دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهد افغان مذهبي اقلیتونو په ګډون ۴۵۰ تنو ته د هند تابعیت...

د افغان مذهبي اقلیتونو په ګډون ۴۵۰ تنو ته د هند تابعیت ورکړل شوی

تاند (شنبه، د حوت ۲۶مه) په هند کې د تابعیت قانون له تازه ناندیز تعدیل سره هم مهاله، راپورونه ښيي چې دغه هېواد په وروستیو کې د یو شمېر افغانانو په ګډون د مذهبي اقلیتونو اړوند ۴۵۰ تنو ته د تابعیت اسناد ورکړي.

په دغو کسانو کې د بنګله دېش او پاکستان د مذهبي اقلیتونو کسان هم شامل دي.

ویل شوي، چې دغه کسان په مذهبي لحاظ هندوان، سیکان، عیسویان او بودایان دي.

هندي رسنیو په مشخص ډول نه دي ویلي، په دغو کسانو کې څومره یې د کوم هېواد اړوند دي، خو د افغانانو په اړه وړاندوېنه دا ده چې تابعیت اخیستونکي ټول هندو باوره او سیکان دي.

افغان هندو باوران او سیکان، د طالبانو له بیا واکمنیدو یانې د ۲۰۲۱ له اګسټ څخه لا مخکې په افغانستان کې سختو امنیتي ګواښونو سره مخ او څو ځلې یې پر را ټولیدنو خونړي بریدونه وشول.

د دغو بریدونو مسوولیت داعش ډلې پر غاړه واخیستل.

پر افغان هندو باورو، د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته هم بریدونو دوام وکړ، چې له امله یې سلګونه نور دغه مذهبي اقلیتونه هم هېواد پرېښودو ته اړ او تر ډېره هندوستان ته وکوچېدل.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین، د هند د تابعیت د قانون تعدیل ته په غبرګون کې ویلي، چې په دغه تعدیل کې له تابعیت اخیستو څخه د مسلمانانو مستثنا کول ښه نه بولي، خو د افغان هندو باورو او سیکانو په اړه یې ادعا کړې، چې ګواکې افغانستان کې ورته خطر نه دی پېښ او دوی یې ښه ساتنه کوي.

بل لور ته: د طالبانو د عدلیې وزارت ویلي، چې له غاصبانو څخه یې د افغان هندو باورانو او سیکانو د ځمکو او ملکیتونو د خلاصون هڅې پيل کړي.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، سلګونه زره افغانان هېواد پرېښودو ته اړ او یوه زیاته برخه یې لویدیزو هېوادونو ته کوچیدلي.

طالب چارواکي بیا ادعا لري، چې یو کس هم د دوی له وېرې هېواد پرېښودو ته نه دی اړ شوی او د دوی په ادعا، له بهرنیو هېوادونو لا هېواد ته د افغانانو د بېرته ستنیدو زمینه برابره ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب