شنبه, اپریل 20, 2024
Home+پر ادبیاتو خبري: د الفت لار، د انسانیت لار

پر ادبیاتو خبري: د الفت لار، د انسانیت لار

همت عمرزوی
ارواښاد ګل باچا الفت د وطن د فکر او کار کمالي اومثالي غنیمت شخصیت و، د ده د فکر او پېغام د رسولو انداز ځانګړی او دلچسپ دی، مخاطب يې ډېر څرګند او روښانه دی، کله چې په کومه موضوع کې فکري تراوش کوي، نو د زړه له کومي خبره کوي، نه پرده ورکوي او نه اغماض کاروي، نېغ قلمي نښان په نښه کوي او مخاطب يا مخاطبین هم د زړه له تله د نوموړي بیان درک کوي او په دې پوهېږي چې د وخت ځېرک نقاد بیا د قلم تېر ته څوک برابر کړی دی، د نوموړي د بیان سبکي خصوصیت هم ناب دی هم جذاب دی، دغسي منطقي قلمي بلاغت موږ تراوسه لاهم ډېرلږ تجربه کوو، داسي استعداد چې هم يې فکري پانګه غني وي او هم يې د اظهار ژبه فصيح او طبيعي وي دا د يو ملت لپاره معنوي نعمت او ملي غنیمت دی، موږ که دلته د استاد الفت د علمي تبحر او فکري زېرمي په اړه هرڅومره لیکل او ویل وکړو بیاهم خبره همغه يوه ده چې ښکاره ده: (الفت د الفت په ژبه انساني افکار وکرل، ويې پالل او ويې وېشل).
اوس بحث دا دی چې افغان ولس د دې غنیمت فکر او پېغام څخه د خپل لالهانده ژوند د ښه کېدو او جوړېدو په نیامت څنګه او څومره ګټه پورته کړه، الفت موږ ته د الفت عملي درس دی، مونږ څومره د وطنداری په دود خپل ترمنځ دغسي الفت درلودلی او دود کړی دی؟ الفت موږ ته د عدالت او برابری د غوره پایلو ثبوت وړاندي کړ موږ څومره دا نیاو پلی او تجربه کړ؟ الفت مونږ ته صداقت، بې ریايې، ريښتینولی، شعوري جرئت وطندوستی او په ټوله کې د یوغوره انساني اسلامي معتدل ژوند د رامنځ ته کېدو او سمېدو راز را وښود موږ څومره فکر او عمل پرې کړی دی؟
لنډه دا چې ارواښاد الفت ولي د ملي ويښتیا او فکري روښانتیا په پار په ملي کچه درک او ونه لوستل سو؟ د نورو هيوادونو د فکر او پوهي عالمان په خپلو وطنونو او ولسونو کې داسي درک اوهضم سي چې د ملي ملاتړ په پایله کې سیمي او نړی ته د معنا د رڼا په وړانګو کې په جمال او جلال وړاندي سي او نړیوال عزت او شهرت ورپه برخه سي اما زموږ واقعي پوهان په کوم حال کې دي؟؟؟
د زمانې د ستر نابغه علامه سید جمال الدین افغان دا وجيزه زموږ پر حال تل ډېر دقیق صِدق او دلالت کوي، نوموړی وايې (په شرقي ټولنو کې عالم او ادیب په ژوندکې مړ وي! اما وروسته ترمرګ ژوندی کېږي!)

پایله اولنډون:

لوستونکي به وايې چې داخو درسره منو چې مونږ د فکر او کمال خلک نه پېژندلي اونه مو پاللي اونازولي دي، اما اوس څه کول پکاردي؟؟؟
ډېر ښه! زما موخه هم داده چې موږ په فکري او شعوري لحاظ دغه پړاوته ورداخل سو او و پوښتو چې څه کول پکار دي؟؟؟
د ملي سیالی او شعوري تفکر په روحیه د الفت په څېر د ملي حقدارو او معنوي سرلارو په فکر او ژبه ځان پوهول، هغوی درک کول او په لاره يې ګام اوچتول…
که موږ او تاسو په ملي روحیه د وطن د فکراو عمل د منورو خلکو پر فکر، کار اولار، فکر او عمل وکړو آيا ګټه به ونه کړو؟؟؟
په پېرزوینه اودرناوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب