یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهشپږ ایراني پوله ساتي افغانستان ته له اوښتو وروسته نیول شوي

شپږ ایراني پوله ساتي افغانستان ته له اوښتو وروسته نیول شوي

تاند (پنجشنبه، د ثور ۶ مه) ایراني رسنۍ وايي چې د دغه هیواد ۶ پوله ساتي د افغانستان فراه ولایت ته په غیرقانوني ډول تر اوښتو وروسته د طالبانو له خوا نیول شوي دي.

راپورونه وايي چې دا ایراني پوځیان نن (پنجشنبې)د فراه په شېخ ابونصر فراهي بندر کې د افغانستان خاورې ته اوښتي وو. طالبانو دا ایراني پوبه ساتي  په فراه کې له نیولو وروسته یوې پوځي اډې ته بیولي دي.

سرچینو ویلي چې د ایران دغه شپږ پوله ساتي لا هم د طالبانو په بند کې دي او د برخلیک په باب یې معلومات نه شته.

 ایراني چارواکو د دې موضوع په باب رسماً څه نه دي ویلي، خو په فراه ولایت کې د طالبانو ځینو سرچینو تایید کړې چې شپږ ایراني پوله ساتي یې د افغانستان خاورې ته له اوښتو وروسته نیولي دي.

یوه میاشت پخوا هم یو ایرانی چې په غیرقانوني ډول د افغانستان خاورې ته داخل شوی و، د هرات په اسلام کلا کې نیول شوی و چې وروسته بېرته ایران ته وسپارل شو.

تراوسه پورې د افغانستان خاورې ته د ۶ ایراني پوله ساتو د راوښتو دلیل څرګند نه دی خو ګومان کېږي چې سهواً به د افغانستان خاورې ته داخل شوي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب