سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد هواپېژندنې ادارې په ګڼو ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سیلونو...

د هواپېژندنې ادارې په ګڼو ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سیلونو وړاندوینه کړې

تاند(پنجشنبه، د حمل ۲۳مه) د ترانسپورت او هوايي چلن وزارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په ګڼو سیمو کې د شدیدو بارانونو، واورې، تېزو بادونو او سیلونو وړاندوینه کړې ده.

د هوا پېژندنې د ادارې له اټکل سره سم د ورښت اندازه به له ۱۵ تر ۸۰ ملي مترو پورې وي او د واورې اندازه به له ۱۵ تر ۵۰ سانتي مترو پورې وي.

دې ادارې په بدخشان، تخار، بغلان، کونړ، بلخ، پروان، پنجشېر، کاپیسا، کابل، لوګر، نورستان، پکتیا، ننګرهار، لغمان، زابل، کندهار، خوست، اروزګان، دایکنډي، غور، هرات، فراه، نیمروز، بادغس، سرپل، بامیان، میدان وردک، غزني، فاریاب او جوزجان ولایتونو کې د شدیدو ورښتونو او سیلونو وړاندوینه کړې ده.

د دغو ولایتونو اوسیدونکو ته ویل شوي چې د سیل خطر ته پام ولري.

په افغانستان کې د ژمي په لومړیو دوو میاشتو کې ورښت ونه شو خو د حوت له میاشتې راهیسي پر له پسې ورښتونه کیږي چې له کبله یې سیلونه جاري شوي او خلکو ته یې د سرومال ډېر تاوانونه اړولي دي.

د اقلیمي چارو متخصصان د اقلمیي بدلون د ناوړه عواقبو په وړاندې خبرداري ورکوي او وايي چې بې وخته ورښتونه، د هوا د تودوښې د درجې لوړوالی او همداراز طبیعي پېښې د اقلمي بدلون پایلې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب