دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهایران له طالب رژیمه د اوبو د مسلکي متخصصانو د لیرې کیدو...

ایران له طالب رژیمه د اوبو د مسلکي متخصصانو د لیرې کیدو ضمني غوښتنه کړې

تاند:(سې شنبه ، د غویي ۲۶) په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړي استازي کاظمي قمي په ضمني توګه د طالبانو له رژیم څخه د اوبو د مسلکي متخصصینو د لیرې کیدو غوښتنه کړې ده.

قمي له یوه ایراني ټلویزون سره په مرکه کې ویلي، چې د مخکیني دولت د اوبو متخصصین طالبان ایران ته د اضافي اوبو پریښودو ته نه پریږدي.

ایران ادعا لري، چې افغانستان ورسره د هیرمند د اوبو تړون نه عملي کوي، خو د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام چارواکو دا تورونه بې بنسټه ګڼل.

طالبانو هم ویلي، چې د دغه تړون عملي کولو ته ژمن دي، خو په رسمي ډول یې د ایران دغه ادعا نه ده تایید کړې.

د ایراني سفیر څرګندونې یو شمېر شنونکو د اوبو د مدیریت له سکتور څخه د افغان کادرونو د ګوښه کیدو غوښتنه تعبیر کړې او له طالبانو یې غوښتي، چې په دې برخه کې د ایران فشار او غوښتنې ونه مني.

د اوبو د چارو متخصصین د اوبو د مدیریت په برخه کې د جمهوري نظام دریځ ته د طالبانو دوام ورکول ستایي او وایي، چې په دې اړه ګاونډیو هېوادونو ته د طالبانو نه غاړه ایښودل ګټور دي.

5 COMMENTS

  1. اوس په دنيا کې له 8 بليونه نفوس څخه 2 بليونه پاکو اوبو ته لاسرسی نلري۔
    ايران پخوا د افغانستان اوبه ځانته ذخيره کولې ااو خپلې هغه ې پر عربانو څو چنده قيمته پلورلې۔ غني په اواخرو کې داوبو متخصصين وګمارل چې له کمالخان سلما او نورو نه سمه ګټه دهيواد په ښېرازي کې واخستل شي۔ او ط باید خپلو ملي ګټو ته ژمن وي۔ نه د یو څو اخوندانو اخوندزادګي دې نه کوي۔
    څوک چې خدایکړي بې آبه وي ۔ په اوتو بهوتو به با اب و پرده نشي!!

  2. د غنی وروسیتو کې کله چی د اوبو او برپښنا وزارت د تورن اسماعیل له منګولو وژغورل شو، یو ډیر مهم اولوی کار د دغه وزارت په دوو برخو جلا کول و: یو یی د بریښنا او بل د اوبو ملی کمیټه . د اوبو د مطالعاتو لپاره هر اړخیز پلان تر کار لاندی ونیول شو او پراخه هڅې پیل شوی متاسفانه دغه هڅې هم د پاکستان او هم د ایران تر شدید نظر لاندی وی . دغنی د دوری یو ډیر معقول او د افغانانو لپاره حیاتی کار همدا و . له نیکه مرغه هغه وخت یو څو د اوبو لایق متخصصین هم په کار وګومارل شول، متاسفانه دا وخت ډیره ناوخته وه. اوس ایران او پاکستان دواړه غواړی دغه متخصصین له دندو لری شی. څومره چی میډیا خبره ده دا متخصصین لا وختی له کاره ګوښه یا له افغانستانه وتلی دی. دوی هغه وخت د خطر ګواښ احساس کړ کله چی په ۲۰۲۰ کې د کانونو د متخصصانو موټر یو ځانمګری وچاود او هغه کی ۱۷تنه دافغانستان د معدنو متخصصان شهیدان شول. دا دوه مسلکی برخی (اوبه او معدن) دافغانستان د دښمنانو دسترګو اغزی دی.

  3. غلامي خو ښکر نلري. هیبتې او حقاني ځناور د میږو خاصیت لري هر څوک چې شین بوټې (ډالر) ور ښکاره کړي نو هغو ته به به ناري وهي. اوبه خو څه کوي ښځې ترې پنجاب کینولي. چې په هغو غیرت ونکړي په هیواد او اوبو به یې څه وکړي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب