شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهد بېلتون غوښتونکو د حملو له زیاتېدو وروسته د بلوچستان اعلي وزیر...

د بېلتون غوښتونکو د حملو له زیاتېدو وروسته د بلوچستان اعلي وزیر د سولې وړاندیز وکړ

تاند (سې شنبه، د حمل ۷ مه) بلوچستان اعلي وزیر سرفراز بوګټي له بېلتون غوښتونکو سره خبرو ته تیاري وښوده.

بوګټي وویل له مرورو بلوڅانو سره په خپله خبرو ته تیار دی.

ده د بلوچستان د خلکو د محرومیت په اړه وویل چې د دې محرومیت مسوولیت د پنجابیانو او سندیانو په غاړه نه دی بلکې په خپله د بلوڅانو ملامتي ده.

تېره شپه د بلوچستان د ازادۍ پوځ په نوم بېلتون غوښتونکو په تربت ښار کې د پاکستان د سمندري ځواک پر هوايي اډه برید وکړ چې څو ساعته یې دوام وکړ.

د پاکستان پوځ ادعا کوي چې  د سمندري ځواک پر اډې یې حمله شنډه کړې او څلور بریدګر یې وژلي دي.

خو د بلوچستان د ازادۍ پوځ مجید لوا بیا وايي چې د پاکستان پوځ ته یې درنه مرګ ژوبله او تاوانونه اړولي دي.

تر دې وړاندې د بلوچستان د ازادۍ پوځ مجید لوا د مارچ په شلمه د مکران په گوادر کې د ګوادر پر اداري او هستوګن کمپلیکس حمله کړې وه چې په ترڅ کې يې د پاکستان د پوځ په ادعا دوه عسکر ووژل شول او ځينې ټپیان شول.

1 COMMENT

  1. B A L WANT FREEDOM FROM PUNJAABI ESTABLISHMENT,
    T T P WANT PURE ISLAMI SHAREEIAT IN KHYBER PUKHTOONKHWA/BALOOCHISTAN,
    ZENDAH BAAD BOOTH PARTY

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب