سه شنبه, اپریل 30, 2024
Homeخبرونهایران په یوه کال کې تر ۲۰ زره ډېر ماشومان یوازې نیمروز...

ایران په یوه کال کې تر ۲۰ زره ډېر ماشومان یوازې نیمروز ته ډیپورټ کړي

تاند(پنجشنبه، د حمل ۲۳ مه) په نیمروز ولایت کې طالب چارواکي وايي چې ایران په تېر یوه کال کې تر ۲۰ زره ډېر افغان ماشومان له خپلې خاورې د ورېښم پُل له لارې نیمروز ولایت ته ډیپورت کړي دي.

په نیمروز کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو وزارت چارواکو نن (پنجشنبه) وویل چې دا ماشومان، چې میندې او پلرونه ورسره نه وو، افغانستان ته راشړل شوي او اکثره په بد حالت کې دي.

تېره اوونۍ (د حمل ۱۶ مه) ۵۰ افغان ماشومان، چې ایران له خپلې خاورې ایستلي وو، د دوو نړیوالو موسسو په مرسته په سرپل، فاریاب، غزني، کاپیسا او زابل ولایتونو کې خپلو کورنیو ته وسپارل شول.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارووزارت د دغو ماشومانو په اړه په یوه خبرپاڼه کې وویل، دا ماشومان د مصئونیت په لور د حرکت او وارچایلډ موسسو په همکارۍ له هرات څخه خپلو اصلي مېنو ته ولېږدول شول.

په دغو ماشومانو کې ۲۳ سرپل، ۱۶ فاریاب، ۷ غزني، ۳ کاپیسا او یو زابل ولایت ته استول شوي دي.

وارچایلډ او د مصونیت په لور حرکت موسسو د ټولو پنځوسو ماشومانو د کرایې، خوراک او جامو لګښت هم ورکړی دی.

په نیمروز ولایت کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو د ریاست چارواکي وايي، په تېر یو کال کې دا ډول شل زره ماشومان ایران یوازې نیمروز ولایت ته راشړلي دي او دوی ثبت کړي دي.

د دې ادارې پر اساس، ایران د ورځې ۴۰ افغان ماشومان، له خپلو والدینو پرته نیمروز ولایت ته لیږي.

د دوی په وینا د اکثرو ماشومانو میندې او پلرونه په ایران کې دي او هغوی نه پوهیږي چې ماشومان یې څه شول.

ایراني چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي خو د تهران ښاروالۍ چارواکو په وروستیو کې ویلي وو چې د هغو افغان ماشومانو د ټولولو هڅه یې پیل کړې چې په کثافاتو کې شیان لټوي او یا کوڅه ډب دي.

د تهران د ښاروالۍ ویندوی د خپل هیواد رسنیو ته ویلي و چې دا ډول ماشومان، چې د اکثرو عمرونه تر ۱۵ کلونو کم دي، د افغانستان اتباع دي او دوی یې خپل هیواد ته استوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب