یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهپاکستان بیا پر خوست هوایي برید کړی

پاکستان بیا پر خوست هوایي برید کړی

تاند:( سې شنبه ، د غویي ۲۶ )    د خوست په بهرام خېلو کلي کې تېره نېمه شپه د وزیرستان د یوه دیني عالم پر کور د پاکستاني بې پيلوټه الوتکې د برید خبر ورکړل شوی.

د پاکستاني طالبانو د تحریک یوه سرچینه وايي، په برید کې د وزیرستان د اوسېدونکي دیني عالم مفتي فاروق کور په نښه شوی دی.

په خوست کې ولسي سرچینې هم دا خبره تاییدوي.

په خوست کې د طالبانو یوه ویاند مستغفر ګربز وویل، په پېښه کې دوه ماشومانې شهیدانې شوي او دوه نور ماشومان- یوه نجلۍ او یو هلک ټپیان دي.

د ښاغلي ګربز په وینا په چاودنه کې مفتي فاروق ته زیان نه دی اوښتی.

د سیمې اوسېدونکي وايي مفتي فاروق وزیرستانی کډوال و، چې له اتو کلونو راهیسې یې په دې کلي کې امامت کاوه.

طالب سرچینو د هغه په کور کې د چاودیدونکو توکیو د موجودیت خبر هم ورکړی.

په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له دې چې د پاکستان پوځ په قبایلي سیمو له هغې ډلې په وزیرستانونو کې د ضرب عضب په نوم پوځي عملیات پیل کړل، له یو میلیون ډېر ملکي وګړي له خپلو مېنو وتلو ته اړ شول. په دې ډله کې زرګونه وزیرستاني کډوال خوست ولایت ته کډه شول او له هغه وخته هلته استوګن دي.

د پاکستان د کورنیوچارو ویر رانا ثناالله د تېرکال په مرغومي میاشت کې ګواښ کړی و، چې که په دې هېواد کې د پاکستاني طالبانو یا TTP حملې دوام وکړي، نو د پاکستان پوځ به په افغانستان کې د دې ډلې پر پټنځایونو عملیات وکړي خو د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت په یوه بیان سخت غبرګون وښود ویې ویل چې افغانستان بې څښتنه نه دی. په بیان کې ویل شوي و، چې طالبان د خپل هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ دفاع ته چمتو دي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو په راوروسته موده کې پاکستان په افغانستان کې نورې هوايي حملې هم کړي. د ۲۰۲۲ کال په اپرېل میاشت کې د طالبانو د حکومت د بهرنیوچارو وزارت وویل چې په کابل کې د پاکستان د هغه مهال سفیر منصوراحمدخان یې احضار کړی او په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستاني الوتکو بمباري یې غندلې او د دې ډول پېښو د نه تکرارېدو غوښتنه یې کړې ده.

د خوست په سپېرې او تڼیو ولسوالۍ کې د وزیرستاني کډوالو په دې بمباریو کې د ولسي سرچینو په وینا لږترلږه دېرش تنه وژل شوي او له شلو زیات نور کسان ټپیان شوي وو. همداراز د کونړ ولایت په شولتن ولسوالۍ کې د پاکستاني الوتکو د بمبارۍ خبر ورکړل شوی و، چې په نتیجه کې یې پنځه ماشومان او یوه ښځه وژل شوي وو.

پاکستاني چارواکو د اوسنیو او پخوانیو حملو د ادعاوو په اړه تراوسه هېڅ نه دي ویلي.

 په ټولنیزو رسنیو کې خلکو د پاکستان د برید او د طالب رژیم د چوپتیا دواړو په اړه غبرګونونه ښودلي.

د دوی په وینا، طالبان سره له دې چې د افغانستان د ازادولو او بهرنیو عملیاتو د بندیدو ادعاوې لري، خو د داسې بریدونو په اړه یا د پردې تر شا همکاري کوي یا د پاکستان پر وړاندې څه نه شي ویلای.

1 COMMENT

  1. پاکستان هلته پخپل کور کي د ډيرو ستونځو سره لاس ا. ګريوان دۍ دهغي نه د خپلو خلکو دپام اړولو او دپوځ رول ته د حيثيت موندلو پخاطر دا کار کوي، افغان لوري ته ښايي د پاکستان لدي ناورين او نازک حالت نه ګټه پورته او پاکستان ته پياوړۍ پيغام واستوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب