سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهفوتسال؛ افغانستان او سعودي مساوي شول

فوتسال؛ افغانستان او سعودي مساوي شول

تاند (پنجشنبه، د حمل ۲۴ مه) د افغانستان د فوتسال ملي لوبډلې، د دوستانه سیالیو په دوام کې نن له سعودي عربستان سره مسابقه ۲ پر ۲ مساوي کړه.

د افغانستان لپاره ګولونه مهدي نوروزي او امید قنبري ووهل.

دا مسابقه د اسیا د فوتسال د اتلولۍ جام لپاره د تیارۍ په هدف د رسنیو او کمرو په غیاب کې وشوه.

ټاکل شوې ده چې راتلونکې اوونۍ د اسیا د فوتسال سیالۍ په تایلند کې پیل شي.

دا به لومړی ځل وي چې د افغانستان د فوتسال لوبډله په اسیايي جام سیالیو کې ګډون کوي.

د افغانستان لومړۍ مسابقه به د دې جام په څلورم ګروپ کې د پنجشنبې په ورځ (د حمل ۳۰ مه) له ایران سره وي.

همداراز ټاکل شوې ده چې د افغانستان دوهمه مسابقه د شنبې په ورځ (د ثور لومړۍ) له کویت سره وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب