یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهملا متقي درې ګاونډي هېوادونه د داعش په ملاتړ تورن کړل

ملا متقي درې ګاونډي هېوادونه د داعش په ملاتړ تورن کړل

تاند: ( ۵ شنبه، د ثور ۶ مه) د طالبانو د رژیم د بهرنیو چارو وزیر ملا امیرخان متقي نن د افغانستان ۳ ګاونډي هېوادونه د داعش ډلې په ملاتړ تورن کړل.

هغه په کابل کې د افغان- قزاق نړیوال نندارتون پرانیست غونډه کې د خبرو وپر مهال وویل:« زموږ په یوه ګاونډي هیواد کي داعش ته بشري ځواک تیاریږي، د بل ګاونډي هیواد څخه را تیریږي او په بل ګاونډي هیواد کي یې د پلان جوړوني او تمویل مراکز دي.«

طالب وزیر روښانه نه کړه، چې له دغو هېوادونو څخه یې موخه کوم هېوادونه دي؟

تر دې مخکې یو شمېر طالب سرچینو د دغو هېوادونو له ډلې پاکستان په ضمني ډول د داعش په تمویل او افغانستان ته یې په استولو تورن کړی و.

د دې ترڅنګ وخت پر وخت تاجکستان ته هم د طالبانو لخوا د داعش د ملاتړ ګوته نیول شوې، خو د درېیم تورن هېواد په اړه معلومات نشته.

د افغانستان یو شمېر ګاونډي هېوادونه، امریکا او د ملګرو ملتونو په ګډون ځینې نړیوال سازمانونه بیا وخت پر وخت په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور او فعالیت د پراختیا ادعا کوي، چې طالب چارواکي یې ردوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په خپله نننۍ وینا کې ویلي، چې په افغانستان کې د دوی د بیا واکمنۍ پر مهال د ډېرو نا امنیو ریښې له افغانستانه د باندې وې او بریدګر له نورو هېوادونو ورته راغلي.

8 COMMENTS

  1. د یوی بلی ویرانوونکی لوبی د پیل ویره هم د احساس وړ ده، هغه دا چی:
    نن سبا په غزه کی د پلیدو صهیونسټانو د ظالمانه کړنو د غندنی په سنګر کی ټول آزاده بشریت ( مسلمان او غیر مسلمان – البته د عربی خلیج حرامی حُکام او اکثره اوسیدونکی خو دا ګړی نه مسلمانان دی نه غیر مسلمانان او فقط د یهودو نوکران دی ) سره را غونډ سوی دی او د فلسطین خصوصاً د غزې د خلګو د دفاع پخاطر ئې پر عبری رژیم فشارونه زیاد کړی دی.
    نو
    خبره دا ده چی د یهودو پټو دوستانو او مزدورانو ( داعش ) ته ماموریت ور کړه سوی دی چی پخپله تبلیغاتی سُرنا کی جار ووهی چی داعش به د یهودو او مسیحیانو پر مرکزونو حملی پیل کړی.
    ددی سُرنا د ږغیدو څخه هدف دا دی چی د غربی نړی د آزاده او عدالت غوښتونکو ځوانانو د عدالت غوښتنی احساساتو او روحیاتو ته زیان ور سوی او د هغوی د فلسطین د غمیزی سره د پیوستون کاروان منحرف کاندی او له بلی خوا په اشغالی فلسطین کی د یهودو د معکوس مهاجرت مخه ونیسی ( ویل کیږی چی نن سبا اکثره مهاجر یهود د اشغالی فلسطین څخه د مهاجرت په لټه کی دی ځکه هلته سیاسی – اجتماعی – اقتصادی وضعیت مخ پر خرابیدو دی ).

  2. MOTAQI SAHIB ONLY PAKISTAN IS NUMBER ONE SAPORTER OF ISIS. FINANCIAL SAPORTER IS SAUDIA ARABI MBS IS AGENT OF AMERICA AND ISRAEL.
    AMERICA/ISRAEL AND MOHMD BEN SALMAN AND EMARAT TOO.

    I THINK MOTAQI IS ONE HONEST REPRESENTATIVE OF PAKISTAN
    ISRAEL&PAKISTAN TWO ESTABLISHMENT BASICALLY FIND BY BRITISH AND THEN GO TO THE HAND OF AMERICA
    PALASTIN FIGHT AGAINST ISRAEL.BUT AFGHANS ARE SLEEPY ONE AGAINST OTHER SOME SOLDOUT HONEST TO PAKISTAN,I AM SORRY FOR THIS SOLDOUT AFGHANS.
    AFGHANS MUST BECOME UNITED AND FIGHT AGAINST PAKISTAN ADMINISTRATION

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب