یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهمالیې وزارت: له اختر مخکې د دولتي کارکوونکو د حمل میاشتې معاشونه...

مالیې وزارت: له اختر مخکې د دولتي کارکوونکو د حمل میاشتې معاشونه ورکوو

تاند (۴شنبه، د حمل ۱۵ مه) د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د مالیې وزارت ویلي، چې د کوچني اختر په مناسبت به له اختر مخکې د دولتي کارکوونکو د حمل میاشتې معاشونه ورکړي.

دغه وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د نوي لمریز کال بودیجه د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده تایید کړې او دوی به یې له مخې ژر د دغه کال د لومړۍ میاشتې معاشونه ورکړي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم روانه اوونۍ د دوی د مشر لخوا د نوي کال د بودیجې د تایید خبر ورکړ او زیاته یې کړه، چې د تېر کال په نسبت پکې د پراختیایي پروژو لپاره پاملرنه زیاته شوې ده.

طالب ویاند د دغې بودیجې سطحه او نور جزییات نه دي په ډاګه کړي.

د طالبانو پر رژیم د بودیجې د ترتیب او تصویب د پړاوونو د نه روښانوالي او ورڅخه د څار د نه موجودیت په اړه نیوکې موجودې دي.

له دې سره، یو شمېر دولتي کارکوونکو دوی ته د اختر په مناسبت د معاشونو د وار د مخه ورکړې د پرېکړې هرکلی کړی دی.

د طالبانو له بیا واکمنیدو سره، په افغانستان کې اقتصادي او بشري ناورین پراخ شوی، چې د نړیوالو سازمانونو د ارقامو له مخې، تر نیمایي زیات افغانان یې سخت اغېزمن کړي دي.

2 COMMENTS

  1. د مالیی وزارت به دولتی مامورینو ته چي اکثریت یی په تحریک طالبان ګوند پوری تړلی د معاش د ورکولو زیرۍ ورکړی او دی کی به هم ۵۰ زره د امیر شخصی فوج او نور به هم نور پټاویان او د کبار ګوند نازولی او غاصبان د ملی اماناتو جوړوی ؛ خو هغه مظلومان او مظلومانې چي
    وظیفی یی غصب شوی او تدریجی مرګ ته مو سوق کړی،جناب امیر هغوی ته څه زیری لری ؟ او که یواځی خپل ګوند ورته ارزښت لری نور د ومری ؟

    • د ښونځیو د ښوونکو یا معلمینو معاشو نه یې ٣٠٠٠ افغاني ټیټ او د تیرو دري میاشتو معاشونه یې ترې وخوړل. اوس بل فرمان دا دي چې پخواني تقاعد ولاړ او له دې وروسته تقاعد سیستم لغوه او حرام ګنړل کیږئ. زه حیران دغې ته یم چې دا د فتوا دا ماشین دې هیبتي ځناور په خپل کور کې چیرته نصب کړئ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب