شنبه, اپریل 27, 2024
Homeخبرونهروغتیا نړیوال سازمان: نیمایي افغانان له روحي نارامیو ځوریږي

روغتیا نړیوال سازمان: نیمایي افغانان له روحي نارامیو ځوریږي

تاند (۳ شنبه، د حمل ۷ مه) د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان یوه مقام ډاکټر حنان بلخي ویلي، چې شاوخوا ۵۰ سلنه افغانان له روحي – رواني ستونزو ځوریږي او دغه ځور یې د ژوند څرنګوالي اغېزمن کړی.

نوموړي په افغانستان کې د نشه یي توکیو له امله د خلکو پر ژوند د اغېزو په تړاو یوې جوړې شوې غونډې ته دا څرګندونې کړي او ویلي، چې اروپایي ټولنه له دغه نړیوال سازمان سره په همکارۍ، په افغانستان کې د نشه یي توکیو د کارونې له امله د روحي – رواني نارامیو د مخنیوي لپاره شاوخوا ۳۰ ټیمونه ګومارلي، چې ډېر تمرکز یې خلکو ته پوهاوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان څخه هره ورځ د اقتصادي او بشري ناورین د پراختیا او له دې امله په یو شمېر سیمو کې په وقفه یي ډول د ځان وژنو او جنایي پېښو د زیاتوالي خبرونه ورکول کیږي.

پر افغانستان واکمن طالب رژیم، چې امنیت تر ډېره له فزیکي پلوه تعریفوي؛ په افغانستان کې د خلکو د سکون زیاتیدو ادعا کوي.

د دوی منتقدان بیا د رواني نا امنۍ د زیاتوالي ادعا او طالبان یې د افراطي قیوداتو د وضع کولو له امله اصلي لامل بولي.

طالب چارواکي بیا دا ادعاوې بې اساسه ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب