یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد پاکستاني استازي ادعا؛ زموږ خلاف بریدونو کې افغان وګړي هم لاس...

د پاکستاني استازي ادعا؛ زموږ خلاف بریدونو کې افغان وګړي هم لاس لري

تاند: ( ۵ شنبه، د ثور ۶ مه)د  افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی، اصف علي دراني ادعا لري چې د دغه هېواد په نا امنیو کې افغان وګړي هم لاس لري.

نوموړي په اسلام اباد کې یوې غونډې ته د خبرو پر وخت وویل: « په پاکستان کې د پاکستاني طالبانو بریدونه په داسې حال کې زیات شوي چې د دغو بریدونو د ترسره کیدو لپاره د افغانستان له خاورې ګټنه د پاکستان لپاره یوه جدي اندېښنه ده، زموږ لپاره یوه بله د اندېښنې وړ مسله په دغو بریدونو کې د افغان وګړو ګډون دی.«

پاکستاني استازي نه ده روښانه کړې، چې په مشخص ډول افغان وګړي د پاکستان په کومو بریدونو کې لاس لري او پاکستان یې په اړه څه ډول اسناد لري؟

پاکستان تر دې مخکې هم ورته ادعاوې کړي، خو په افغانستان کې د طالبانو واکمن رژیم یې ادعاوې تل بې اساسه ګڼلي او ویلي، چې پاکستان دې خپل امنیت په خپله تامین او د داسې ادعاوو په اړه مستند اسناد وړاندې کړي.

د پاکستاني استازي څرګندونې په داسې حال کې دي، چې نن د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر ملا امیر خان متقي د افغانستان ۳ ګاونډي هېوادونه د داعش ډلې په ملاتړ او پلوۍ تورن کړل.

هغه د پاکستان یادونه ونه کړه، خو د طالبانو نورو سرچینو پاکستان او تاجکستان د داعش له مهمو ملاتړو ګڼلی.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب