جمعه, اپریل 26, 2024
Homeخبرونهمولوي کبیر موقتاً د ملاحسن ځایناستی شو

مولوي کبیر موقتاً د ملاحسن ځایناستی شو

تاند (سې شنبه، د ثور ۲۶مه) راپورونه وايي چې د طالبانو د حکومت ريیس الوزرا ناروغ دی او پر ځای یې مولوي عبدالکبیر ګومارل شوی دی.

مولوي عبدالکبیر چې د طالبانو له واک ته رسیدو څو میاشتې وروسته د ريیس الوزرا یو مرستیال ټاکل شوی و، نرمدریځی دی خو له پاکستان سره د ښو اړیکو پلوی دی.

نوموړی د ۲۰۲۳ د اګست تر ۱۵ وړاندې د طالبانو د پېښور شورا ريیس و خو ملا حسن د کوټې شورا مشري په غاړه لرله.

ملاحسن په وروستیو ورځو کې په کندهار کې د قطر له صدراعظم سره کتلي و خو له یوې مودې راهیسې یې روغتیايي وضعیت ښه نه و.

د ملاحسن د روغتیايي وضعیت له خاربیدو وروسته د طالبانو مشر مولوي عبدالکبیر ته دنده سپارلې چې د کابینې د غونډو مشري وکړي.

د طالبانو د مشر حکم د کابینې غړیو ته اعلان شوی خو په رسنیو کې رسماً نه دی اعلان شوی.

طالب سرچینو مولوي عبدالکبیر ته د ملا حسن د مسوولیتونو سپارل تایید کړي خو ویلي یې دي چې مولوي عبدالکبیر به، چې د پکتیا ولایت اوسېدونکی دی، موقتاً د ريیس الوزرا دنده پر مخ بیايي.

2 COMMENTS

  1. د خره کوټۍ پیدا سوي وو. چا مبارکي ورکړه. مشر خره ویل خپل بار به وړي او خپل به وړم. ای آیس ای جنرال په کندهار کې ناست کته یې له یوه نه پورته کړه او په بل یې وتړله، هغه متل دى چې وایې هندو ستړي الله ج ناراضه!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب