یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهاروپايي پارلمان ته د کابل د رژیم غبرګون؛ د خپلو ارزښتونو درناوی...

اروپايي پارلمان ته د کابل د رژیم غبرګون؛ د خپلو ارزښتونو درناوی او چارو کې نه لاسوهنه غواړو

تاند (شنبه، د حوت ۲۶مه) په کابل کې د طالبانو د واکمن رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد، د افغانستان په اړه د اروپایي ټولنې د پارلمان وروستي پرېکړه لیک ته توند غبرګون وښود.

د اروپا پارلمان په افغانستان کې د اعدام له مجازاتو د مخنیوي او پر ښځو د لګول شویو محدودیتونو د لرې کېدو په تړاو یو پرېکړه لیک تصویب کړ.

د اروپا پارلمان په دغه پرېکړه لیک سره په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې د افغان نجونو او ښځو د مساوي مشارکت غوښتنه کړې ده.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا دا پرېکړه لیک، د دوی په کورنیو چارو کې لاسوهنه ګڼلې او ویلي، چې باید ارزښتونو ته یې درناوی وشي.

هغه د شرعي حدودو د تطبیق په نوم، د خپل رژیم له مجازاتو هم ننګه کړې او ویلي، چې دا د دوی ارزښتونه دي او د شریعت د عملي کېدو لپاره یې ترسره کوي.

تازه، د طالبانو سترې محکمې ویلي چې د دوی له بیا واکمنیدو سره، څه باندې ۴ نیم سوه کسان د شرعي حدودو د تطبیق په نوم مجازات شوي.

د واکمن رژیم لخوا د شرعي حدودو د تطبیق په نوم د ۴۵۰ تنو مجازات – تاند (taand.net)

د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره، دوی د دوحې تړون په اډانه کې نړیوالو سره د کړو ژمنو برعکس د لومړۍ واکمنۍ په شان یې افراطي کړنو او په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو خلاف دریځونو او د نورو خلکو د اساسي حقونو نقض ته شدت ورکړی، چې پراخو مخالفتونو سره مخ شوي.

امریکا متحده ایالاتو، چې طالبانو سره یې دوحه کې د سولې تړون کړی و، یو ځل بیا له دوی وغوښتل چې د یاد شوي تړون پر ژمنو عمل وکړي.

طالب چارواکي بیا ادعا لري، چې دوی یاد شوی تړون او نورې ژمنې عملي کړي، خو نړیواله ټولنه او په سر کې امریکا ورسره کړې ژمنې نه دي عملي کړي.

1 COMMENT

  1. پنجابی غلامه او د درواغو مجاهده ، تاسی وحشیان د غلیسی امریکا له خوا دوهم ځل ډورامائی شکل سره په کابل کښی د ملت پر اوږو سپاره کړۍ شوۍ او نوره تربیه شوی غلامان ئی دتاسو دوهم لپاره تیښتی ته مجبور کړل او ته وحشی غلام بیا په کوم جرأت خپلو بادارانو ته اخطار ورکوی چی د مونږ په داخلی موضوعګانو کښی د مداخلی حق نلرۍ ، د پنجاب له خوا قادیانی تربیه شویه چړی د تاسو تر مینځ دا زرګری غورپشونه وختی په ډاګه شوی دی تاسی چړیان د روسی او چینائی کمونیستانو څخه هم بدتره یاستۍ اوس د تاسو حلقو کښی ډیر ږیرور کمونیستان مسلسل الحمد الله زمزمه کوی فعلآ دا ټول خائین مکروبونه سره یو ځای شوی دی او افغان ملت به تر ډیره وخته قادیانی چرندیاتو ته خاموشه پاتی نشی !!!!

    د تاسو غلامو چړیانو له برکته اوس خلقی پرچمی او ماؤیستی کمونیستان په افغان ویب سایتونو کښی ډیر ګرم لیده کیږی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب