پنجشنبه, مې 2, 2024
Homeمیرمنپیکه | حسینه عارف

پیکه | حسینه عارف

پېړ لاس او ښکلې سترګې، نازک د مخ پوست ته په کتلو سره مې ذهن کې سل پوښتنې وې. دومره ښکلې مېرمن او داسې خواریکښ لاسونه. نوکان یې بالکل د کار له وجې رنګ اړولی وو. پوښتنه خو ځکه راته پیدا شوه چې په سپین سر او دومره خواري؟ آخر څه ته ؟
ختم کې ګڼه ګوڼه وه، خو ما همدې کوټه کې دسترخان وغوړاوه؛ کومه کې چې دا مېرمنه د دروازې خولې ته ناسته وه. کافي هوښیاره وه خو ما ویل دا دومره هوښیاره او بیا ښکلې ورسره د شریفې کورني ښکارېده. آخر څوک ده؟
ټکله یې لږلږ وخوړه خو څېره کې سل او زر اندېښنې وې، کله چې د فاتحې له سالونه را ګرځېدو یو موټر کې پېښ شو.
ترڅنګ ناستې مېرمنې ورته اووففف او کووووه پیل کړل (وی وی ذولهجې ترورې ځواني دې په اوبو لاهو شوه).
سمدلاسه مې مخ ورواړوه تاسو خو به ذولهجه ترور نه وئ؟ زما مور ستاسو اړه تل کیسه کړله ترورې اوس چېرته اوسې؟ زامن دې پیدا کړل؟ مېړه دې چېرته؟ اوس دې لیدلی؟
پرلپسې پوښتنو حیرانه کړه. هغه تعجب کې کتل چې زه یې څه پېژنم او څنګه دومره یې په اړه خبره یم. ما ورغبرګه کړه؛ هغه مخې سیټ والا ښځه زما مور ده هغه تاسو پېژني.هو؛ بچیه هغه ما پېژني.
زه خدای وهلي؛ د قران په زور وکرم تمامه ورځ به قران راوړو کور ته آخر یې ورکړم. واده څلور کاله مې نه وو تېرشوي، چې میړه مې بل واده وکړ او زما دوه زامن یې څو کاله وروسته رانه یووړل.
کوم وخت وو؟
د نجیب حکومت کې یې رانه وړي.
اوه اوس به نو کافي زلمي وي که ژوندي وي، نو ولې ستاسو په اړه پوښتنه نه کړي دا څنګه زامن دي.
د څو کلونو وو چې یویې وړل؟
ښوونځي کې وو.
ښه؛ نو بیخي واړه هم نه وو.
ترورې اوس چېرته؟ چېرته یې یوړل؟
مېرمنې عینکې له سترکو لرې کړې، ویل نه یم خبره خلک وایي المان ته یې بوولي، مانه یې غیب کړل. خپله اوس المان کې بلې مېرمنې سره دی، خو زما بچي یې رانه وتښتول هېڅ احوال یې نشته. د خبرو په ترڅ کې دومره وپوهېدلم چې مشر زوی یې یوسف نومېږي.
ولې تروروې تاسو واده ونه کړ؟
طلاق یې رانه کړ او ماهم جټګیري ونه کړه، ځکه پښتنو کې بل واده ښځې ته عیب دی، نو همداسې ناسته یم.
نفقه درکوي؟
نه چېرته، کلونه مې د خلکو د کورونو کار وکړ اوس هم داسې در واخله بې کور بې اوره ګرځم .
هغې غبرګه کړه ویل ته زما مېړه پیژنې؟
ما ویل هو په نوم یې پېژنم، خو لیدلی مې نه دی مخامخ، دومره پوهېږم …… وردګ نومي. کوم چې په رسنیو کې سیاسي غونډو او مېزونو ته رابلل کېږي .
ترورې تا لیدلی؟
نه.
ښه تل رسنیو کې ناست وي.
د وطن په اړه سترې سترې خبرې کړي، موډ، فیشن کې مخکې او باسلیقې کس ښکاري، همداسې متمدنه معلومېږي، خو ما ګومان نه کړو دومره سپک او بې وزنه به وي. حیرانه یم دې بې منطقو او کمزورو نارینوو ته، دوی په کوم جرأت او کومو سترګو راځي په نورو نیوکه کوي، هغه چې خپل ناموس نشي خوندي کولی د خدای لخوا ورسپارل شوی فرض نشي ادا کولئ، هغه به څه د ملت له درده او د وطن له دربدریو خبر وي. زه خو وایم داسې کسان باید رسوا شي ورټل شي، هغه چې دې یوې مور او یوې ښځې په درد نه پوهېږي، هغه اصلا د یو استازي په توګه باید ونه ټاکل شي او بحث ونه کړي. یاده مېرمن مې اونۍ مخکې لیدلې، خو د هغې بېوسي او بېچارګي ما هره شېبه خوري او سېزي، ولې مېرمن محکومه ده؟
نن او سبا به تېر شي، کم او ډېر عمر به لاړ شي، خو د الله محکمه تل شته او خلک سترګې لري خلک ښه او بد ښه توپیر کولی شي.
د هغې پلونو پسې مې کتل مخ ته روانه وه رانه لاړله، خو اندېښنې ماسره پاتې شوې. زړه مې ویل ای کاش ممکن وی چې ځولۍ مې یې د تېرې ځوانۍ او خوشحالۍ نه ډکه کړې وی.
ترکله؟ ترکله به دا زور زیاتۍ روان وي…..
(ستاسو ښځې تاسو سره امانت دي).
(حسینه عارف)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب