شنبه, اپریل 27, 2024
Home+غزل (ذوقافیتین) عبدالباري جهاني

غزل (ذوقافیتین) عبدالباري جهاني

ته لمبه زه دي بورا یم رقیبان را خبر نه سي

پټ په زړه کي به دي ستا یم چي جهان را خبر نه سي

په تندي کي به یې وړمه تر محشره تور د میني

په سجده کي یې نوم وایم ملایان را خبر نه سي

ماته مه تویوه اوښکي زما له اور سره خپلوي ده

زه په خپله لمبه پایم پتنګان را خبر نه سي

له لېمو مي سفر وکړ لوری نه را معلومیږي

لکه اوښکه بې پروا یم چي ګرېوان را خبر نه سي

ژر لا مه راځه مرګیه لا په غېږ کي غوټۍ وړمه

نن په پټه خوله ګویا یم چي خزان را خبر نه سي

ماتي کړي مي توبې دي بیا د خُم څنګ ته درځمه

چا ویل چي زه بسیا یم حریفان را خبر نه سي

په سکروټو کي درځمه د سیالیو له غیرته

بس دا یو زه دي رسوا یم عاشقان را خبر نه سي

دا یوه شېبه مي پرېږده خپل خیالونه زنګومه

د بدرۍ په خوب لګیایم ترابان را خبر نه سي

زما له شوره به شنوا سي د کاڼه فلک غوږونه

چي ژوندون وي زه به پایم غلیمان را خبر نه سي

ستا د نوم له برکته جهاني لیکم نظمونه

د غزل د ښار پاچا یم شاعران را خبر نه سي.

د ۲۰۲۴ کال د مارچ د میاشتي پنځه ویشتمه. ویرجینا.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب