دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeخبرونهد ځانمرګو بریدونو په اړه د ملا هبت الله څرګندونو ته د...

د ځانمرګو بریدونو په اړه د ملا هبت الله څرګندونو ته د سیاف غبرګون

تاند( جمعه، د حمل ۲۴ مه) پخواني جهادي مشر او د طالبانو یوه سرسخت مخالف عبدالرب رسول سیاف، چې تل یې له دین څخه د طالبانو د روایتونو خلاف نظرونه ورکړي، دا ځل د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوند زاده هغو څرګندونو ته توند غبرګون ښودلی، چې د ځانمرګو بریدونو په اړه یې کړي دي.

ملا هبت الله په خپل اختریز پيغام کې د خپلې ډلې ځانمرګو بریدګرو ته ویلي، چې د لا نورو بریدونو لپاره دې چمتو واوسي.

هغه نه دي ویلي، چې د ده په خبره د دوی « استشهادي ځواکونه» باید د څه لپاره قرباني ورکړي او پر چا بریدونه وکړي.

د دعوت اسلامي تنظیم مشر عبدالرب رسول سیاف، چې په ترکیه کې مېشت او د طالبانو له مخکښو مخالفانو څخه دی، په خپله اېکس یا پخواني ټویټر پاڼه کې لیکلي، چې ځانمرګي بریدونه د خدای او رسول خلاف عمل دی.

هغه ملا هبت الله ته په خطاب کې لیکلي: خدای دې تاسې نابود کړي، اسلام سره جفا مه کوئ.

سیاف، د طالبانو له واکمنیدو مخکې هم بیا- بیا طالب ملایان د هغوی د جګړې او ځانمرګو بریدونو په اړه په مناظرو ننګولي وو، خو طالبانو بیا نوموړی بې لارې شوی عالم ګڼلی او توندې نیوکې پرې کړې وې.

6 COMMENTS

  1. ځانمرګي يا د دوی په کارونه فدايي او يا استشهادي حملې يو نامشروع عمل دی او دا د ټولو نړيوالو نوموتو علماو په اند دا ځان وژنه ده او د دې ايات تر حکم لاندې راځي چې ((ولاتلقوا بايديکم الی التهلکة)).
    ارواښاد شيخ يوسف القرضاوي په پيل کې د فلسطينيانو د دښمن سره په مقابله کې جواز ورکړی وو چې بيا ورته په مصر کې دومره ستونزې وليدې چې له مصر نه پرې تبعيد او د قطر په دوحه کې مېشت شو.
    د وخت په تېرېدو سره فلسطينيانو خپله له دې کاره لاس واخېست او شيخ يوسف القرضاوي هم تر پايه د قطر په دوحه کې پاتې او په مصر کې ورته د سکونت اجازه ورنه کړل شوه.
    هر څوک يې چې کوي او يا يې ورته هڅوي، نو الله تعالی دې دواړو د ښې لارې لارښوونه وکړي.

  2. هیبتې ځناور خپل یو ځوان زوى ته واسکټ ور واغوست او په هلمند کې یې خرمرګي تر سره کړ. له داسې انسان سره دلیل او منطق ویل له عقل سره د جګړي اعلان معنی ورکوئ.

  3. ځان وژنه په اسلام کښې حرامه ده .
    ولی څوک د دی ځان وژنو عامل شول همدا یهود سیاف د اسلام په جامه کی د جهاد په نو او د ای اس ای په امر ټول افغانستان وران کړ د خلکو زامن یې په سلو نمونو ووژل څوک به چی له اطراف څخه کابل ته ولاړل هغه به یې مړ کړو چې کمونست ده دا ځناور بهود او منافق سیاف د دین دشمن او د ناتو ملا هیڅ شرم او حیا نلری څومره بیګناه او بیچاره خلک اختطاف کړل او کابل یې چور کړ دا هغه بی غیرت یهودی ده چی دشپی له ښځې سره لوڅ پروت وه او امریکایانو پی جال واچاو او له هماغه وروسته دې د ناتو ملا شو لعنت دې په داسې منافق انسان وې لکه سیاف خبیث ځان مرګی حرامه ده مګر لکه سیاف غل او ځو نورو خر چی افغانستان وران کړل دې دوې په مقابل کښې د طالب له دین قربان چی منافقین او غله چپاولګر ټول لکه د کوڅی ډډی سپیان ورک شول

  4. د افغانستان د اوسني نظام ملاتړ جوړشئ، نه ورانوونکي.
    ګينې دا ځل به بيا د وينو سيلاب نه ودريږي ، او افغانستان د اوکراین په کنډوالو مه بدلوئ.
    د الله لپاره يو اتحاد جوړ کړئ. مننه

    • د نظام او حکومت تر منځ توپیر دا دي چې، نظام د خلکو له اراده پرته په زور په خلکو ټپل کیږي. نه د خلکو دی ارادې پروا لري او نه هم خلکو ته ځان د ځواب ورکولو مسؤل ګنړي. حکومت په بل اړخ
      کې د خلکو په رایو او خوښه رامنځ
      ته کیږي او د خلکو اراده تمثیلوي. نو افغانان څنګه د داسې نظام ملاتړ وکړئ چې ، ترهګر هیبتې ځناور له خلکو نه د ښځو په څیر مخ پټوئ.افغانستان د پنجاب د نیابتي جګړي ډګر دئ، او په اوسنې حالت کې افغانستان اشغال دئ. د افغانستان خلک څرنګه د امریکایې او پنجابي اشغالګرو تر منځ توپیر وکړئ؟ افغانانو پرون روس، انګریز او امریکایې متجاوزین ونه منل نو د انګریز نا جایزه پرکټي تور پنجابیان خو په هیڅ صورت نه منئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب