یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهپر ښځینه زندانیانو د جنسي تېري ادعا ته د جوزجان د چارواکو...

پر ښځینه زندانیانو د جنسي تېري ادعا ته د جوزجان د چارواکو غبرګون

تاند: ( ۵ شنبه، د ثور ۶ مه) د طالبانو د رژیم چارواکو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هغه راپور رد کړ، چې وایي د طالبانو تر واک لاندې زندانونو او له هغې ډلې په جوزجان کې د طالبانو چارواکو پر ښځینه زندانیانو جنسي تېری شوی.

د دغه راپور په یوه برخه کې راغلي چې په جوزجان، فاریاب او سمنګان کې له ۹۰ بندیانو څخه ۱۶ ښځې د طالبانو له خوا تر جنسي تیري وروسته مېندوارې شوې دي.

د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس د جوزجان د یو شمېر ښځینه زندانیانو له قوله ادعا کړې، چې زندان کې ورسره د چارواکو له لوري ښه چلند کیږي او له هېڅ ډول فشار سره مخ نه دي.

باختر اژانس د یوې زنداني مېرمنې له قوله ادعا کړې، چې د زندان د ښځينه برخې چارواکې ټولې ښځينه دي او هېڅ نارینه حق نه لري دغې برخې ته ورشي.

ورته وخت کې د جوزجان د اطلاعاتو او کلتور لپاره د طالبانو رییس مولوي سیف الدین معتصم باختر ته ویلي، چې زندان کې د ټولو زندانیانو حقوق خوندي دي او امنیتي ځواکونه هڅه کوي د ټولو زندانیانو امنیت ته پام وکړي.

نوموړي له ښځینه زندانیانو سره د ناوړه چلند په اړه راپورونه بې بنسټه او له حقیقت څخه لرې بللي.

 د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یاد شوي راپور له خپرېدو وروسته، د طالبانو په زندانونو کې د ښځینه بندیانو د وضعیت په اړه اندېښنې او نیوکې زیاتې شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب