سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهمولوي متوکل: ملا هبت الله دې له کندهاره کابل ته راشي

مولوي متوکل: ملا هبت الله دې له کندهاره کابل ته راشي

تاند:( چار شنبه ، د غویي ۲۷ )  د طالبانو د تېرې واکمنۍ د بهرنیو چارو وزیر مولوي وکیل احمد متوکل د طالبانو له نا لیدل شوي رهبر ملا هبت الله اخند زاده څخه غوښتي، چې له کندهار څخه کابل ته راشي.

نوموړي د طالبانو د موسس ملا محمد عمر په اړه یوه مقاله کې دا غوښتنه کړې او ویلي، چې ملا عمر ځکه په خپله واکمنۍ کې کندهار د ځان لپاره مناسب باله، چې پر ټول افغانستان یې واکمني نه لرله.

هغه په کندهار کې د ملا هبت الله موجودیت د طالبانو له سراسري واکمنۍ سره هم مهاله مناسب نه دی بللی.

د طالبانو ویاندویانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ډېر خلک باور لري، چې په کندهار کې د ملا هبت الله موجودیت افغانستان په عین حال کې د څو پلازمېنو، بې ضرورته لګښتونو او د کارونو د لا ځنډ څښتن کړی.

6 COMMENTS

  1. ملا هیبت الله که کابل ته راشي د هغه اصلي څیره ، شاوخواه مشاورین او هغه ته د امر او نهی مرکز به ډیر ژر ټولو ته څرګنده شي، نو د هیبت الله پنجابي لارښوونکي غواړي خپله نانزکه یو لرې ځای د خلکو له پاملرنې نه پټ وساتي تر څو هغه سره اړیکې او هغه ته لارښوونې د خلکو ، رسنیو او حتې طالبانو لیکو کې د ملی او پنجاب ضد عناصرو نه پټ وساتل شي.

    که ملا هیبت الله د پنچاب ګوډاګی نوي پدی څه کم دوه و کلونو کې به زموږ پر خاوری د پاکستان په هوائي بریدونو یوه نیوکه کړی وای ، د خلکو پر شخصي حریمونو اولسګونه نورو وړو موضوعاتو باندی فرمانونه ورکولی شي مګر بیا په يوه ملی لویه مثله یعنی زموږ پاکې خاوری باندی په کراتو د پنجاب په هوائي یرغل بلکل صُمُّۢ بُكۡمٌ عُمۡيٞ فَهُمۡ لَا يَرۡجِعُونَ ده

    آیا د دی نه بل لوی ثبوت شته چې ملا هیبت الله د پاکستان د مفاداتو ساتوندی دی او له لاهورنه لارښونې اخلي.

  2. متوکل خو ښه خبره ګړی ده خو د هیبت په نو فکر نه کوم چی څوک موجودیت ولری هغه کوم پنجابی جنرال ده او د پردی له شاه په کندهار کښی نه چی په کوټه کی ده او دخپل دستورونه ورکوی خو خلک دی ده حیران دی که هیبت موجود هم وی نو دا نور طالبان چی دی ازادی دعوا کوی او ناری وهی چی مونږ نړی ماته کړی ده نو ولی دا خپل نا اهله رهبر نشی لری کولی ایا دی حضرت علی (رض) له زمانی نه تر اوسه کوم داسی پادشاهی مولیدلی چی پادشاه له خپل ملت څخه پټ شی او یا داسی ویده ملت مو لیدی چی په داسی یو حماقت باندی باور وکړی

  3. کله چې دبندګانو اعمال (سیاسي بدعملي, نفاق, فساد) زیات شې الله رب العزت ورباندې ظالم حاکم مسلط کوې

  4. متوکل صاحب ښه مشوره ورکړی که رښتیا هم کوم څوک پدی موقف کی وی هغه هم د افغانستان لپاره ؛نو د کور مشر ولې له کورنۍ پټ وی ؟ که مشروع مشر وی نو پټوالي څه معنی لری ؟
    لکه چي تڼی صاحب لیکلې دا د طالبانو په حماقت تمسخر دی او پنجاب پدی رذالت افغانان تحقیروی ؛ دا پنجابی تحقیر او توهین چي د ارذلیت عمق دی نباید مستور پاتی شی او دوام یی مُهر
    د صحت ږدی پر حماقت د طالبانو ۰

  5. وروڼو تمرکز پدی دی ؛ که مشر د طالبانو مشروع دی نو ولی د کندو شا ته یی پټوی ؟ هغه محدود طالب مشران چي دغې خیانت کی دخیل او دا متجاوز جانی یی چي افغان ارزښتونو او عزت ته غل
    دی نباید دلته د هیرا منډه یی په نا مشروع دود او دستور دا پاکه خاوره او بی خبره طالبان ملوث کړی او دا ملګری د پنجابی استخباراتو سره د ملی نوامیسو او اسلام سره لوی خیانت او عمیق دنائت دی د ملت او امت په وړاندی ؛ او دا پداسی حال کی چي مرحوم هبه۰۰۰ به د شهید ملا عمر په ردیف کی خپل حساب ته منتظر وی کوم چي هلته صِرف عمل صالح ارزښت لری لا مالِِ ولا بنون ایهآلمفسدون۰
    اٙلَم یٙعلم بِاٙن الله یری ـو ـ هو علیم بذات الصدور۰

  6. نه هبت شته او نه غیبت . دا کوم ظالم پنجابی چودري جنرال دی . له کوم نامالوم ځایه پر افغانانو واکمنی کوي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب