یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد امربالمعروف لپاره د ملا هبت الله اخوند زاده د قانون جوړېدو...

د امربالمعروف لپاره د ملا هبت الله اخوند زاده د قانون جوړېدو اعلان

تاند (۳ شنبه، د حمل ۷ مه) د طالبانو عمومي مشر ملا هبت الله اخوند زاده د خپل رژیم د امربالمعروف وزارت لپاره جوړ شوی قانون لاسلیک کړی، چې نن یې د دغو وزارت چارواکو د عملي کېدو د پیل اعلان وکړ.

د دغه وزارت د شکایتونو اورېدو مرستیال، شیخ سیدعلي صدیق الله وویل، دغه قانون له دې وروسته په ټولو ادارو او وزارتونو کې د پلي کېدو وړ دی.

سرچینې د یاد شوي قانون د جزییاتو په اړه ډېر توضیحات نه دي ورکړي.

 ملا هبت الله اخوند زاده په خپله یوه رسنیزه کړې وینا کې همدا روانه اوونۍ ټینګار وکړ، چې رژیم به یې د هغو کړنو په دوام چې دی یې د « اسلامي حدودو» تطبیق ګڼي، کلک ودریږي او د دوی له نظره پر دغو مجازاتو مستحق نارینه او ښځې به په عام محضر کې مجازات کړي.

د ده په وینا، له واکمنیدو سره یې په افغاستان کې د دیموکراسۍ جنازه خاورو ته سپارل شوې او د دوی « شرعي نظام» یې پر ځای حاکم شوی.

د امربالمعروف وزارت د طالبانو په لومړني برځیدلي رژیم او اوسني حاکم رژیم دواړو کې له تر ټولو ځواکمنو ادارو و/ دی، چې پر ټولو ادارو او خلکو د حکم چلولو واک ورکړل شوی.

طالبانو دا ځل دا وزارت د جمهوري نظام د ښځو چارو وزارت په ودانۍ کې تاسیس کړی او ښځینه فعالانې شکایت کوي، چې د دغه وزارت ډېره پاملرنه د ښځو د حقونو نقض او پرې ظالمانه قیوداتو ته ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب