سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهاستخباراتي سرچینې: پر اسراییل د ایران غچ اخیستونکې حمله حتمي ده

استخباراتي سرچینې: پر اسراییل د ایران غچ اخیستونکې حمله حتمي ده

تاند (پنجشنبه، د حمل ۲۳ مه) امریکايي رسنۍ بلومبرګ د استخباراتي معلوماتو پر اساس وايي چې ایران به ژر پر اسراییل حمله وکړي.

د دې رسنۍ له مخې، اسراییل او د منځني ختیځ په یو شمېر هیوادونو په تېره بیا سوریه او عراق کې دېره امریکايي پوځیان د ایران د کېدونکې حملې د ځواب لپاره تیارسی شوي دي.

دوی وايي چې د ایران حمله حتمي ده خو لا یې هم دقیق وخت معلوم نه دی.

ګومان کېږي چې ممکن ایران له اختره وروسته برید وکړي.

استخباراتي معلومات ښيي چې واشنګټن او متحدان یې باور لري چې ایران به په مستقیم ډول یا په سیمه کې د خپلو نیابتي ځواکونو په وسیله د اسراییل په مرکز کې پر پوځي او دولتي ودانیو غچ اخیستونکی برید وکړي.

ایران وروسته له دې د غچ اخیستو اعلان وکړ چې اسراییل په دمشق کې د ایران د سفارت پر کونسلګرۍ حمله وکړه.

اسراییل ویلي چې د ایران غچ اخیستونکي برید ته به کلک ځواب ووايي.

باور کېږي چې ایران به د اسراییل لور ته توغندي وولي او یا به له الوتکو څخه په استفادې بمباري وکړي.

امریکا ویلي چې د ایران د برید په وړاندې به د اسراییل کلک ملاتړ وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب