یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهافغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو د څار په اړه له ځواب...

افغانستان کې د بې پيلوټه الوتکو د څار په اړه له ځواب ویلو د امریکایي ویاند ډډه

تاند (۴شنبه، د حمل ۱۵ مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند میتو میلر، په یوه خبري ناسته کې د افغانستان پر فضا د دوی د بې پيلوټه الوتکو د څار په تړاو د پوښتنې له ځوابولو ډډه وکړه.

نوموړی پرون په یوه خبري ناسته کې په دې اړه وپوښتل شو، خو هغه یې په ځواب کې لند همدومره وویل: به دې اړه کوم لیدلوری نه لرو.

په وروستیو ورځو کې له بېلابېلو ولایتونو څخه خلک خبر ورکوي، چې د افغانستان پر فضا د بې پيلوټه الوتکو الوتنې زیاتې شوې دي.

کندهار، نیمرز، بدخشان او یو شمېر نور ولایتونه په دې برخه کې ډېر یادیږي، چې بې پيلوټه الوتکې یې په فضا کې زیات ګرځیږي.

د طالبانو د رژیم ویاند ذبیح الله مجاهد هم روانه اوونۍ دا موضوع تایید او یادې الوتنې د افغانستان د هوایي حریم نقض وباله.

هغه د دغو الوتکو د څار د پای ته رسېدو غوښتنه وکړه.

طالب چارواکو نه دي ویلي، چې د دوی په نظر د دغو څارونکو الوتکو د څار زیاتوالي دلیل څه دی.

په کاناډا کې د افغانستان پخوانۍ سفیره شینکۍ کړوخېل بیا باور لري، چې دغه الوتنې د امریکا اړوندې دي او یاد شوی هېواد په دې ډول طالبانو ته خبرداری ورکوي، چې له زورواکۍ او خپلسرۍ لاس په سر او افغانانو او نړیوالو سره تعامل ته مخه کړي.

د طالبانو دفاع وزیر محمدیعقوب مجاهد او د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال عباس ستانکزي هم څو ځلي ویلي وو چې د افغانستان فضا لا هم د امریکا په کنټرول کې ده او امریکايي الوتکې له پاکستان څخه راځي.

د طالبانو حکومت د دفاع سرپرست وزیر محمد یعقوب مجاهد د تېر کال په اسد میاشت کې له العربیه شبکې سره په مرکه کې ادعا وکړه چې د امریکا بې پیلوټه الوتکې په افغانستان په ټکو یې له پاکستانه الوتنې کوي، خو د پاکستان حکومت هغه مهال دغه ادعا رد کړې وه.

اووه میاشتې وړاندې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي و چې یوازې امریکايي بې‌پیلوټه الوتکې نه؛ بلکې د نورو هېوادونو الوتکې هم پر افغانستان الوتنې کوي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت ویندوی متیو میلر د یوې پوښتنې په ځواب کې بې له دې چې د بې پېلوټه الوتکو یادونه وکړي، ویلي و چې واشنګټن په افغانستان کې د داعش د ګواښونو له درکه اندېښنه لري.

د ۲۰۲۲ کال په دوبي کې د القاعده شبکې مشر ایمن‌ الظواهري په کابل کې د امریکا بې‌پیلوټه الوتکې په یوه برید کې ووژل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب