شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د قرآن پر مردسالار تفسیر د مفسرې آمنې ودود انتقاد

د قرآن پر مردسالار تفسیر د مفسرې آمنې ودود انتقاد

 هارون سمون
له قرآنه ښځینه فهم څه دی؟ دا هغه پوښتنه ده، چې په دودیزو- دیني ټولنو کې لا ښځې نه دي توانېدلي پر تفسیر او تشریح یې کار وکړي، په دې لیکنه کې د قرآن د متن په اړه د آمنې ودود نظریاتو ته یوه عمومي کتنه شوې ده.
لنډه پېژندنه:
آمنه ودود افریقايي‌الاصله امریکایۍ مفکره ده. نوموړې په ۱۹۵۲ م کال کې زېږېدلې ده او په اسلامي مطالعاتو کې له میشیګان پوهنتون څخه دوکتورا لري. نوموړې د عربي ژبې او فلسفې د زده‏ کړې لپاره د مصر په قاهرې او الازهر پوهنتونونو کې هم زده‏ کړه کړې دي. د امریکا د متحدو ایالتونو په وېرجنیا پوهنتون او د مالیزیا اسلامي پوهنتون کې یې اسلامیات تدریس کړي دي. په شل کلنۍ کې یې اسلام ته توجو واوښته، له یو لړ مطالعاتو وروسته یې اسلام ومانه او خپل نوم یې له مریم ټسلی څخه آمنه ودود ته بدل کړ.
د ښځو په اړه د آمنې ودود د تفسیر عمومي استخراج: 
اسلامي مفکرې او مفسرې آمنې ودود په ​​قرآن کې د ښځو په اړه متمرکز فکر کړی دی او دې نتیجې ته رسېدلې ده، چې د قرآن په روح کې ښځه او نر له یو بل څخه نه متمایېزېږي، یانې د قرآن په روح کې نر او ښځه توپیر نه لري. قرآن او ښځه/ د یوې ښځې له لیده د مقدس متن لوستنه د هغه مشهور اثر دی، په دې اثر کې آغلې ودود د قرآن پر نرواکه/ مردسالاره تفسیر انتقاد کړی دی، د ودود په نظر په نرواکه ټولنه کې د قرآن تفسیر د دې لامل شوی دی، چې د ښځې پر ضد تصورات ورڅخه راڅرګند شي او په ټولنو کې عام ذهنیت تسخیر کړي.
د قرآن کريم د سمې پوهېدنې لپاره هغه له هرمونیتکي نظرياتو او مېتود استقاده کوي او هڅه کوي له قرآنه سم فهم حاصل او وړاندې کړي. ودود وايي چې قرآن د عربستان د پخوانۍ ټولنې د حالاتو ځواب و، داسې یو ځواب چې اخلاقي، مذهبي، ټولنیز مسایل پکې شاملېږي او د ځانګړو مسلو او ځانګړو شرایطو په درلودلو سره ورکول کیږي. د دې خبرو ساده مانا دا ده، چې قرآن کریم د عربستان د پخوانۍ ټولنې د حالاتو مطابق مسایل حل او فصل کړي دي.
د ودود دا خبره دا مانا لري، چې ډېری قرآني مسایل د عربستان په پخوانۍ ټولنې پورې اړوندېږي، هغه ادعا کوي چې ډېری دیني مناسک او عبادتونه استثنا دي، چې بدلون نه شي کولی او باید تابعت ورڅخه وشي، د قرآن نورې برخې عامې دي او تقلید ته اړتیا نه لري. د قرآن دا برخې د سعودي عربستان د هغه وخت په شرایطو پورې اړوندېږي.
ودود ادعا کوي چې د قرآن د عمومي لارښوونو د دوام لپاره، په سیاسي، ټولنیزو او اخلاقي برخو کې باید له نني عصره د هغه وخت د ځانګړو تاریخي یا کلتوري مسلو ترمنځ توپیر وشي، چې قرآن کریم پکې رانازل شوی دی. دا ناممکنه ده، چې د هغه وخت په تاریخي بېستر کې د اسلام د پیل قوانین په اوسنۍ موډرنه نړۍ کې تطبیق شي. په بله مانا د اسلام د پیل ډېری قوانین په اوسنۍ نړۍ کې د تطبیق وړ نه دي. پر دې اساس ودود د دين په نوم د ښځو پر وړاندې ظلمونه له قرآنه د ناسم پوهاوي له امله ګڼي.
هغه په ​​دې باور ده، چې قرآن په داسې وخت کې نازل شوی چې  د سعودي پر ټولنه په بشپر ډول جهل حاکم و، آن تر دې چې دوی خپلې لوڼې ژوندۍ خښولې، مانا ښځې په ټولنه کې ځای نه درلود، ښځه شرم او عار ګڼل کېده، نو ویلی شو، په کومه ټولنه کې چې ښځه ځای ونه لري، ښځه شرم او عار وبلل شي، طبیعي ده، چې هغه ټولنه د قرآن دا آیت نه منلی او نه تفسیرولی شي، چې ښځه او نر سره مساوي دي.
د قرآن دا مفسره وايي، چې د قرآن ځینو تفسیرونو قرآن او اسلام ته ستر زیان رسولی دی؛ ځکه چې د دوی لخوا د ځانګړو ستونزو لپاره قرآني حلونه د عمومي اصولو په توګه تشریح شوي دي او خلک فکر کوي، چې ګواکي د ا دین اصول دي، په دې مانا ځینو مفسرینو د ښځو په اړه خپل مردسالارانه  لیدلوري په قراني تقسیر کې ورشامل کړي دي او خلکو د دیني اصولو په توګه منلي دي.
هغه ټینګار کوي که چیرې مونږ په ابتدایي اسلامي ټولنه کې د قرآن لارښوونو ته یوازې د مستقیم تقلید په سترګه وګورو نو له قرآن سره مو ظلم کړی دی. ځکه چې داسې ټولنه نشته چې بشپړه له بلې ټولنې سره ورته وي. په بل عبارت، هیڅ ټولنه د بلې ټولنې نقل نه ګڼل کیږي. قرآن هيڅکله له انسانانو څخه دا غوښتنه نه ده کړې؛ بلکې د قرآن موخه مهم کلیدي اصول لکه عدالت، اخلاقي مساوات او معنویات دي. د قرآن وروستۍ موخه دا ده چې دې مسايلو ته پام وکړي، نه يوازې د ابتدايي اسلامي ټولنې تقليد. یانې په اخلاقي، عدالتي او معنوي مسایلو کې د قرآن تلیقد او طابعت پکار دی، نه په هغو ابتدایي مسایلو کې، چې د سعودي عرب د پخوانۍ جاهلې ټولنې دپاره رانازل شوي دي.
د ودود ټینګار دا دی چې د هر متن د پوهیدو لپاره باید د ژبې او کلتور شرایط په پام کې ونیول شي چې متن پکې لیکل شوی. قرآن هم باید د دې ادعا له امله کافي انعطاف منونکی وي، ترڅو د ټولو مومنانو لپاره ګټور تمام شي او له مختلفو کلتوري شرایطو سره سازګاري وکړلی شي. له همدې امله په یوه پېړۍ پورې د قرآن کريم داسې محدودول چې د هغه پېړۍ قوانین په اوسنۍ زمانه کې پلي شي، د قرآن او اسلام له نړيوال هدف سره په ټکر کې ده. د قرآن نړیوالتوب پدې کې دی، چې د ټولې نړۍ د انسانانو لپاره راغلی دی، نه دا چې د قرآن په نوم د عربي پخوانۍ جاهلې ټولنې ابتدایي اصول په نوره نړۍ کې تطبیق شي، د عربي ټولنې دپاره چې قرآن کوم اصول راوړي دي، د همغه جاهلې ټولنې دپاره مناسب دي په اوسنۍ نړۍ کې د تطبیق وړ ندي، په اوسنۍ معاصره مسلمانه نړۍ کې چې انسانان د ښځو حقونه پېژني د عربي پخوانۍ جاهلې ټولنې اصول هېڅکله پر ځان نشي تطبیقولی، د قرآن دا اصول د هغه ټولنې دپاره دي، پدې چې په اوسنۍ نړۍ کې د تطبیق وړ نه دي. د قرآن کریم نور مسایل له عقیدتي مسایل عبادتي مسایل د نړیوالتوب خاصیت لري او د ټولنو مومنانو دپاره مناسب دي.
د مثال په ډول د قرانکریم د څو آیتونو په اړه د آغلې ودود لیدلوری:
آغلې ودود پدې منتقدانه لیدلوري، چې ګواکي په قرآن کې د ښځې او نر ترمنځ توپیر نشته دی، ځینې آیتونه یې له سره تفسیر کړل، د بېلګې په توګه د البقرې د ۲۸۲ آيت په اړه چې د نارينه او ښځو د شهادت په اړه دی، د يوه سړي پر وړاندې یې د دوو ښځينه شاهدانو خبره کړې ده، ودود وايي چې دلته هم د نارينه او ښځې توپير نشته. د سعودي ټولنې د کلتوري جوړښت له مخې ١٤٠٠ کاله وړاندې قرآن ويلي وو چې په هغې ټولنه کې چې قرآن نازل شوى، ښځو هېڅ ارزښت نه دردلو دا خو ډېره سخته وه، چې شاهدي ورکړي. اوس قرآن د ښځې د قدر په خاطر ويلي دي چې د دې لپاره چې ښځه په اسانۍ سره شاهدي ورکړي او هيڅوک پرې اغېز ونه کړي، بله ښځه بايد ورسره وي. ځکه چې ښځه په هغه ټولنه کې بې سرپرسته ده، بله ښځه د هغې د اعتبار لپاره راځي. د اوسنۍ ټولنې په کانټېکسټ کې چې یوه ښځه محفوظه وي، حکومتي سیستم وي، په تنها ډول شاهدي ورکولی شي، لازمه نده، بله ښځه د امنیت لپاره محکمې ته ورسره لاړه شي، یا د دې په خاطر چې پر شاهدي ورکوونکې ښځه څوک اغېز ونکړي.
د میراث مسله کې هغه په ​​​​دې باور ده، چې قرانکریم د میراث په اړه مختلفې برخې وړاندې کړې دي. دا چې ویل کېږي، ښځه د نارینه نیمایي میراث وړي د قرآن یوازینی طرز نه دی. هغه همدارنګه ټینګار کوي چې د میراث ویش باید عادلانه وي او د ملکیت خاوندان کولای شي د خپلو ملکیتونو پوره برخه ورکړي.
ودود د ماشوم د روزنې مسله کې په دې باور ده، چې ماشومانو پالنه او روزنه یوازې د ښځو دنده نه ده او دا ډول چلند له اسلامه د استنباط وړ نه دی. د حکومتدارۍ په برخه کې د بلقیس حکمرانۍ ته په کتو په ​​​​دې باور ده، چې دا یو مطلوب حکومت دی او د قرآن لخوا تصویب شوی. مانا ښځه حکمرانه کېدی شي.
د آغلې ودود په خبره، قرآن د عمومي اخلاقي لارښوونو لړۍ بیان کړې ده، دا لارښوونې په داسې وخت کې نازلې شوې چې عربانو د ښځو په اړه ناسم تصور درلود. د عربو دغه ناسم تصور د دې لامل شوی، چې قرآن په داسې ډول ځینې اصول بیان کړي، چې الفاظ يې ورو ورو د پيغام په رسولو کې اغېزمن وي، خو که موږ د قرآن د پيغام اصلي هدف او پیغام ته پام وکړو، تر اوسني وخت پورې هم پراخېدای شي او د ښځو او نارينه وو تر منځ برابري په ګوته کېدای او ثابتېدای شي.

2 COMMENTS

  1. دلته آغلی امنه ودود حق پجانب ده د قرآن شریف ژباړه او تعبیر او تفسیر په هماغه اولو وختونو کی ټول د نارینه وو لخوا شویدی اګر چی د مفسرینو په صداقت باندی بدګمانی نه ده پکار ټول صادق خلک وو، خو د نرینه والی خاصیت یی حتما تر سوال لاندی راځي.په ډیرو حالاتو کی مفسرینو یوازی ګرامری (صرف او نحو) سوچ کړیدۍ. مثلا دغه ایت شریف من المؤمنين رجال صدقوا ما عاهدوا الله :د مومنانو په منځ کی هغه کسان دی چی په هغه څه یی ایمان راوړۍ چی دوی له الله سره ژمنه کړی وه. یا دغه آیت شریف: رِجَالٌ ۙ لَّا تُلۡهِيۡهِمۡ تِجَارَةٌ وَّلَا بَيۡعٌ عَنۡ ذِكۡرِ اللّٰهِ : سړی (خلک) نه تجارت او نه پیر او پلور د خدای له ذکر څخه نه بی برخی کوی. دلته رجال د رجل جمع ده چی په عربی ګرامر کی یی اطلاق په نارینه باندی شویدۍ مګر د مانا له اړخه دواړه جنسیتونه په بر کی نیسی. اوس د منظق او دیالکتیک له مخی که چیری یوازی نارینه مطلوب وی بیانو ښځینه ټولنه د دغو پورته آیاتونو د احکامو څخه مستثنی ده چی همدا مسُله بیا د قران د روح سره په ټکر کی راځي نو خبره سپینه شوه چی دلته د رجل او رجال څخه موخه یوازی نارینه ندی بلکه د مسلمانانو ټوله انسانی ټولنه په بر کی نیسی، همدا راز زموږ په فرهنګ او کلتور کی خلک،کسان،یا کس هغه لغتونه دي چي په دواړو جنسیتونو باندی اطلاق کوی لکه ای خلکو واورۍ! دومره کسان وو …..او داسی نور. مګر څرنګه دا ټول تفسیرونه د هغی وخت نارینه وو لیکلی او د همغی مهال چاپیریال خامخا د دوی پر ذهن اثر لرلۍ دی نو تعبیر او تفسیر مردانه بڼه خپله کړیده او د هغی په تاو او توغ کی یی دلته په یووشتمه پیړۍ کی د افغانستان ښځی سوځی. بل آیت شریف داسی هم دۍ: الرجال قوامون علی النساٍ.ژباړه: نارینه په ښځو برتری لری. دلته باید وویل شی چی ددی آیت تعبیر او تفسیر اصلا د اوسنی طبی ساینس دنده نه د مفسر! پدی آیت شریف کی الله ج یوازی برتری ویلی ده ،نوعیت یی ندۍ ویلۍ نو مفسر د کومه ځایه دغه خبره را پیدا کړیده چی نتیجه یی نارینه سالاری تری جوړه شویده؟! که پخوا نارینه تجارت کولو نو بی بی خدیجه الکبرای هم تجارت کولو، اوس که نارینه ډاکتر ،انجینر ، فارمیسیست، پیلوټ …. او داسی نور کیدلۍ شی نړۍ عملا په اثبات رسولی چی ښځي هم دغه پورته ‌کر شوی ټول کارونه کړلۍ شی نو دغه برتری بیا چیری ده ،دغه د طبی ساینس کار دۍ ! بله داچی په قرآنشریف کی ریاتره آیتونه د عربو د تاریخ،کلتور،پيښو او پیغمبرانو اړوند دی چی په اوسنی وخت کی یی د تطبیق ځای نه موندل کیږی او نه د هغه وخت چاپیریال اوس شته کوم چی قرآنشریف پکښی نازل شوۍ وو ،مثلا آیت شریف الاعراب اشد کفرا ونفاقا واجدر ط ژباړه: اعراب په کفر او منافقت کی تر ټولو سخت دی او دالله د حکم په نه منلو کی تر ټولو وړ دي. نو دارنګه خبری چی مخاطب یی یوازی عرب وی په موږ څرنګه د تطبیق وړ ګرځي؟!

  2. په ډیری بښنی سره په مخکینۍ تبصره کی هلته د مبار ک آیت شریف (الرجال قوامون علی النساُ) په ژباړه کش سهوه شوی نودغه بشپړه تبصره ده: په درنښټ:::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::::: نارینه سالاری په قرآنشریف: تر دی عنوان لاندی آمنه ودود یوه لیکنه خپره کړیده چی پښتو ژباړه یی ښاغلی هارون سمون کړی او دتبصری په دود ما هم دغه مطلب ورسره وموښلولو. پدی هیله چی خوښ به موشی:
    دلته آغلی امنه ودود حق پجانب ده د قرآن شریف ژباړه او تعبیر او تفسیر په هماغه اولو وختونو کی ټول د نارینه وو لخوا شویدی اګر چی د مفسرینو په صداقت باندی بدګمانی نه ده پکار ټول صادق خلک وو، خو د نرینه والی خاصیت یی حتما تر سوال لاندی راځي.په ډیرو حالاتو کی مفسرینو یوازی ګرامری (صرف او نحو) سوچ کړیدۍ. مثلا دغه ایت شریف من المؤمنين رجال صدقوا ما عاهدوا الله :د مومنانو په منځ کی هغه کسان دی چی په هغه څه یی ایمان راوړۍ چی دوی له الله سره ژمنه کړی وه. یا دغه آیت شریف: رِجَالٌ ۙ لَّا تُلۡهِيۡهِمۡ تِجَارَةٌ وَّلَا بَيۡعٌ عَنۡ ذِكۡرِ اللّٰهِ : سړی (خلک) نه تجارت او نه پیر او پلور د خدای له ذکر څخه نه بی برخی کوی. دلته رجال د رجل جمع ده چی په عربی ګرامر کی یی اطلاق په نارینه باندی شویدۍ مګر د مانا له اړخه دواړه جنسیتونه په بر کی نیسی. اوس د منطق او دیالکتیک له مخی که چیری یوازی نارینه مطلوب وی بیانو ښځینه ټولنه د دغو پورته آیاتونو د احکامو څخه مستثنی ده چی همدا مسُله بیا د قران د روح سره په ټکر کی راځي نو خبره سپینه شوه چی دلته د رجل او رجال څخه موخه یوازی نارینه ندی بلکه د مسلمانانو ټوله انسانی ټولنه په بر کی نیسی، همدا راز زموږ په فرهنګ او کلتور کی خلک،کسان،یا کس هغه لغتونه دي چي په دواړو جنسیتونو باندی اطلاق کوی لکه ای خلکو واورۍ!ومره کسان وو …..او داسی نور، مګر د ګرامرله اړخه نارینه بڼه لری، څرنګه دا ټول تفسیرونه د هغی وخت نارینه وو لیکلی او د همغی مهال چاپیریال خامخا د دوی پر ذهن اثر لرلۍ دی نو تعبیر او تفسیر مردانه بڼه خپله کړیده او د هغی په تاو او توغ کی یی دلته په یووشتمه پیړۍ کی د افغانستان ښځی سوځی. بل آیت شریف داسی هم دۍ: الرجال قوامون علی النساٍ.ژباړه: نارینه دښځو په وړاندی مسولیت لری. دلته باید وویل شی چی ددی آیت تعبیر او تفسیر اصلا د نارینه مسولیت دښځي په وړاندی تاکید شویدۍ او د نارینه سالارۍ کومه خاصه خبره نشته مګر زموږ وروسته پاتی ټولنه لدی څخه ملطقه نارینه سالاری جوړه کړیده. او یا دغه حدیث شریف :طلب العلم فریضه علی کل مسلم و مسلمهُ .ژباړه د علم طلبه یا غوښتنه په هر مسلمان نارینه او مسلمانه ښځه باندی فرض دی ،د احادیثو په ډیرو کتابونو کی دا حدیث داسی لیکل شویدۍ: طلب العلم فریضه علی کل مسلم. یانی د علم طلب په مسلمان نارینه فرض دۍ! نو څه فکر کوۍ چي په رښتیا حضرت پیغمبر ص همداسی نارینه سالار وو چی ښځي یی له زده کړو منع کولی او که تر کاسه لاندی نیمه کاسه ده،؟پدی ځای کی شک پکار دۍ اول خو احادیث د حضرت پیغمبر ص پحضور او ژوندکی ندی راټول شوی او نه یی آنحضرت د راټولول او تدوین حکم کړۍ وو بلکه د آنحضرت ص د وفات نه یوسل او لس کاله لومړنۍ د احادیثو کتاب تدوین شو چي پهغی وخت ټول هغه صحابه چی آنحضرت ص یی لیدلۍ وو په حق رسیدلی وو. کومه خلک چی د دین له آدرس نه ادعا کوی ګویا نارینه په ښځه برتری لری هغه د دوی دنده نده دا د اوسنی طبی ساینس دنده ده نه د مفسر! پدی آیت شریف کی الله ج یوازی د مسولیت خبره ویلی ده ،نوعیت یی ندۍ ویلۍ نو مفسر د کومه ځایه دغه خبره را پیدا کړیده چی نتیجه یی نارینه سالاری تری جوړه شویده؟! که پخوا نارینه تجارت کولو نو بی بی خدیجه الکبرای هم تجارت کولو، اوس که نارینه ډاکتر ،انجینر ، فارمیسیست، پیلوټ …. او داسی نور کیدلۍ شی نړۍ عملا په اثبات رسولی چی ښځي هم دغه پورته ‌کر شوی ټول کارونه کړلۍ شی نو دغه برتری بیا چیری ده ،دغه د طبی ساینس کار دۍ ! بله داچی په قرآنشریف کی ریاتره آیتونه د عربو د تاریخ،کلتور،پيښو او پیغمبرانو اړوند دی چی په اوسنی وخت کی یی د تطبیق ځای نه موندل کیږی او نه د هغه وخت چاپیریال اوس شته کوم چی قرآنشریف پکښی نازل شوۍ وو ،مثلا آیت شریف الاعراب اشد کفرا ونفاقا واجدر ط ژباړه: اعراب په کفر او منافقت کی تر ټولو سخت دی او دالله د حکم په نه منلو کی تر ټولو وړ دي. نو دارنګه خبری چی مخاطب یی یوازی عرب وی په موږ څرنګه د تطبیق وړ ګرځي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب