جمعه, اپریل 19, 2024
Homeادبژبه او لیکدودنښه او مانا | محمد مصطفی سمون‎

نښه او مانا | محمد مصطفی سمون‎

نښه د مانا په زېږنده کې مهم رول لري. دا ځکه چې په یو مفهوم کې قرینه موجوده وي، چې بیا مانا زموږ  په خبرو کې خپل ځان څرګندوي.
مفهوم یو ټولیز چاپېریال دی، چې د نښې په وسیله موږ له مانا سره اشنا کوي. د مفهوم په پوهاوي کې بیا ادراک له موږ سره مرسته کوي، یعنې کله چې موږ د څه په اړه خبرې کوو. د دې لپاره په لفظي او  ذهني محور کې ځای ټاکو، چې له دې سره بیا په علت او موقیعت هم خبرې کیږي.
لکه: د کابل ښار
دلته د مساواتو خبره کیږي، چې د ښار او کابل ترمنځ موجود دی.
نښه ( Sign):
 نښې ته په انګلیسي کې sign وایي.
نښه هغه څه ده، چې د واقعیت، کیفیت یا حالت په شتون دلالت کوي.
نښه د اړیک جوړونې اساسي توکی دی، چې د ژبنیو نښو( حروفو، لغتونو) او غېرې ژبنیو نښو( انځورونو، څیزونو) او له هر هغه څه څخه چې مانیز استنباط وشي، بحث پرې کېږي.
فیلسوفانو تر ډېره هڅه کړې، چې د ټولنیزو، هوښیارو او کار کوونکو ژویو څخه موږ جدا کړي. مګر د ژویو پېژندونکو څېړنو ښودلې، چې د ځمکې په سر د ټولو تر منځ د نا انډولۍ او توان درجې شته.
یوازینۍ ځواک چې په ډاډه توګه انسان له نورو سره پرتله کولای شي، هغه انتزاعي فکر او سېمبول جوړونه ده. انتزاعي فکر هغه وخت را منځته کېږي، چې د مفاهېمو تجریدي پروسه د پنځه ګونو حواسو له درک څخه ناتوانه وي؛ نو بیا فکر پیلیږي.
سېمبول هم هغه وخت منځته راځي، چې انسان په یو جسم یا مفهوم نوم کېږدي او یا هغه د یو شکل،  رنګ یا نښې په ډول انځور کړي.
 _ یوه نښه یا نښې په ټولیز ډول یوه مانا ښندي او په ځانګړي ډول ژبنۍ نښه یا نښې یانې ( سېمبول او سېمبولونه) تر یوې زیاتې ماناوې رانغښتلی شي.
_ ټولیزه نښه یا نښې (جولیز) ځېل، وارینت یا بلګړ (الومورف) نه لري او ژبنۍ سېمبول یې درلودای شي.
_ ټولیزه نښه یا نښې د نتیجه گېرۍ کوم شرط نه لري او ژبنۍ یې لري.
_ نورې نښې ونجېدونکې ( تغیرموندونکې) نه دي او ژبنۍ دا تغیر مومي.
_ نورې نښې تاریخ نه لري او ژبنۍ یې لري.
چارلېز ساندر پیرس نښې په درې برخو وېشلې دي.
icon:
 دا هغه ډول نښو ته ویل کیږي، چې د شي او د مانا ترمنځ یو شباهت موجود وي.
index:
دا بیا هغه ډول نښې دي، چې د شي او د هغه د مانا تر منځ اعلی رابطه وي، یعنې یو شی کېدای شي د
مانا د درک کولو علت شي.
symbol:
سېمبول چې په عربي کې ورته علامت، په فارسي ورته نماد او په پښتو کې ورته پیلام وایي هغه  شی یا پدیده ده، چې له ځان پرته د یو بل شي یا پدیدې څرګندوی اوسي.
نښپوهنه (په انگلیسي کې: semiology، او همدارنګه semiotics یا semeiotics، د یوناني (سِمِئیون) چې د نښې په مانا دي، نښه او سېمبول تر مطالعې لاندې نیسي.
نښپوهنه هغه علم دی، چې د نښو څېړنه، اوسنۍ منځته راغلې مانا او پر قاعدو یې بحث کوي.
د نښو علم مانا جوړونکو او اړیک جوړونکو توکو په پراختیا باندې پوهېدل دي. ژبه د (نښو) د سیستم  پر ځای د سېمبولونو سېستم ځکه بولي، چې نښه یکي یو مفهوم (جاج) یا مانا ښندي او سېمبول تر یوه مفهوم( جاج )یا مانا څو مفاهیم (جاجونه) او ماناوې رانغاړي.
مانا پوهنه د ژبپوهنې یوه څانګه بلل شوې او ژبپوهنه پر خپل وار او ورسره هممهاله ماناپوهنه د یوې سراسري پوهنې ( نښپوهنې semiology) یا (semiotics) تر سیوري لاندې ټیکاو لري، په نورو ټکو، دواړې پوهنې د نښپوهنې له اړوندو څانګو څخه ګڼل کېږي.
 نښپوهنه هغه علم دی، چې د ژوند ترڅنګ د ټولنې ټولې نښې تر مطالعې لاندې نیسي.
دغه علم د ټولنیزې ارواپوهنې ترڅنګ د عمومي ارواپوهنې برخه کېدای شي. نښپوهنه دا معلوموي، چې نښې له څه څخه منځ ته راغلې او کومې قاعدې پرې تطبیق کېږي.
د نن ورځې له تیورۍ څخه یو هم ټولنیزه نښپوهنه ده، چې د تدوین او ماخذونو په مختلفو ډولونو کې ترې ګټه اخیستل کیږي.
مانا: د یوې ژبنۍ نښې منځپانگه ده، نښه ( لغت، عبارت، جمله، وینا متن) دال بلل کېږي او منځپانگه یې( مدلول- مانا) او د دال او مدلول ترمنځ اړیکې ته دلالت وایي.
ماناپوهنه: په انګلیسي کې( semantics) موخه یې د مانا مطالعه او سپړنه په انساني ژبو کې ده.
په ټولیز ډول د لغت او مانا ترمنځ د رابطې سپړنې ته مانا پوهنه وایي.
د مانا پوهنې علم معمولاً د دلالت کوونکو په رابطې. لکه: لغت، عبارتونو، نښو او له هغو برخو سره کار لري، چې مانا د څه لپاره استفاده کیږي.
 مانا پوهنه (سیمانټېکس) د ژبپوهنې د څانګې په توګه د ژبنیو پیلامو او پیلامونو ( نښو او سېمبولونو) له سپړنو او شننو سره کار لري.
کله چې د سیمانټېکس(ماناپوهنې) بحث مخې ته راځي؛ نو د پرګماټېکس (ژب کارونې) موضوع  منځته راځي، چې دواړه له مانا سره کار لري.
پرګماټېکس د متکلم او مخاطب په نظر کې نیولو سره مانا مطالعه کوي او سیمانټېکس بیا په خپلواکه توګه د مانا مطالعه ده. یعنې ماناپوهنه(سیمانټېکس) د یوې کلمې ساده مانا راښيي؛ خو پرګماټېکس بیا په یوه ځانګړي موقعیت او حالت کې د ژبې پر استعمال راڅرخي.
ژبپوهنه او مانا پوهنه خپله په تحلیل کې د پېچلو او حیاتي ستونزو په پوهېدنه کې پراخې پوهې او اساسي برخو ته اړې دي. لکه: منطق، ریاضي او فلسفې ته.
نښپوهنه کې لغت اساس دی؛ خو په مانا پوهنه کې بیا د لغت تر څنګ جمله ډېر ارزښت لري، ځکه چې کلمې په مجرد ډول مانا نه شي ښندلی. موږ مجبور یو، چې د لغت مانا د نورو کلمو او یا جملې په منځ کې ولټوو.
په همدې اساس د لغت مانا دومره مهمه نه ده، لکه څومره چې یې کارونه مهمه ده.
په ټوله کې ویلی شو، موږ د یو شي لپاره چې کومې نښې وضع کړې دي، یعنې له یو سېمبول څخه مو چې کومه مانا اخیستې وي، په هماغه  بسنه کوو؛ خو په اصل کې یو غږ، لغت او ترکیب سېمبول کېدای شي.
لکه: د ( ب) سېمبول د ګرافیم او د هغې نښې تصویر دی، چې زموږ په ذهن کې یې ځای نیولی دی؛ نو د یوې نومونې او دندې تر څنګ نور اړخونه هم لري، چې په دې برخه کې د یوې نښې تر شا په مانیز چاپېریال د نوو زاویو رڼا اچول پکار دي. لکه: د مانا او مفهوم، د مانا او تصور، مانا او درک تر منځ اړیکې پکې را نغاړل کیږي.
نو داسې ویلی شو، چې نښه د مانا په درک او سپړنه کې اغېزمنه تمامېدلی شي. دا ځکه چې نښه د یوې پېښې ښکارندوی کوي، یعنې پېښه کیږي، چې نښه پاتیږي. له دې سره موږ په ذهني چاپېریال کې ورته د درک لوری ټاکو، چې دا پېښه به دا ډول پایله او یا به پېښه شي؛ نو د دغې په وسیله موږ ته ګڼې پوښتنې پیدا کیږي، چې کیږي به څه؟ د نښو په وسیله د پوښتنو بانک هم پرانیستل کیږي. د هر علم بنسټ نښه ده، ځکه چې د نښې په څرګندېدو سره د همغه شته تصور په برخه کې تلوسه پیدا کیږي، چې بیا په هر علم کې د پرمختګ لامل کیږي، بیا د مانا په پوهېدنه او موخې ته په رسېدنه کې راسره مرسته کوي.
نو ویلی شو، چې نښه او مانا نه یوازې د نورو علومو د پوهاوي مهم بحث دی؛ بلکې د معاصرې ژبپوهنې یو اساسي برخه جوړوي.
        ماخذونه
1: زیار، مجاور . (۱۳۹۶ ل. ل) . پښتو مانا پوهنه. کابل: دانش خپرندویه ټولنه.
۲: صاحب ارغند، ذبیح الله . (۱۳۹۶ ل . ل) . مانا پوهنه. کابل: پکتوس خپرندویه ټولنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب