جمعه, مارچ 29, 2024
Home+استخباراتي جګړه | استادشهسوار سنګروال

استخباراتي جګړه | استادشهسوار سنګروال

۱۰مه بر خه
 بېوسلې کول اود د وستم بیا ر اتلل
هغه مهال چې طالبانو مزار لاندې کړ، د پاکستان د کورنيو چارو وزير نصيرالله بابر مزار شريف ته راغی، له چارواکو سره يې وليدل، له يو شمېر سپارښتنو او ژمنو وروسته بېرته اسلام اباد ته لاړ.
طالبانو له يوې خوا د وسلو په ټولولو او له بلې خوا يې د سخت دریځه چلند له بابته خلک وترهول.، ورورو د خلکو کرکه ډېرېدله او دا هم په زړه کې ور تېرېدله چې ښايي د نصيرالله بابر په سپارښتنه دغه کارونه ترسره کېږي.
د کورونو لټول، د وګړو سپکول، ان هغه کسان به يې ډبول چې ږيره به يې نه درلوده… ډېرو ښاريانو مالک او غفار پهلوان ته شکايتونه وکړل چې طالبان وپوهوي ، ولې د هغوی پښه هم په پايڅې کې نښتې وه چې څه وکړي؟
هغه وخت چې جنرال مالک له ملا عبدالرزاق سره يو ځای د مزار له زيارت نه ليدنه وکړه بيا يې د خپل ورور باغ ته بوته، ملا عبدالرزاق چې باغ او ماڼۍ وليده نوله غفار پهلوان او يو تن چې ايشان کمال نومېده وپوښتل چې ياره دغه ماڼۍ خو په شخصي لګښت نده جوړه شوې، هرومرو د بيت المال په پيسو جوړه شوې ده.
وايي چې غفار پهلوان او ايشان کمال غوږ په غوږ شول:
لکه چې دغه خلک له موږه د مېرمنو د خښتګ پوښتنه هم کوي… بايد چې غم يې وخوړل شي او کنه …
مجيد روزي، غفار پهلوان، جنرال مالک، او د دوی پلويانو چې د دوستم ملاتړوته پېغورونه ورکول چې څه شو د خراسان قهرمان رشيد دوستم؟
خپله کورنۍ يې پرېښوده، تاسې يې پر سپين ميدان پرېښودی او له هېواد نه وتښتېد!!
نو بيا به يې پخپلو کې ويل چې خپل پوځونه چمتو کړئ.
د طالبانو د بې وسلې کولو مسئله د جنرال مالک تر وسلوالو هم ورسېده، نو ځکه په همدې تړاو د مۍ په ۲۸ نېټه (۱۹۹۷زکال) چې د طالب وسلوال مخ په مزار د تلو په حال کې وه چې د مالک جنګياليو په راکټو وويشتل او د سلو تنو په شاوخوا کې د طالب جنګيالو مړي سره صليب ته ولېږدول شول، مالک له دې بريد نه انکار وکړ.
که څه هم له دې نه د مخه او وروسته بيا هم د طالبانو او جنرال ملک تر مينځ ناستې ولاړې وې، ان تر دې چې د جون د مياشتې په لومړۍ اونۍ کې د طالبان د يوه پلاوي غړي ملا احسان الله جنرال مالک ته مبارکي ورکړه او ورته يې وويل : اميرالمؤمنين لخوا يو فرمان دا دی چې تاسو د بهرنيو چارو مرستيال ټاکل شوی يې، هېله ده چې ډېر زر خپله دنده اشغال کړې ، ور پسې يې بل فرمان ولوست چې ملا عبدالرزاق د هېواد د شمالي سيمو والي ټاکل شوی وه.
دلته دي چې د جنرال ملک او طالبانو تر مينځ بې باوري زياته شوه، ځکه چې د دوی تر مينځ داسې يوه ژمنه شوې وه چې مالک به پخپلو کړووړ کې ازاد پرېښودل کېږي، ولې بيا هم به طالبانو ته وفادار وي.
خو کله چې د نوو ټاکنو فرمانونه تر غوږو شول، نو بيا يې د طالبانو پر وړاندې پر يوه نوي چلند غور وکړ او خپل وسلوال يې يوه بريد ته چمتو کړل.
د مزار شريف زيارت:
د وسلو ټولو په خلکو او ولس ناوړه اغېزه وکړه… لا دغه کرکه په خپل ځای وه چې لومړی د عبدالعلي مزاري هديرې ته سپکاوی وشو او ور پسې د مزار شريف زيارت کوونکو ته ګواښ وکړ چې زيارتونو ته تګ او له زيارتونو مرسته غوښتل ناروا دي.
په طالبانو کې داسې کسان هم ول چې ويل به يې دغه هديره د حضرت علي رضی الله عنه نده، يانې چې څرنګه تر دې ځايه را ورسېده!؟ ګني دا له حقيقته لرې خبره ده!؟ له دې څرګندونو سربېره لسګونه نورې ناخوالې وې چې د طالبانو پر وړاندې پاڅون ته لار پرانېستل شوه.
لومړی وژونکی اوخونړی بريد د حيرتانو په لاره کې چې طالبانو غوښتل وسلې راټولې کړي، د هزاره ګانو لخوا پرې وشو او ګڼ شمېر طالبان يې ووژل.
د دې بريد انګازې او اوازې تر مزار شريف را ورسېدې… دا داسې مهال وه چې طالبانو دومره وسله نه درلوده چې له ځانه دفاع وکړي، ښايي دا به د جنرال ملک نيت وه چې طالبان بايد د دومره ځواک او واک څښتن نشي ، يانې هغه څه وکړي چې دوی د افغانستان په نورو ولايتونو کې وکړل. دغه پاڅون چې له حيرتانو، سيداباد او له مزار نه پيل شو ډېر زر تر شبرغان، جوزجان او تر فاريابه پورې ورسېد، چې په پای کې ملا احسان الله احسان ووژل شو او ملا عبدالرزاق په «قلعه جنګي)) کې بندي شو.
همدا رنګه په سمنګانو، کندز، تخار، همغسې تر پروان پورې د طالبانو پر وړاندې پاڅونونه را مينځته کېږي چې له بابته يې ګڼ شمېر طالبان يا خو له مينځه ځي او يا خو بند ته ټېل وهل کېږي.
له زندانونو نه هره شپه په ځانګړي ډول له شبرغان نه په سوونو طالبان د شپې له مخې اېستل کېدل او په «ليلي دښته» کې به په ډله ييزه قبرونو کې اچول کېدل.
د پاکستان لپاره دا يوه لويه ماته وه، کله چې د مخابرې په ليکه له جنرال ملک سره اړيکه ونيوه، نو هغه ورته وويل:
زما او د طالبانو د استازو تر مينځ چې د آی اس اي مرستيال عزيز هم حاضر وه يو موافقه ليک لاسليک شو چې طالبان له شمال نه د وسلو ټولولو حق نلري، شمال به د جنبش د مشر جنرال ملک لخوا رهبري کيږي، د شمال ځواکونه د طالبانو په پوځي بريدونو کې به ونډه اخلي، د شمال ټاکنې به د ملک لخوا ترسره کېږي، شمال به د افغانستان مرکزي حکومت په رسميت پېژني او مرکز به شمال… خو دوی پر خپلې ژمنې و نه درېدل.
پاکستان خپلې موخې ته د رسېدو لپاره ازاد بېګ ته دنده وسپارله چې له جنرال ملک سره وګوري او د جنرال دوستم له راتلونکي ګواښ نه يې ووېروي.
خو د اذاد بېک څرخي الوتکه د شلګرې په ولسوالۍ کې را وغورځېده او ومړ.
د جنرال دوستم بيا راتګ،
 او د پېښو غبرګون:
جنرال دوستم پداسې مهال يو ځل بيا د افغانستان شمال ته را ننوت چې په هېواد کې لا ستونزې په خپل ځای وې ، ولې بيا هم طالبان او جنرال ملک دواړه لوري دومره ځواکمن نه ول چې يو بل په بشپړه توګه له مينځه يوسي.
 بيا هم جنرال دوستم پداسې مهال مزار ته را ننوځي چې يو شمېر پېښې لا د يو شمېر لاملونو له مخې د پام وړ دي چې لنډيز يې داسې دی:
۱- پاکستان اندېښنه درلوده چې د طالبانو حکومت يې په رسميت وپېژنده بيا نو ولې د مزارشريف غوندې يو مهم ښار يې له لاسه ووت؟ په دې اړوند د افغانستان ګاونډيو هېوادونو ته وړانديز وکړ چې د افغانستان د پېښو په تړاو يو کنفرانس را وبلل شي ، نو ځکه خو د بهرنيو چارو وزير ګوهر ايوب خان د منځنۍ اسيا هېوادونو ته سفر وکړ، چې د طالبانو حکومت په رسميت وپېژني.
هغو هېوادونو دغه وړانديز ته غاړه کېنښوده، خو د دوه جمع شپږ هېوادونو کنفرانس ته چمتو شول چې بايد روسيه او امريکه د نظارت لپاره برخه واخلي.
۲- برهان الدين رباني وپتېيله چې مزار شريف ته لاړ شي او له جنرال ملک سره د روان کړکېچ په تړاو وغږېږي. ملک هم هغه پخوانۍ دبدبه له لاسه ورکړې وه ځکه چې يو شمېر ځواکونه يې د سياسي او اقتصادي لاملونو پر بنسټ له نوموړي نه خوابدي شوي ول.
ولې بيا هم رباني په خپلو هلو ځلو اسلامي جمعيت يو ځل بيا منظم کړ، له اسلامي وحدت او حرکت اسلامي تنظيمونو سره يو ځای دې ته چمتو شول چې د طالبانو د بل بريد لپاره تيار وي.
طالبانو هم د ۱۳۷۶ کال په سرطان کې د کند وز په شاوخوا سيمو کې ځانونه پیاوړي کړل د غورماچ او مرغاب په لور يې پرمختګ وکړ.
۳- مسعود په پروان، کاپيسا، ان تر غوربنده پورې خپلو پوځي عملياتو ته ادامه ورکړه او طالبانو ته يې د مال او سر درانه زيانونه واړول.
هلته په سمنګانو کې د طالبانو والي مولوي عبدلقدوس هم ووژل شو او دوستم ته يو وفادار شخص احمد خان د سمنګانو د والي په توګه وټاکل شو.
په ۱۳۷۶ کال د اسد په ۲۳ نېټې احمد شاه مسعود د وروستيو پرمختګونو پر بنسټ په پنجشېر کې يوه غونډه جوړه کړه چې رباني يې د جمهور رييس په توګه او د دفاع وزير چې بايد د جنبش استازی وي د جنرال مالک په وړانديز مسعود وټاکل شو.
غفار پهلوال د جمهور رييس مرستيا او ملک د بهرنيو چارو د وزير په توګه تعيين شول. د جمهور رييس بل مرستيال د وحدت تنظيم نه غوره شو او د هېواد د صدارت مقام عبدالرحيم غفورزي ته ورکړ شو.
۴- پدغه حکومتي تشکيل سره بيا هم ستونزې په خپل حال وې، د مزار شريف په شمول د هېواد په شمال کې د اسلامي جمعيت، اسلامي وحدت او جنبش تر مينځ يو شمېر داسې کړکېچونه ول چې له يوې خوا يې طالبان دې ته هڅول چې يو ځل بيا پوځي ډګر ته را ودانګي او له بلې خوا د عبدالرشيد دوستم راتلو ته هم لاره اواره وله.
په يوې هوايي پېښې کې د رباني د صدراعظم غفورزي، د رباني د وياند عزيز مراد، د جنبش د يوه مهم غړي کريم زارع، د جمعيت او وحدت د ګوند يو شمېر مهم غړي ووژل شول.
د جنرال ملک او د حيدر جوزجاني تر مينځ اخ و ډب او يو شمېر نورې ګڼې ستونزې په ټولو خواوو کې وې چې دوستم ځان ترمز ته ورسوه.
۵- د طالبانو ځواکونو هم چې په کومو سيمو کې ماتې خوړلې وه له سره يې يو شمېر جنګيالي بيا جګړې ته چمتو کړل. په پروان، کاپیسا، په کندوز، سمنګانو، بلخ، بغلان، تاشقرغان، بادغېس ان د حيرتانو او قلعه ذال په شاوخوا کې طالبان يو ځل بيا بريد ته چمتو شول.
ملا عمر جنرال ملک ته ګواښ وکړ چې ډېر زر پرته له وينوتو يويلو مزار پرېږدي او که نه د راتلونکو خونړيو پېښو مسؤليت به د ده پر غاړه وي.
د همدې ګواښونو له مخې احمد شاه مسعود، کريم خليلي، شېر عرب او محقق له جنرال دوستم سره اړيکه ونيوه چې دېر ژر هېواد ته راستون شي.
دوستم چې په ۱۳۷۶ هجري کال د سنبلې په ۲۰ نېټه ترمز ته رسېدلی وه، يو شمېر قومندانان يې حيرتانو ته را واستول، له خپل پخواني متحد د اسلامي ګوند له يوه نامتو قومندان جمعه خان همدرد سره هم اړيکه ونيوه.
پداسې حال کې چې رباني، جنرال ملک او يونس قانوني په ميمنه کې ول چې دوستم د يوې څرخي الوتکې په وسيله مزارشريف ته راغی. سره د هغې هم چې دوستم ورسېد، ولې بيا هم بې نظمي وه، د دوستم او ملک تر مينځ د روغې جوړې خبرې هم روانې وې.
مسعود، دوستم، وحدت او ملک يو بل ته غله ول… له دې سربېره هرچا کوښښ کاوه چې د خپل عايد لپاره د حيرتانو بندر لاندې کړي ، نو ځکه خو د سيالو وسلوالو لخوا ونيول شو.
۶- د دوستم په راتلو ملک خپل ځان کمزوری ليده، نو ځکه خو لومړی کولاب او له هغه ځایه ايران ته لاړ، ګل محمد پهلوان هم د وسلو يوه مهمه ډېپو والوزوله چې په هغې د سکات دوه دستګاوې هم وې پخپله ترکمنستان ته وتښتېد.
دوستم د جنرال ملک له تېښتې وروسته د هغه ورور غفار پهلوان بندي کړ او هغه تشکيل له مينځه لاړ چې غفار پهلوان د سرپل قومندان ټاکل شوی وه، محقق چې د مزار د کورنيو چارو وزير وه، د بلخ ولايت مهمې چوکۍ يې خپلو هزاره ګانو ته ورکړې وې.
د مزار په يوه واړه ښار کې څلور وزارتونه، د جمهوري رياست دوه مرستيالان، د صدراعظم مرستيال، او نور لوی او واړه مقامونه پخپلو کې يو بل ته ورکړ شوي وو.
دوستم د دې لپاره چې نړيوالو پام جنرال مالک ته اړولی وي د طالبانو مړي يې له څاګانو را ووېستل او هم يې طالبانو ته د بنديانو د تبادلې وړانديز وکړ.
که څه هم ملک د دې لپاره چې طالبانو ته يې خپل ښه نيت ښودلی وي د تېښتې پر مهال يې د هرات پخوانۍ والي ملا عبدالرزاق له بنده اذاد کړ.
۷- طالبانو يو ځل بيا په ۱۳۷۶ کال د قوس په شلمې ۲۰ نېټې پر غورماچ بريد وکړ، او د جدې په ۹ نهمه نېټه د دواړو غاړو تر مينځ چې ځمکني او هوايي ځواکونو پکې ونډه درلوده يوه سخته خونړۍ جګړه ونښته، نه يوازې د دوستم وسلوالو ماته وخوړه بلکې دوستم هم ټپي شو.
جنرال دوستم له يوې خوا له طالبانو سره لاس او ګرېوان وه او له بلې خوا د محقق، مسعود او عطا محمد نور تر ګواښ لانده وه.
که څه هم د همدې ستونزو په تړاو مسعود، خليلي او دوستم په ترمز کې يوه غونډه وکړه چې خپلمنځي اختلافات له مينځه يوسي، ولې بيا هم د دوی زړونه يو بل ته نه پاکېدل.
له ناستې وروسته د حوت په «۱۵» نېټه (۱۳۷۶ کال) مسعود مزار شریف ته راغی. دا داسې محال دی چې حکمتیار هم مزار شريف ته، رسېدلی وه ولې وې ويل چې زه د قدرت د وېش لپاره نه يم راغلی، په دغه وخت کې شمالي ټلواله په خپلو کې يو شمېر وزارتونه وېشلي وو لکه: د ښوونې او روزنې، اطلاعات او فرهنګ، د بهرنيو چارو، هوا نوردۍ، په داسې حال کې د جمهور رييس مرستيال منصور نادري غوره شوی وه، دغه وزارتونه او له دې سربېره د مزار نور وزارتونه او مقامونه ووېشل شول.
۸- سره د دې چې طالبان، شمالي ټلوالې ته يو ستر ګواښ وه، ولې بيا هم په ټلواله کې خپل مينځي اخ و ډب دومره زيات وه چې پخپلو شخصي ګټو سره نه جوړېدل.
مسعود خو هغسې هم د پنجشېر د غرونو کلا له ځانه را چاپېره کړې وه. خو محقق او د وحدت تنظيم غړي يې د جنرال دوستم پر وړاندې پر شا ډبول، د دوی ستره ستونزه د حیرتانو او شېرخان بندرونو د پیسو په سر وه چې هر تنظيم خپله ونډه غوښته.
د همدې په سر څو وارې يو د بل پروړاندې وسلوال بريدونه شوي ول. ان يوه ورځ د وحدت د ګوند يوه قومندان چې نصير ديوانه يې باله، پخپله جنرال دوستم ته ګواښ وکړ، ولې د حيرتانو د بندر ونډه په مساوي توګه پر موږ نه وېشې؟
په ټول شمال کې چور روان وه، د هېچا سر، مال او ناموس خوندي نه وه. څو وارې د مزار خلک جنرال دوستم، محقق او عطا ته لاړل چې موږ شپه ورځ د وسلوالو لخوا ګواښل کېږو، ولې څوک زموږ غږ نه اوري!؟
ډېر ځله جمعيت او وحدت د جنبش پر وړاندې جنګېدل او په هره جګړه کې به په سلګونو ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښته.
په هېواد کې يو د بل پسې د خلکو ځورول، وژل، لوټول او د وګړو د ټولنيز ژوند په ټولو اړخونو کې دغه بوګنوونکې غمېزه روانه وه، نه د کور د ننه داسې يو ملي تن او اتل د هېواد د ژغورلو لپاره ډګر ته را ووت او نه په نړيواله کچه د ملګرو ملتو اداره او يا د نړۍ کوم هېواد، د خواخوږۍ لپاره را وړاندې شو چې روان کړکېچ او دغو خونړيو غميزو ته د پای ټکی کېږدي.
که څه هم کله کله به ملګرو ملتو او يا به کوم هېواد غږ را پورته کړ، لکه را واخله د المان او ترکيې هېوادونو وړانديز وکړ چې په جګړه کې د ښکېلو خواوو وسلوال سره کښېنوي، د افغانستان د پخواني پادشاه يو استازی سيرت ترکې ته راغی، يوه غونډه يې را وبلله چې پدې کې د ملي جنبش او اسلامي جمعيت استازو ګډون وکړ، ولې پايله يې ګټوره نه وه.
د امريکا د بهرنيو چارو مرستيال وزير کارل اندر فرت د امريکې سنا ته وويل:
په افغانستان کې هېڅ يوې پوځي او وسلوالې ډلې دومره برلاسی ترلاسه نکړه چې چې نورې وسلوالې ډلې مهار او کابو کړي.
په همدې تړاو د امريکا د بهرنيو چارو وزير د برتانيا، روسيې او پاکستان هېوادونو سره د افغانستان د نا امنۍ په اړه خبرې وکړې، ايران هم خپل ټټر وواهه، پدې تړا په ۱۳۷۶ کال د اسلامي کنفرانس کوربه شو، د پام وړ خبره خو دا وه چې کله برهان الدين رباني د ګډون لپاره هلته لاړ، د دې لپاره چې دوستم د يوه پياوړي ځواک په توګه خپل ځای ناستی وټاکي، بلکې د کورنيو چارو وزير محقق ټاکي.
دغه کنفرانس چې د قوس په ۱۹ نېټه پایته ورسېد، د پام وړ پايله يې نه درلوده.
هغه وخت چې د جنبش او وحدت تنظيم د وسلوالو تر مينځ خونړۍ جګړې روانې وې په ۱۳۷۶ کال د حوت په ۲۳ نېټې د ايران سفير له دوستم او محقق سره خبرې وکړې، خو کوم بري ته ونه رسېد، نو بيا يې له دوستم نه غوښتنه وکړه چې په دې تړاو ايران ته سفر وکړي.
په ۱۳۷۷ لېږديز کال د حمل په ۲۸ نېټې په ملګرو ملتو کې د امريکا استازی «ريچاردسن» لومړی کندهار ته لاړ او ورپسې شبرغان ته چې له جنرال دوستم سره وغږېږي.
وروسته بيا کندهار ته لاړ او هلته يې له ملا عمر او وکيل احمد سره وليدل او وړانديز يې وکړ چې دواړه غاړې بايد پدغو ټکو غور وکړي:
۱- اوربند بايد عملي شي.
۲- بنديان بايد د دواړو لخوا تبادله کړی شي.
۳- يو پلاوی له دواړو غاړو نه وټاکل شي، لومړی غونډه په پاکستان او دويمه بايد جاپان کې ترسره شي.
د شمالي ټلوالي د رباني په ګډون، دوستم، خليلي د اسلامي حرکت په استازيتوب جاوېد او اکبري پرلپسې غونډې وکړې چې د خبرو اجنډا جوړه کړي.
دا ټولې کورنۍ او بهرنۍ هڅې کومې داسې پايلې ته ونه رسېدې چې په افغانستان کې يو تلپاتې سوله مينځ ته راشي.
لومړی خو شمالي ټلوالې په خپلو کې يو بل ته ښه نيت نه درلود، او دويم پاکستان په طالبانو ټينګار کاوه چې بايد افغانستان ونيسي او کنه نړيوال سياسي باور به له لاسه ورکړي.
په دغه حالت کې به پاکستان اړ شي چې له طالبانو نه، د رسميت پېژندلو باور بېرته واخلي.
دغه او دېته ورته نور لاملونه ول چې طالبانو يو ځل بيا خپل وسلوال بريدونه پيل کړل. (نوربیا)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب