سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهد تاجکستان حکومت په پلازمېنه کې لمریزه انرژي جبري کړه

د تاجکستان حکومت په پلازمېنه کې لمریزه انرژي جبري کړه

تاند(پنجشنبه، د حمل ۲۳مه) د تاجکستان حکومت امر کړی چې د دغه هیواد په پلازمېنه دوشنبې کې هره نوې جوړېدونکې ودانۍ باید په لمریزه انرژۍ سمبال وي.

د تاجکستان د معمارۍ او ودانیو چارو کمېټې د کورنو او ودانیو جوړوونکو ته خبر ورکړی چې هره هغه ودانۍ چې د اپریل له لومړۍ څخه په دوشنبې ښار کې جوړېږي، باید د لمریزې انرژۍ تابیا پکې شوې وي.

د دې کمېټې ريیس نظام میرزازاده پر خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، د دې پرېکړې معنا دا ده چې هر ودانۍ د ښاري برېښنا ترڅنګ باید د لمریزې انرژۍ لپاره هیندارې یا پینلونه هم ولري.

د دې پرېکړې پر اساس، نه یوازې کورونه او د خصوصي شرکتونو او تجاري مرکزونو ودانۍ د دې پرېکړې عملي کولو ته مکلفې دي بلکې د دولت تعلیمي، روغتیايي او کلتوري ادارې او پارکونه هم باید د لمریزې انرژۍ پینلونه ولري.

تاجکستان په کال کې د کابو ۲۵ میلیارد کیلوواټ ساعته برېښنا د تولید ظرفیت لري. متخصصان تاجکستان د لمریزې انرژۍ لپاره خورا مناسب هیواد بولي ځکه چې پر دغه هیواد په کال کې له ۲۱۰۰ تر ۳۱۶۶ ساعته د لمر وړانګې لګېږي او په کال کې یې لمرینې ورځې له ۲۶۰ تر ۳۰۰ پورې دي.

د دغه هیواد پرتله افغانستان د لمریزې انرژۍ لا لوړ ظرفیت لري ځکه چې هم یې وسعت ډیر دی او هم د کندهار او شاوخوا ولایتونو په شان ځینې داسي سیمې لري چې کال دوولس میاشتې پکې د لمر تېزې وړانګې لګېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب