جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهترکمنستان هرات ته ۳ ښځینه ډاکټرانې لیږلي

ترکمنستان هرات ته ۳ ښځینه ډاکټرانې لیږلي

تاند:( چار شنبه ، د غویي ۲۷ )  د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت د بشري مرستو په دوام د افغانستان هرات ولایت د تورغونډۍ ولادي روغتون ته د درېیو ښځینه ډاکټرانو د استولو اعلان وکړ.

سرچینې ویلي، د روانې میاشتې تر پایه به درې ښځینه ډاکټرانې یې د هرات په تورغونډۍ روغتون کې روغتیايي خدمات وړاندې کړي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت دا هم ویلي، چې د مۍ په ۱۳مه یې د یوه بشري اقدام په ترڅ کې د تور غونډۍ ولادي روغتون ترمیم کړ او طبي مرکز ته یې د تجهیزاتو او درملو مرسته وکړه .

ترکمنستان زیاتوي، چې په افغانستان کې به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د غونډۍ زېږنتون روغتون د ترکمنستان سره په پوله د هرات ولایت په کشک ښار کې موقعیت لري، چې د ۲۰۱۵ کال د جون په ۱۶ د عشق آباد د بشري مرستو په همکارۍ جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

طالبانو له بیا واکمنیدو سره په افغانستان کې نجونو ته د ښوونځیو له شپږم ټولګي پورته د زده کړو اجازه نه ده ورکړې.

دوی دغه راز پر ښځینه کارکوونکو د کار بندیز لګولی او پر ښځینه ډاکټرانو یې هم سخت قیودات لګولي، چې ویل کیږي له دې امله ډېرو ښځینه ډاکټرانو دندې پریښي یا نورو هېوادونو ته تللي.

1 COMMENT

  1. کوم ژوند او نظام چي طالبان یی د افغانانو د پاره غواړی په اوسنۍ نړۍ کی ممکن ندی باید د مغارو
    دور ته په کامل وحشت ، رجعت وکړی هغه هم ما قبل اسلام ته ۰
    ځکه دوی یعنی د پروژی قراردادیان خپلی کورنۍ ، افغانستان ته نه راولی ؛نو دلته حسب قرارداد یواځې جنګی طالبان روزل کیږی د ملا باقی او ملا ندیم ورانکاری همدا خیانت تاییدوی ؛ نور انسانی
    مایحتاج ته به ترکمنستان او نورو شفقت او ترحم ته به دا مومن ملت انتظار باسی ، که خدای نخواسته همداسی پاتی شی ،افغانستان به یواځنی ، فارم وی د جنګی موجوداتو د منطقی د نا کرارۍ او د اصحاب دولار د غوبل لپاره په منطقه کی؛ نور د آی اِس آی ټول فارمونه به دلته فعال وی
    او دا فارمونه د جهاد غلو او بقالانو او هغه جنرالانو ته مبارک شه چي څلویښت کاله یی د غلا د پاره ملت وواژه او ملک یی وران کړ ۰
    الا لعنت الله علی الکاذبین ۰ صدق الله العظیم و هو عزیز ذو انتقام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب