شنبه, مې 4, 2024
Homeمقالېځوریدلي سره يو شول | نصیب الله اڅکزی

ځوریدلي سره يو شول | نصیب الله اڅکزی

افغانستان د خپل جیوستراتیژیک او جیو اقتصادي اهمیت له امله له لسیزو راهیسې د بهرنیو یرغلګرو په شکنجه کې دی. دغو بهرنيو يرغلونو مدام د افغانستان د سوکالۍ په لار کي خنډونه پېښ کړي. باچا ظاهر شاه څوک چي نږدې څلور لسیزې په واک کې پاتې شو. کیدای شي موږ  د افغانستان د اقتصادي او نورو چارو په هکله د هغه له حکومت سره اختلاف ولرو. خو باید دا ومنو چې ظاھر شاه افغانستان متحد کړی و. کله چې په ۱۹۷۳ کال کې د ھغه باچاھي د داود خان له خوا ړنګه شوه نو هیواد د بې اتفاقۍ، اقتصادي ناتوانۍ، سیاسي بې ثباتۍ او وینو تویولو سره مخ شو او دغه شخول تر اوسه روان دې.

د کتاب‌ ځوریدلي سره يو شول لیکوال په دې ټکي رڼا اچولې ده چې په افغانستان کې تر سور انقلاب مخکې ښارونه اباد وو خو بل اړخ ته د هیواد په ټولو کلیو کې برښنا، انفراسټرکچر او نور سهولتونه نه وو.

د داوود خان له کودتا وروسته، څوک چې ۵ کاله په واک کې پاتې شو، د یوې بلې کودتا له لارې چې د ثور کودتا (سور انقلاب) بلل کېده، د افغانستان د خلکو د دموکراتیک ګوند (PDPA) په مشرۍ چې اصلي مشران یې نور محمد ترکی، ببرک کارمل، حفيظ الله امين او نور وو، د ھيواد واک په په لاس کې واخیست.

افغانستان د سور انقلاب چې په 1979 کې را منځ ته شو،  څو میاشتې وروسته د روسیې یرغل لاندي شو . ډاکټر لیاقت تابان په دې نظر دی چې د سور انقلاب د ناکامۍ لاملونه د هغه سخت فرمانونه وو د کوم له کبله چې د افغانستان خلک او ټولنه اموخته نه وو. په دغو فرمانونو کې ځینې د بزګرانو تر منځ د ځمکو ویش او د PDPA د ځینو مشرانو له خوا تر سره شوي ظلمونه شامل وو. لیکوال دا هم بیانوي چې ظلمونه کول د PDPA ګوند په منشور کې نه و. هغه زیاتوي چې انقلاب هغه وخت بریالی کیږي چې په ټولنه کې د پوھي او علم کچه لوړ وي.

ځوریدلي سره يو شول د هغو کړاوونو او سیاسي پرمختګونو پراخ توضیحات لري چې پر افغانستان د روسانو له یرغل وروسته رامنځ ته شول. دا هغه وخت و چې په میلیونونو افغانانو خپل کورونه، ځمکې او خپل کاروبار پریښود او اروپا ته مهاجر شول او زیاتره یې په پاکستان او ایران کې میشت شول. په دې کتاب کې ډاکټر لياقت تابان د روسانو د ظلمونو په حقله ليکي چې څنګه روسي ځواکونو پر ښارونو، کلیو او کورونو بمباري وکړه.

د کتاب ډیره برخه د هغو مهاجرینو په حالاتو باندې مفصله رڼا اچوي څوک چې په پاکستان کې اوسیدل. دا کتاب د افغان مهاجرینو په اړه د ډاکټر فضل رحیم مروت ليکل شوی کتاب (From Muhajir to Mujahid) مهاجر سه مجاهد وروسته یو ښه مستند کتاب دی.

د افغانستان تعلميافته وګړي په خاصه توګه افسران او فو ځيان چي کوم وخت د نړی په ګوټ ګوټ کې مهاجر شول نو د نوکرانو په توګه کار کولو ته اړ کړل شول. دوی د تعلیم او روغتیا اسانتیاوو په ترلاسه کولو کې له بېل بېل خنډونو سره مخامخ شول. ډاکټر لیاقت په خپل کتاب کې په تفصیل سره په دغو حالاتو باندې په تفصيل سره بحث کوي کوم چې د ده د ژوري مطالعي ګواھي ورکوي.

ځینې ​​خلک ادعا کوي چې په ه۱۹۹ لسيزه کې د طالبانو د رژیم پر وخت افغانستان د داخلي سوله و. تر یوې اندازې پورې دا ادعا وزن لري خو په ټولیز ډول چي موږ د سولې تعریف ه ګورو، نو دا نظر چي طالبانو امن راوستی و، نیمګړی دی. هغه طالب مشران چې په واک کې وو او هغه جاگیرداران چې د طالبانو ملاتړ یې کاوه د قانون سه مبرا وو.  يو بل تریخ حقیقت دا دی چې طالبانو ځانونه د پښتنو د نماينده په توګه وړاندې کړل دغه څيز د نورو قامونو په وړاندې کرکه پیدا کړل. په مزار شریف کې د هزاره ګانو د قتل عام مثال د طالبانو د ظلمونو یو وړوکی مثال دی چې په زرګونو کسان پکې ووژل شول. ډاکټر لیاقت تابان په حقه دا خبره کړې ده چې طالبانو د پښتنو کلتور تباه کړی دی. دوی په موسیقۍ بندیز ولګاوه، د نجونو زده کړه یې بندي کړې، د بامیانو مجسمې یې ویجاړې کړې او د دوی د ظلم په وجه ډیر پښتانه سندرغاړي وتښتېدل. ویل کیږي چې د طالبانو په وخت کي پښتو ژبې ترقي وکړه. دا ادعا هم وزن نه لري. د هغو مخالفانو لپاره چې پر طالبانو یې نیوکې کولې، د هغوی کتابونه ضبط کړل شول. د بېلګې په توګه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د مشهور پښتون ادبي شخصیت عبدالباري جھاني کتاب د سباوون په تمه باندې پابندي ولګېده. تاریخ دا ثابتوي چې هیڅ داسې شواهد نشته چې طالبانو دې پښتو کتابونه خپاره کړي وي، په څیړنو دې کار کړی وي او یا دې نړیوال پښتو سیمینارونه جوړ کړي وي. یوازې د پښتو د سرکاري ژبې په توګه منل د پښتني کلتور د ودې او پرمختيا لامل نه شي کېدای.

ځوریدلي سره يو شول په 1990 لسیزه کې د طالبانو د لومړي رژیم په اړه خبرې کوي چي څنګه طالبان په حکومت کي راغلل او بيا څنګه د دوی رژيم نسکور شو. طالبان څنګه وروزل شول؟ چا دوی سپانسر کړل؟ کومو نړیوال ھيوادونو د دوی سره  مالي مرسته وکړه. کوم ھيوادونو وسلې او ټرېننګ ور کړی؟ دا معلومات ټول په دې کتاب کې شامل شوي دي چې دا ثابتوي چې ډاکټر لیاقت د تاریخ په اړه بشپه  پوه او معلومات لري.

د دې كتاب يو بل د ستاينې وړ اړخ  د پښتون ملت تاريخي مقاومت دى ډاکټر لياقت تابان د بېل بېل يرغلګرو د ويناوو په رڼا كې چا چي پر افغانستان يرغل کړی وو، په دغه اړخ رڼا اچوي. ډاکټر لياقت په وايي چې پښتون په زور نه شي ماتولی. یو پښتون د زور په پرته یوازې په عزت او محبت سره خپل کیدای شي. ډاکټر لیاقت د خپل دليل د ثابتولو لپاره د مغل باچا اکبر، محمود غزنوي او سکندر مثالونه ور کوي.

پروفېسر تابان په دې باور دی چې پښتون په ننۍ وخت کې په یوه نازک پړاو کې دی د چا چې اقتصاد تباه شوی، د چا چي ټولنه د ناخوالو او سخت بحرانو سره مخامخ ده د چا حي تعلیمي او د صحت نظامونه تباه شوي دي. نوموړی د دا ټولو بدمرغۍ په اړه واي چې پښتانه خاوره د پرمختګ لپاره د جګړې او کلاشینکوف پر ځای د سولې ترڅنګ قلم او کاغذ ته اړتیا لري.

له دې سره سره، ډاکټر لیاقت دا ھم واي چې بھرني ھيوادونو د خپلو ناوړو مقاصد د پوره کېدو لپاره افغانان استعماله وي. دا دریځ وزن لري چې د شوروي اتحاد له وتلو وروسته، د افغانستان پرته له کوم ټولنیز او اقتصادي پرمختګ پرته بھرني ھيوادونو يوازي پرېښود .  په ۲۰۲۱ کې ھم ، يو ځل بيا امریکا او د هغه د اتحادي پوځیان دغه غلطي تکرار کړل او طالبانو رژیم ته د هیواد په سپارلو وروسته له افغانستان څخه ووتل.

په دې کتاب کې د میني کېرکټران ھم  ليدل کيږي. د بېلګې په توګه، د پلوشې سره  ډاکټر ځلاند او مشعل دواړه مینه لري، یو پولیموری يعني درې اړخيز مينه ده. د زینبو او بازګل اکا  مزاحیه او په زړه پورې کرکټرونه ھم د ناول برخه دي.

ډاکټر لیاقت تابان تر ۲۰ زیات کتابونه لیکلي دي چې سیاست، سفرنامې، موسیقي،  پرتليز جاج او ناولونه پکې شامل دي. ورسره ورسره ډاکټر لياقت تابان شعر ھم ليکي د دوی په شاعري کي د وطن سره مینه يو مھم موضوع دی. دغه ناول او تاریخي سند د افغانستان په تاریخ باندې د لیکوال د ژوري مطالعې ګواھي ورکوي. دا ۴۶۷ مخیز کتاب د هغو کسانو لپاره یو ښه لیکل شوی سند دی څوک چې غواړي پر افغانستان د شوروي له یرغل او د هغه وروسته د افغانستان په اړه څېړنه وکړي.

ښاغلی نصیب الله اڅکزی په پښتو ، اردو او انګلیسي ژبو کې ليک کوي. د ۱۲ ناچاپ اثارو مصنف دی. ايم اې پښتو، اېم ايس سي انګلش لټرېچر او ايم فل سياسيات  یې کړي.
په پښتو ژبه کې شعر ھم ليکي. او فري لانس کالمسټ دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب