یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهد ترکیې پولیسو تر زرو ډېر افغان او پاکستاني پناه غوښتونکي نیولي

د ترکیې پولیسو تر زرو ډېر افغان او پاکستاني پناه غوښتونکي نیولي

تاند (پنجشنبه، د ثور ۶ مه) د ترکیې رسنیو راپور ورکړ چې د دغه هیواد پولیسو په یوه میاشت کې تر ۱۰۰۰ ډېر افغان او پاکستاني پناه غوښتونکي نیولي دي.

د انادولو خبري اژانس د راپور له مخې، د ۱۰۹۶ نیول شویو پناه غوښتونکو اکثره په ادیرنه ولایت کې نیول شوي چې د ترکیې په شمال لوېدیځ کې دی.

د ترکیې حکومت د غیرقانوني کډوالو د موندلو او نیولو لپاره په وروستیو کې په لارو کې د تلاشۍ پوستې زیاتې کړي دي.

د دغه هیواد د کورنیو چارو وزیر په وروستیو کې وویل چې د خپل هیواد په ۳۰ ښارونو کې یې د ګڼو پوستو د جوړولو ترڅنګ د تلاشۍ سیار یا ګرځنده ټیمونه هم زیات کړي دي.

اکثره افغان، پاکستان، عراقي او ایراني پناه غوښتونکي له ترکیې څخه اروپا ته د ټوپ د تختې په توګه کار اخلي.

دوی په ترکیه کې د قاچاقبرو له لوري په بیړیو کې یونان او نورو اروپايي هیوادونو ته لېږدول کېږي.

ترکیې په وروستیو څو کلونو کې سلګونه افغان کډوال له نیولو وروسته افغانستان ته راستولي دي.

1 COMMENT

  1. دغه پاکستانیان چې اروپا ته راورسېږي نو سملاسي ځان افغان معرفي کړي او په جعلي او تقلبي افغان پاسپورتونو او نورو اسنادو په اروپا کي د افغان په نوم پناه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب