شنبه, نوومبر 23, 2024
Homeخبرونهامریکا: افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو څارونکي فعالیتونه زیاتوو

امریکا: افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو څارونکي فعالیتونه زیاتوو

تاند:( چار شنبه ، د غویي ۲۷ )  د امریکا د دفاع وزارت په افغانستان کې د عملیاتي پوښښ د ښه کولو لپاره د “دوامداره څارنې” په نوم د عملیاتو د پراخولو اعلان کړی.

د پنټاګون عمومي مفتش ویلي، چې دا عملیات د بې پيلوټه الوتکو په وسیله له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته پیل شوي دي.

د دغه پلان له مخې، په سیمه کې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو د ماموریت موده باید نوره هم اوږده شي.

ویل کیږي چې د دې عملیاتو موخه د داعش د خراسان څانګې په ګډون د «ترهګرو ډلو» د ګواښونو له منځه وړل دي، څو هغوی ونه شي کولای له افغانستان څخه د امریکايي اهدافو د بریدونو لپاره د خوندي پټنځای په توګه کار واخلي.

د پنټاګون د وروستي راپور له مخې، د روان کال له پیل راهیسې، د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مایکل کوریلا په افغانستان کې د خپلو استخباراتي څارونو د تشو پر ډکولو تمرکز کړی دی.

هغه وویل چې د امریکا دفاع وزارت نه شي کولای چې له افغانستان څخه د احتمالي تروریستي ګواښونو بشپړ جریان وڅاري.

جنرال مایکل کوریلا د مارچ په میاشت کې د سنا د وسله والو ځواکونو په غونډه کې خبرې وکړې وویل: «د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته د القاعدې او داعش خراسان څانګې د تحلیلي او استخباراتي سرچینو او څارنې کچه راټیټه شوه. په داسې حال کې چې زموږ پر ضد د برید پلانونه لا هم موجود دي.»

په افغانستان کې د طالبانو حاکم رژیم په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا اعلان په داسې مهال شوی، چې تېره اونۍ د قطر لومړی وزیر کندهار ته د خپلو استخباراتو له مشر سره یو ځای سفر وکړ او د طالبانو له رئیس الوزرا ملا حسن اخوند سره یې ولیدل.

شنونکي باور لري، چې په دې سفر کې قطر د طالبانو او امریکا د ارتباطي هېواد او د امریکا د ځانګړي متحد په توګه، طالب مشرانو  ته مهم امریکایي پيغامونه انتقال کړي.

طالبانو مخکې، د امریکا د بې پيلوټه الوتکو پر څارونکو عملیاتو نیوکې کړې وې او د افغانستان د هوایي حریم نقض یې بللی و.

1 COMMENT

  1. د جمهوریت په وخت کې هم امریکایان د افغانستان په خاوره او هوا مسلط وو او نن هم د پنجاب له لاري په غیر مستقیم ډول.
    د جمهوریت مشران هم خاینین او جاسوسان وو او هیبتې او حقاني ځناور هم.
    زه نه پوهیږم چې امریکا له داسې اوازو څه تر لاسه کول غواړي ، ځکه امریکا په منظم ډول د هوا له لاري افغانستان څاري. هر وخت یې چې زړه وغواړي ترصد کوي او هر کله چې وغواړی برید.
    هره اونۍ ٤٠ میلیونه ډالره د هیبتې او حقاني ځناورو د نس مړولو لپاره رالیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب