به حتمن الهي دین ومني، اما دلته له دین سره تړلې خبره نه کوي، په طبیعت کې شته قوانین دلته په فطرت نومول شوي دي، انسان په فزیکي لحاظ د همدې قوانینو تابع دی، د کایناتو د هر شي په شان د انسان پيدايښت هم دغه ډول کېږي، له دې مخالفت نه شي کولای، بیا وايي چې الهي تخلیق تبدیلي نه مني، نو که تبدیلي نه مني انسان بیا څنګه د ګڼو ادیانو پيروي کوي؟ او که انسان پر یوه خاص دین پيدا کېږي، نو انسان ولې هغه دین یو مخیز نه مني؟ له دې جوتېږي چې نه انسان پر یوه خاص دین پيدا کېږي او نه له فطرت څخه دین هدف دی.
د ضمیر خبره هم بې معنا ده؛ که انسان پر بدو کارو ضمیر ملامتولای، نو ولې په نړۍ کې تر ښو بد کارونه زیات دي؟ په یوه ټولنه کې د سیکانو دین دی، هغوی ولې ټول عمر همدا دین عملي کوي، ضمیر يې نه ملامتوي؟ بل بیا هندو دی، بل عیسوي دي، بل مجوسي دی، بل بې دینه دی، په دنیا کې خو به د الله یو دین، د دا نورو ادیانو پيروان ولې خپل ضمیر نه ګرموي؟ بل مثال: زموږ په ټولنه خلک ښځې په بدل یا موخۍ ور کوي، دا په اسلام کې یو ناروا عمل دی، په انسانیت کې یو بد جرم دی او قانوني جواز نه لري، مګر زموږ د ټولنې دغه وګړي ولې خپل ضمیر نه ملامتوي؟ له یوه داعشي تاسو پوښتنه وکړئ چې تا پر خپل دې تخریبي کارونو ضمیر ملامتوي؟ برخلاف هغه وايي: خلک ولې ناست دي، هغوی دې ولاړ شي همدا زموږ په شان کارونه دې وکړي، هغوی ولې ضمیر نه ګرموي؟
اصلن یوه ټولنه چې کوم اخلاقي معیارونه لري، انسان له هغو سره سم تربیه شي، بیا چې د هماغو معیارونو سره سم عمل نه کوي، هغه په خپل لا شعور کې د دې کار ناسموالي ته ځای ور کړی وي، نو خپل ځان ګرموي، که نه په هره ټولنه کې دغه معیارونه سره بېل دي، هر څوک د خپلې ټولنې له کلتوري، اخلاقي، دیني او قانوني اصولو سره سم تریبه شوي دي، نو له هغو مخالفت يې د ملامتیا باعث کېږي چې خلک فکر کوي انسان ضمیر لري او هغه يې پر ښو ستايي او پر بدو يې غندي. دا هسې زموږ یوه غلط فهمي ده په حقیقت کې هيڅ شی هم نه شته.
یو سیک د غوښې پر خوراک خپل ضمیر ګرموي، مګر مسلمان که د پسه غوښه خوري، بیا يې نه ګرموي، دا ضمیر ولې له یوه انسانه تر بل توپير کوي؟ له دې معلومېږي په انسان کې د خالق له لوري هیڅ شی نه دی نصب شوی چې هغه يې دحق او باطل پرېکړه وکړه، د هغه په وسیله دی سمه لار ومومي، انسان ته په دې لړ کې عقل ور کول شوی او هغه وړتیا چې د ښه او بد کار جوګه کوي يې، د لا هدایت لپاره يې انبیاء او کتابونه ورته را لېږلي دي او د هماغو په وسیله يې هدف ته متوجې کوي.
هیله ده په دې اړه خبره روښانه شوې وي، نو ثابته شوه چې انسان دې نړۍ ته داسې راځي چې د خپل خیر او شر په شیانو نه پوهېږي، موږ وینو چې یو ماشوم خاورې هم خوري، په ګرمو اوبو کې لاس اچوي، اور ته ځان ور غورځوي، یخ ته وزي، ګرمي ته ځي، ناپاکه خواړه خولې ته وړي او د خپل خیر او شر په هيڅ نه پوهېږي، کورنۍ او چاپېریال هغه ته دا ور زده کوي چې کوم شیان باید وخوري، ګټه ورنه واخلي او له کومو شیانو ځان وساتي چې د هغه فزیکي وجود ته زیان ونه رسوي، اما بالمقابل بیا د حیواناتو پيدايښت له پيله داسې کېږي چې د زمري زوی کله هم واښه نه خوري او د اوزې بچی بیا کله هم غوښې نه خوري، هر یوه ته دا معلومه ده چې کوم شیان يې د جبلت تقاضا ده: {قَالَ رَبُّنَا الَّذِي أَعْطَى كُلَّ شَيْءٍ خَلْقَهُ ثُمَّ هَدَى} [طه: 50]
وې ویل: زموږ رب هغه دی چې هر شی يې پيدا کړی، بیا يې ورته د ژوند لار ښودلې.
د انسان تخلیق پر یوه خاصه مفکوره نه کېږي، هغه لکه د طبیعي ژوند لپاره چې لارښوونو ته اړتیا لري، دغه ډول د اجتماعي ژوند لپاره هم هدایت ته اړ دی، اوس پوښتنه داده چې ایا انسان په خپل عقل د خپلو ستونزو حل کولای شي که یوې بلې مرجع ته اړتیا ده چې د هغه ستونزې د هغې مرجع له هدایت سره سمې حل کړي؟
د دین او بې دینۍ انتخاب حیاتي ارزښت لري، د هر فکر له خپلولو سره د انسان په ژوند کې یو انقلاب پيدا کېږي، نو دا لازمي ده چې انسان په خپل ژوند کې د دې دواړو لارو په اړه له هر ډول تعصب، کینې، د چاپېریال او پخوانۍ عقیدې و مفکورې له اغېزو پرته فکر وکړي، له دې مسلې سره سرسري چلند د کمعقلۍ نښه ده، یا دا چې انسان کله په یوه شي پوه نه شي، نو له هغه انکار وکړي، دا يې د تلوار علامه ده، موږ په خپل ژوند کې ډېر شیان استعمالوو، ګټې ورڅخه اخلو، خو په حقیقت يې نه پوهېږو، ټیلفون، کمپيوټر، برق، طیاره او دې ته ورته په زرګونو نور، څوک پوهېږي چې دغه زما په لاس کې ټلیفون څنګه جوړ شوی دی؟ په دې خو یوازې کمه فیصدي کسانو پوهېږي، مګر نور يې له حقیقته انکار نه کوي، بلکې ګټه ور څخه اخلي، نو په دې مسله کې هم باید د خپل جهالت په نتیجه پرېکړه ونه کړو، هره خوا چې انتخابوو باید پر دلایلو ولاړه وي، زه دلته هڅه کوم چې په دې اړه تر ممکنه بریده دواړه دلایل راوړم، هڅه مې داده چې هيڅ ډول تعصب پکې ونه کړم، دا چې زه مسلمان یم، پر خدای او دین يې باور لرم، طبیعي خبره ده چې زه به د لادینت لپاره د راوړو دلایلو ځواب ور کوم، زما په نظر به قناعت بخشه هم وي، که زما زړه پرې اوبه ونه څښي، نو بیا زه ولې مسلمان یم او ولې پر دې دین ایمان لرم؟ نور بیا
زبیر افغانصاحب سلامونه او ښې هیلې
تاسو محترم ښو موضوعاتو ته اشاره کړې او دا سمه ده چې انسان د دواړو لارو په سر ولاړ دی. خو د فطرت او ضمیر یا وجدان خبره مو سمه نه بلکه له قرآن، حدیث او د ټولو اسلامي علماوو له اجتهاد اوًاجماع سره په ټکر کې ده. د انسان خلقت د ملایکو خلاف داسې دی چې که دوه اړخه لري. یو یې فطرت، د فطرت په بنسټ ولاړ ضمیر، عقل، حواس او وحیې او د پیغمبرانو استول دي. بله خوا زموږ نفس، شهواني قوه، قدرت او شهرت غوښتنه او د شیطان وسوسې دي. موږ چې کومه لاره غوره کوو نتیجه او حاصل یې ګورو. خو الله پاک د مهربانۍ له مخې موږ ته زیاتې نښې نښانې په افاق او انفس کې راښيي چې را رسره مرسته وکړي هدایت شو.
مهرباني وکړی د اسلامي جیدو علماوو نظر د قرآن او سنت په رڼا کې د فطرت په اړه بیا و ارزوی.
که تاسو ځان خپله مجتهد بولی او خپله یوازې د قرآن په اساس اجتهاد کوی او که احادیث او د اسلام د مفسرینو او مجتهدینو خبرې هم په نطر کې نیسی په دواړو حالاتو کې د فطره مسله شته او مرکزی حیثیت لري.
دا چې انسان الله تعالی د اسلام په فطرت پیدا کړی معنی یې داده چې په ذات کې یې دین ته میلان شته، الله تعالی د ټولو انسانانو له ارواحو اعتراف اخیستی چې الله تعالی د خپل رب په توګه مني، بیایې زموږ له ذهنه دا خبره ایستلې ده، خو معنی یې جبري نه ده، هیله ده تاسو محترم ومنی چې هر عادي انسان په طبیعی توګه د خیر، فلاح، عدالت، انسان دوستۍ او خدای پرستۍ تمایلات لري، انسان مختار دی چې کومه لاره غوره کوي خو فطرت یې ورسره یو څه مرسته کوي که و غواړي.
تاسو د « کل مولود یولد علی فطره الاسلام ثم ابواه ….» تاسو د هغه آیت په هکله څه وایاست چې الله تعالی فرمایي: الست بربکم …».
http://quran.ksu.edu.sa/tafseer/katheer/sura7-aya172.html
په پورته د ابن کثیر څخه د هغه آیت شریف معنی او مفهوم رانقل شوی چې د فطرت او زموږ له ارواحو د تعهد اخیستلو مسله ښیي. دا نور ګنل نصوص شته چې د فطرت مسله باندې تاکید کوي.